No-IMG

د حکمتيار صاحب شپږمه درسي حلقه (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندې تر سره شوه

چهارشنبه د قوس ۹مه؛ ۱۴۰۱ھ‌ش:

 

د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار کي «د ملتونو د زوال او عروج عوامل» تر سرليك لاندي د حزب اسلامی افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار ۶مه درسي حلقه دائره شوه چي گڼ‌شمېر ورونو او خویندو په کي گډون کړی وو.

ښاغلي حکمتيار د خپل مخکني درس پر دوام وويل؛ چي بايبل ليکي:

(خداى د حيوان له پوسته لباس جوړ كړ؛ آدم او مېرمني ته ئې ورواغوست، بيا خداى وفرمايل: اوس چي آدم زموږ په څېر شوى او ښه او بد پېژني؛ بايد پرې ئې نږدو چي د "حيات د وني" مېوه هم وخوري او تر ابده ژوندى وي؛ نو خداى دى د عدن له باغه وايست؛ د دې لپاره چي ولاړ شي او په هغي زمكي كي كار وكړي چي له خاوري ئې جوړ شوى؛ په دې توگه ئې آدم د عدن له باغه وايست او د عدن د باغ په شرقي برخي كي ئې د اور په داسي سرو تورو سمبال فرشتې وگمارلې چي هري خوا ته څرخي؛ د دې لپاره چي د حيات د وني لاره خوندي وساتي!!)

 

نوموړی د بايبل د پورتني خرافي نظر په اړه وايي:

د دې كرښو د مطالبو په اړه څو پوښتني راولاړېږي:

الف- مخلوقاتو ته د لباس په وركولو كي د الله تعالى سنت داسي نه دئ چي د كوم خياط او درزي په څېر چا ته لباس جوړ كړي او ور وائې‌غوندي، د بايبل ليكوال په دې نه پوهېږي چي د الله تعالى له لوري د لباس وركولو معنى څه ده!! الله تعالى ټولو حيواناتو، ونو او بوټو ته مناسب مناسب لباس وركړى چي هم ئې له يخني ساتي، هم له گرمي او هم له حشراتو او مكروبونو، آدم عليه السلام ته هم د نورو په څېر مناسب لباس وركړى شوى وو، خو د ممنوعه مېوې په خوړلو سره له هغه لباس محروم شو، لومړى ئې په پاڼو ځان پټ كړ، بيا د حيواناتو په پوستكي او وروسته وروسته د ده اولاد له وړيو او تار اوبدل شوې جامې ځان ته جوړي كړې. په ډېر يقين سره ويلى شو چي په اصلي تورات او انجيل كي به د آدم عليه السلام د لباس په اړه همغه څه ويل شوي وو چي ئې په قرآن كي مومو؛ يعني آدم عليه السلام ته به داسي فطري جامه وركړى شوې وه لكه چي ټولو حيواناتو ته وركړى شوې ده؛ نه هغسي چي بايبل وايي: خداى د حيواناتو له پوستكي جامه جوړه كړه او آدم ته ئې ورواغوسته.

 

ب- د بايبل ليكوال خداى داسي معرفي كوي چي نه غواړي د ده په مخلوقاتو كي داسي څوك وي چي په ښه او بد پوهېږي؛ غوښتل ئې چي آدم عليه السلام د معرفت د وني مېوه ونه خوري؛ خو د ده د ارادې خلاف آدم عليه السلام د هغي مېوې په خوړلو موفق شو!! اوس نو دا تدابير سنجوي چي څنگه د دې مخه ونيسي چي آدم او حواء د حيات د وني مېوه هم ونه خوري او د ده لپاره تلپاته حريف او رقيب ترې جوړ نه شي!! نو ځكه ئې له يوې خوا آدم عليه السلام د عدن له باغ وايست او له بلي خوا ئې دغي وني ته د رسېدو په لار كي داسي فرشتې وگمارلې چي په تورو سمبالي وې او دا توري هم د اور توري چي هري خوا ته څرخي او نه پرېږدي څوك ترې تېر شي!! او دا له شك پرته د الله تعالى په اړه داسي كركجنه او قبيح وينا ده چي هيڅ مؤمن او عاقل انسان ئې د ويلو جسارت نشي كولى؛ او له همدې معلومېږي چي د بايبل د يهودانو او مسيحيانو د دښمن په لاس ليكل شوى.

 

ج- له دوى څو پوښتني لرو:

1- هغه څوك څنگه د خداى په توگه منئ چي خپل بنده ته د رقيب په سترگه گوري، نه غواړي د معرفت خاوند شي، ترې وېرېږي، د فرشتو په مرسته د هغه مقابله كوي؛ هغوى د حيات وني په حفاظت گماري چي پرېنږدي آدم دې وني ته ځان ورسوي؛ او د خداى د خوښي خلاف ئې تل پاته ژوند په برخه شي؟!

2- كه دا باغ په آسمان كي وي طبيعي ده چي له آسمان د آدم له راكوزېدو وروسته هغه باغ ته د ده ننوتل ممكن نه وو، نو په سرو تورو سمبال فرشتې د څه لپاره گمارل كېدې؟ او كه دا په زمكي كي وو نو موږ ته ووايئ چي چېري دئ اوس خو له داسي محافظينو تېرېدل آسانه شوي، كه آدم عليه السلام نه شو تېرېدى اولاد ئې اوس كولى شي د حيات وني ته په هليكوپترو كي ځان ورسوي. كه عادي خلك دا كار نه شي كولى نو ستاسو پاپ ته خو ډېره آسانه ده!!

 

قدرمن مشر زياته کړه:

له دغو بېهوده او چټي خبرو هر څوك په دې پوهېدى شي چي د بايبل ليكوال څوك او د څنگه شخصيت خاوند دئ او د الله تعالى په اړه د ده انگېرني څومره كچه او بې بنسټه دي!!

 

هغه دا هم وويل:

قرآن د بايبل د دغو غلطو خبرو د ترديد او تصحيح لپاره فرمايي چي الله تعالى آدم عليه السلام د داسي مخلوق په څېر پيدا كړ چي معرفت ئې تر فرشتو ډېر لوړ وو، په هر څه د پوهېدو توان او استعداد ئې وركړ، په هغه څه ئې د پوهېدو توفيق وركړ چي فرشتې پرې نه پوهېدې او د همدې معرفت او پوهي په سبب ئې د زمكي خلافت ده ته وسپارو؛ د معرفت په وجه ئې دى رټلى نه دئ؛ د ځان رقيب او حريف ئې نه دئ گڼلى بلكي د زمكي خلافت ئې ورسپارلى او فرشتو ته ئې امر كړى چي ده ته سجده وكړي؛ بايبل وايي چي فرشتې په سرو تورو د آدم مقابله كوي او قرآن وايي چي فرشتو آدم عليه السلام ته سجده وكړه او الله تعالى د زمكي او آسمان هر څه آدم عليه السلام ته مسخر كړل

بايبل ليكي: "له دې وروسته خداى په عدن كي چي په ختيځي سيمي كي پروت دئ يو باغ پيدا كړ او هغه آدم ئې په كي ځاى په ځاى كړ چي مخكي ئې پيدا كړى وو!! خداى ډول ډول ښايسته وني په دې باغ كي پيدا كړې چي خوندوري مېوې وركړي، ده د باغ په منځ كي (د حيات ونه) او (د ښه او بد د پېژندو ونه) پيدا كړه".

لكه چي گورئ بايبل وايي: لومړى آدم پيدا شوى او وروسته په عدن كي د ده لپاره يو باغ؛ خو قرآن وايي: الله تعالى لومړى زمكه او په هغه كي د دغه جنت او باغ په شمول؛ آدم او د ده اولاد ته ټول ضروري او اړين توكي پيدا كړي او بيا ئې دى پيدا كړى. همغسي چي د آدم د اولاد تر پيدا كولو وړاندي؛ د مور په تي كي ورته شيدې پيدا كوي؛ طبيعي ده چي د آدم تر پيدايښت وړاندي بايد زمكه له هره پلوه داسي چمتو شوې وي چي په خپلي غېږ كي دى او اولاد ئې وپاللى شي او ټولو اړتياوو ته ئې ځواب وويلى شي.

 

د حزب اسلامی افغانستان محترم أمير زياتوي چي؛ عملاً او په خپلو سترگو گورو؛ انسان داسي پيدا شوى چي خامخا مري؛ نه يوازي انسان بلكي ټول مخلوقات مرگ او د ژوند پاى لري؛ الله تعالى داسي مخلوق نه دئ پيدا كړى چي تلپاته وي؛ داسي اوبه او مېوه ئې هم نه ده پيدا كړې چي د هغې په خوړو سره انسان يا بل ژوى دائمي او ابدي ژوند تر لاسه كړي، د حيات ونه، د معرفت ونه، د حيات اوبه او دې ته ورته نور؛ هسي خرافات او بې بنسټه خبري دي چي له بيمارو او كچه ذهنونو زېږېدلې؛ انسان له داسي فطرت او جوړښت سره پيدا شوى چي علم او معرفت ئې اكتسابي دئ، له بل او د خپلو تجربو له لاري ئې تر لاسه كوي او ورو ورو زياتېږي، د تعليم، تعلم، زده كړي او تجربې په نتيجه كي ئې د معرفت او د ښه او بد د پېژندا سطح لوړېږي، الله تعالى داسي مېوه نه ده پيدا كړې چي د هغې په خوراك سره انسان ته د ښه او بد د پېژندو معرفت ورپه برخه شي!! قرآن د بايبل دغه وينا رد كړې او په هغو آيتونو كي چي تر ټولو د مخه پر پيغمبر عليه السلام نازل شوي او په همدې آيتونو سره د قرآن د نزول لړۍ پيل شوې؛ فرمايي چي د انسان علم اكتسابي دئ او په ليك لوست سره تر لاسه كېږي.

 

ښاغلی حکمتيار د خپل وضاحت پر دوام وايي:

تاسو به د (لدني علم) په اړه د بايبل د وينا په څرنگوالي حتماً پوه شوي وئ؛ اوس راشئ چي د ځينو متصوفينو وينا ته هم لږ ځير شو؛ هغوى په اصل كي دا رأيه له بايبل اخيستې او هغې ته ئې اسلامي رنگ وركړى، دوى د الكهف د سورې د 65 آيت له دغي فقرې ((اٰتينه من لدنا علماً) د (لدني علم) اصطلاح راايستلې، حال دا چي د (لدن) صيغه د گڼ شمېر آيتونو په ضمن كي د نورو شيانو په اړه هم راغلې، هغوى دې ته متوجه نه دي چي د انسان هر څه د الله تعالى پېرزوينه ده، ژوند ئې، استعدادونه ئې، رزق ئې، علم او معرفت ئې؛ قرآن دا ټول الله تعالى ته منسوبوي او د الله تعالى پېرزوينه ئې گڼي، په ټولو هغو آيتونو كي چي دا حقيقت په كي بيان شوى همدا د (لدن) لفظ راغلى؛ لكه دا آيتونه:

وَإِنَّكَ لَتُلَقَّى ٱلۡقُرۡءَانَ مِن لَّدُنۡ حَكِيمٍ عَلِيمٍ ٦ النمل: 6

او يقيناً چي تا ته دا قرآن د پوه باحكمته ذات له لوري دركول كېږي

وَقَالُوٓاْ إِن نَّتَّبِعِ ٱلۡهُدَىٰ مَعَكَ نُتَخَطَّفۡ مِنۡ أَرۡضِنَآۚ أَوَ لَمۡ نُمَكِّن لَّهُمۡ حَرَمًا ءَامِنٗا يُجۡبَىٰٓ إِلَيۡهِ ثَمَرَٰتُ كُلِّ شَيۡءٖ رِّزۡقٗا مِّن لَّدُنَّا وَلَٰكِنَّ أَكۡثَرَهُمۡ لَا يَعۡلَمُونَ ٥٧ القصص:57

او وئې ويل: كه له تا سره د لارښووني متابعت وكړو له خپل ټاټوبي تښتول كېږو! آيا دوى ته مو خوندي حرم داسي ټاټوبى نه كړ چي هغه ته د هر څه مېوې راوړل كېږي؛ زموږ له لوري د رزق او روزي په توگه؟!! خو د دوى ډېرى نه پوهېږي.

هُنَالِكَ دَعَا زَكَرِيَّا رَبَّهُۥۖ قَالَ رَبِّ هَبۡ لِي مِن لَّدُنكَ ذُرِّيَّةٗ طَيِّبَةًۖ إِنَّكَ سَمِيعُ ٱلدُّعَآءِ ٣٨ آل عمران:38                                               

دلته نو زكريا خپل رب ته دعا وكړه؛ وئې ويل: اې زما ربه! له خپل لوري ما ته پاكيزه اولاد را، بې شكه چي ته د دعاگانو ښه اورېدونكى يې.

وَمَا لَكُمۡ لَا تُقَٰتِلُونَ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱلۡمُسۡتَضۡعَفِينَ مِنَ ٱلرِّجَالِ وَٱلنِّسَآءِ وَٱلۡوِلۡدَٰنِ ٱلَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَآ أَخۡرِجۡنَا مِنۡ هَٰذِهِ ٱلۡقَرۡيَةِ ٱلظَّالِمِ أَهۡلُهَا وَٱجۡعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيّٗا وَٱجۡعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا ٧٥ النساء: 75

او په تاسو څه شوي چي د الله په لار كي او د هغو بې وزلو سړيو، ښځو او ماشومانو د ژغورني لپاره نه جنگېږئ چي وايي: اې زمونږ ربه! له دې كلي چي اهل ئې ظالمان دي مونږ وباسه او له خپلي خوا راته كوم پالونكى وټاكه او له خپل لوري راته كوم ملاتړ وټاكه.

وَإِنِّي خِفۡتُ ٱلۡمَوَٰلِيَ مِن وَرَآءِي وَكَانَتِ ٱمۡرَأَتِي عَاقِرٗا فَهَبۡ لِي مِن لَّدُنكَ وَلِيّٗا ٥ مريم: 5

او يقيناً چي زه له ځان وروسته د خپلو ورثه وو (پر حال) ووېرېدم، او مېرمن مي شنډه ده، نو ما ته له خپل لوري يو وارث را په برخه كړه.

 

ښاغلی حکمتيار د پورته ذکر شويو آيتونو د وضاحت او تفصيل په اړه وايي:

كه په دغو آيتونو كي لږ دقت وكړو او د الكهف د سورې له 65 آيت سره ئې مقايسه كړو نو په دې حقيقت به پوهېدل راته گران نه وي چي قرآن د انسان هر څه د الله تعالى عطيه بولي؛ چا چي د الكهف د سورې له 65 آيت د (لدني علم) اصطلاح راايستلې هغوى بايد د خپل اسلوب له مخي له دغو آيتونو هم (لدني رزق)، (لدني ولي او نصير)، (لدني اولاد) او (لدني قرآن) راوباسي؛ خو هر عاقل انسان پوهېږي چي دا بې بنسټه او غلط اسلوب او كركجن استنباط دئ.

 

نوموړي همداراز د يادي موضوع د لا وضاحت په اړه «د خضر عليه السلام د ځانگړي علم» تر عنوان لاندي د «موسی عليه السلام او خضر علیه السلام» قصې ته هم په تفصيلي توگه اشاره وکړه او وئې ويل:

د موسى عليه السلام په مهمي قصې كي له يوه مجاهد او عالم استاد سره د ده ملگرتيا خاص اهميت لري؛ همدې ملگرتيا په ده كي ژور بدلون او انقلاب راوستى؛ په ځينو رواياتو كي د ده استاد د خضر په نامه ياد شوى؛ راشئ دا وڅېړو چي د موسى عليه السلام مجاهد استاد ته كوم ځانگړى علم وركړى شوى وو؟ قرآن په دې اړه څه وايي؟ كه په قرآن كي د خضر عليه السلام قصې ته لږ ځير شو نو ډېر ژر په دې حقيقت پوهېدى شو چي الله تعالى ده ته كوم علم وركړى وو او ده موسى عليه السلام ته د ملگرتيا په دوران كي څه ورزده كړل؛ قرآن فرمايي چي هغه موسى عليه السلام ته د ملگرتيا په دوران كي درې عملي درسونه وركړل:

1- د يوه ظالم پاچا له منگولو د مسكينو او بې وزلو بېړۍوالو ژغورل؛ هغه هم په داسي بڼي كي چي بېړۍوال پرې خبر نشول.

 

2- د يوه مفسد، كافر او بې رحمه زلمي وژل او مؤمن مور پلار ئې له شره ژغورل.

 

3- تر نړېدونكي دېوال لاندي د دوو يتيمانو لپاره ښخه شوې خزانه له غارت كېدو خوندي كول.

 

قدرمن مشر زياتوي چي؛ موسى عليه السلام له خپل عالم او مجاهد استاد همدا لارښووني زده كړې؛ د همدې لارښوونو په رڼا كي هغه تر بعثت وړاندي؛ دغو دريو كارونو ته ورته كارونه وكړل: له يوه مظلوم بني اسرائيلي د دفاع په موخه ئې يوه ظالم قبطