No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبی

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏په بهرنیو چارو کې د پاکستان دولت وزیرې حنا رباني کهر کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغان مېرمنو د سوداګرۍ خونې له یو شمېر غړو سره لیدلي او له هغوی سره یې په ټولنه کې د ښځو د رول او دغه راز د دواړو هېوادونو د ښځینه متشبثینو تر منځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

‏دوی له حنا رباني کهر غوښتي چې د اسلامي امارت له مشرانو سره د لیدنو پر مهال د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه هم خبرې وکړي.

: ‏په پېښور پوهنتون کې "د وزيرستان محصلينو فدراسيون" په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د طبیعي زېرمو او ددې زېرمو پر وړاندې د شته ننګونو او فرصتونو په اړه یو سمینار جوړ کړ.

: ‏د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د ټاپي پروژې له اجرائيوي رئيس محمد مراد امانوف سره په لیدنه کې ویلي، چې افغانان او اسلامي امارت په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي چارو پيل کېدو ته په بې صبرۍ انتظار باسي.

: ‏کورنیو چارو وزارت کابل ښار کې موټر چلوونکو ته د ترافیکي نظم او په چک پواینټونو کې د تلاشۍ په اړه د عامه پوهاوي لړۍ پیل کړې ده.

‏کورنیو چارو وزرات وايي، په کابل ښار کې موټر چلوونکو ته د لارښود په نوم بروشرې وېشل کیږي، چې د ترافیکي نظم او په چک پواینټونو کې د تلاشۍ اړوند لازمې لارښوونې او سپارښتنې پکې شوې دي.

چارواکي زیاتوي، د عامه پوهاوي دا لړۍ به له کابل وروسته د هېواد نورو لویو ښارونو ته هم وغځول شي.

: ‏په بهرنیو چارو کې د پاکستان دولت وزیره حنا رباني کهر د ا.ا له چارواکو سره په لیدنو بوخته ده.

نوموړې نن د یوه لوړي پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راورسېده او هوایي ډګر ته ښه راغلاست په هدف د افغانستان لپاره د پاکستان شارژدافیر او د ا.ا ځینې چارواکي ورغلي وو.

: ‏د هرات امنیتي ډیالوګ لسم پړاو نن د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې پیل شو.

‏دغه کنفرانس ته د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړولو ټینکار وکړ او ویې ویل چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت او د ټولنیز او اقتصادي ثبات غوښتونکی دی.

‏په دې کنفرانس کې له بېلابېلو هېوادونو شاوخوا ٢٠٠ کسانو برخه اخیستې او سبا ته به هم ادامه ولري.

دغه کنفرانس ته د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره کرن ډکر هم ورغلې ده.

: ‏د افغانستان بانک وايي، د نړيوالې ټولنې د نغدي بشري مرستو په دوام نن د ۴٠ ميليونه امريکايي ډالرو بله کڅوړه کابل ته راورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.

: ‏وزارت خارجه می‌گوید که آزادی شهروندان افغانستان از زندان‌های پاکستان، سهولت‌های ترانزیتی، روابط بازرگانی و رفت‌وآمد مسافران از مسایلی محوری در دیدار با هیات پاکستانی به رهبری حنا ربانی کهر، بوده‌اند ‏وزارت خارجه در یک خبرنامه همچنان می‌گوید که خانم حنا ربانی و هیات همراه‌اش تعهد سپرده‌اند که اسلام‌آباد در زمینه ارایه تسهیلات، رفتار مناسب با مهاجران افغان، صدور ویزا و مسایل تجارت و ترانزیت با کابل همکاری خواهد کرد ‏در خبرنامه آمده است که امیرخان متقی در باره‌ی موقف و آمادگی حکومت سرپرت برای آغاز پروژه‌های تاپ، تاپی و راه‌آهن و توسعه روابط سیاسی، اقتصادی و امنیتی به هیات پاکستانی اطمینان داده است.

: ‏افغان کرکټ لوبډله له سریلانکا سره د درېیو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې سبا خپله درېیمه لوبه کوي. دغه لوبه سبا چهار شنبه د افغانستان پر وخت ماسپښین یوه نیمه بجه پیلېږي. د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د دغو درېیو یو ورځنیو سیالیو لړۍ د نومبر په ۲۵مه نېټه پيل شوې چې سبا به پای ته ورسېږي.

: ‏د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په لیدنه کې ویلي اوس په هېواد کې امنیتي وضعیت ښه دی، باید له دې فرصته ګټه پورته شي او دواړو هېوادونو په همکارۍ سره دې هر څومره ژر چې کېږي، د ټاپي پروژې عملي کار پیل شي.

: ‏د تقاعد شویو پولیسو ټولنه وايي، له دوو کلونو راهیسې یې حقوق نه دي ترلاسه کړي او په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي. د یادې ټولنې رییس شکرالله امانزوی وايي، د متقاعدینو یوازینۍ هیله د دوی حقوق دي او په وینا یې چې له تېرو دوو کلونو  راپدېخوا یې نه دي ترلاسه کړي.

: ‏د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر سره چې د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلې وه، په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل و ویل افغانستان د مرکزي او سویلي اسیا تر منځ د اتصال پل دی او موږ د ټاپې، ټاپ، کاسا زر او پېښور- کابل – ترمذ رېل پټلۍ په څېر سترو پروژو د تطبیق په برخه کې همکارۍ ته چمتو یوو چې په پلي کېدو سره به یې د افغانستان او پاکستان او د سیمې نورو هیوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پیاوړې شي.

‏د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، موږ د ډبرو سکرو د سوداګرۍ میکانیزه کولو په لټه کې یوو او په همدې موخه مو بین الوزارتي باصلاحیته ګډه کمېټه ایجاد شوې ده. همداراز د بندرونو ملي کمېټه د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د اسانتیا برابرولو په موخه موظف شوې ده.

عبدالسلام حنفي پاکستاني پانګوال په افغانستان کې د کانونو، انرژۍ او کرنې په برخو کې پانګې ته وهڅول او زیاته یې کړه، موږ افغانانو ته د ویزې ورکولو په برخه کې د اسانتیاو برابرولو او افغان بندیانو د راخلاصېدو په برخه کې د پاکستان همکاري غواړو.

: ‏په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر په خپلو خبرو کې وویل، موږ داسې بل کوم هیواد نه پېژنو چې د افغانستان او پاکستان په څېر زیات مشترکات ولري. هغې زیاته کړه، له څلوېښتو کلونو راپدېخوا په افغانستان کې زیات فرصتونه برابر شوي چې د دواړو هیوادونو په ګټه دي.

‏حنا رباني کهر دېته په اشارې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ په بندرونو کې دې د تګ راتګ لپاره یو میکانیزم جوړ شي وویل، رامنځته شوې ستونزې باید ژر حل شي، د افغان بندیانو د خلاصون لپاره میکانیزم موجود دی خو د حل لپاره یې لازیات وخت ته اړتیا ده.

‏په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې په دې په ټینګار سره چې پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري وویل، له رامنځته شویو فرصتونو څخه باید اعظمي استفاده وشي او د تېر په تېروتنو کې راګېر نشو.

‏حنا رباني کهر وویل، موږ باید د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او دواړو هیوادونو د ولسونو ترمنځ تماس لپاره ښه چاپیریال ایجاد او ننګونې په فرصت بدلې کړو.

په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مولوي شهاب الدین دلاور په افغانستان کې د سرتاسري امنیت ټینګښت ‏او د دواړو هیوادونو ترمنځ ګډو دیني، فرهنګي او ژبنیزو مشترکاتو ته په اشارې وویل، له فرصتونو څخه باید د افغانستان او پاکستان د خلکو د اقتصادي پرمختګ او هوساینې لپاره ګټه واخیستل شي.

: د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان وویل، موږ د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی کوو، دا چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی، موږ باید د دواړو هیوادونو د ولسونو د هوساینې لپاره زیات کار او پانګونه وکړو او د ستونزو په حلولو تمرکز ولرو.

: ‏د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د ناټو پر غړو هېوادونو غږ کړی چې اوکراین ته د هوايي مدافعې سیستمونو د ورکولو په برخه کې نور اقدامات وکړي.

: ‏د م.م د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا يونيسف وايي چې د رواني مشورو د وړاندې کولو لپاره ۸۵۰ ټولنيز کارکوونکي روزي. يونيسف ويلي چې روزل کېدونکي ټولنيز کارکوونکي به په مختلفو ولايتونو کې ۷۵ زرو ماشومانو او د هغوی پالونکو ته چې مرستې او رواني درملنې ته اړتيا ولري، خدمت کوي.

: ‏قزاقستان په نږدې راتلونکې کې د افغانستان په تړاو يو نړيوال کنفرانس جوړوي. په افغانستان کې د قزاقستان پخواني سفير اوميرتای بيتيموف د هرات امنيتي کنفرانس غونډې ته په خبرو کې ويلي چې هيواد يې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په تړاو د نړيوال کنفرانس کوربه توب وکړي.

: ‏کرن دیکر، سرپرست سفارت ایالات متحده امریکا برای افغانستان در صفحۀ تویترش نگاشته است که او برای اشتراک در دهمین "نشست گفت‌وگوهای امنیتی هرات" به تاجکستان سفر کرده است.

‏خانم دیکر "نشست گفت‌وگوهای امنیتی هرات" را یک فرصت خوب برای تبادل نظر با نمایندگان افغانستان، اتحادیه اروپا،  تاجکستان و کشورهای منطقه درباره افغانستان، خوانده است.

: ‏رزا اوتونبایوا، نماینده ویژه سرمنشي سازمان ملل متحد در افغانستان با شمار از فعالان حقوق زن دیدار کرده است. دفتر معاونت سازمان ملل در افغانستان «یوناما» در صفحۀ تویترش نگاشته است که در این دیدار، درباره حقوق زنان و چالش‌های فراراه آنان گفت‌وگو شده است.

: ‏تحریک طالبان پاکستان (TTP) پرون د پاکستان له حکومت سره خپل اوربند پای ته ورساوه او خپلو سرتیرو ته یې د پاکستان په گوټ گوټ کې د تازه بریدونو امر ورکړ.

‏د «ټي ټي پي» او د پاکستان حکومت په تیره جون میاشتې کې د کابل په منځگړیتوب اوربند وشو خو تر اوربند وروسته په افغانستان کې د ټي ټي پي یو شمیر مشران ووژل شول چې دې ډلې د آی اس آی کار بللی و.

: ‏د امریکا ولسمشر جو بایډن ددې هیواد په کانگرس غږ کړی څو د امریکا د اورگاډو د کارکوونکو معاشونو او د کار شرایط په بهترولو کې له نوموړي سره مرسته وکړي او د دوی د کاري اعتصاب مخه ونیسي.

‏دا په داسې حال کې ده چې امریکا کې د ریل پټلۍ کارکوونکي د خرابو کاري شرایطو له امله د کاري اعتصاب خبرداری وکړی چې د بایډن په وینا له امله به یې امریکا هره ورځ ۲ میلیارده ډالر له لاسه ورکړي او د امریکا اقتصاد به وگواښي.

: ‏د رویټرز د راپور له مخې متحده ایالتونه به یوکراین کې د زیربناوو د بیرته جوړولو لپاره له یوکراین سره نوې مرستې اعلان کړي.

‏د یوکراین زیربنایي تاسیسات چې د دې هیواد هرې برخې ته به یې بریښنا او گاز انتقالولو په تیرو ۲ میاشتو کې د روسیې د راکټي بریدونو په واسطه ویجاړ شوي او اوس یوکراینیان له سخت ژمي او انرژی له نه شتون سره مخ دي.

: ‏ښایي ټوېټر له اپ سټور اپل او ګوګل څخه حذف شي.

ایلن ماسک پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې اپل کمپنۍ خبرداری ورکړی چې ټوېټر به له اپل سټور څخه لیرې کړي.

داسې ښکاري چې ګوګل او اپل شرکتونه د اکاونټونو د محتوا د مدیریت په برخه کې له ټوېټر څخه ناراضه دي.

: ‏متحد ایالتونه وايي، چینایان حق لري چې سوله ییز لاریونونه وکړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د چین خلک هم د نورو هېوادونو د وګړو په څېر د سوله ییز اعتراض حق لري.

‏دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د چین په څو لویو ښارونو کې خلکو د کورونا د نویو لګول شویو محدودیتونو پر وړاندې په لاریونونو لاس پورې کړی دی. دا لاریونونه په تېره یوه لسیزه کې بې ساري بلل شوي دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک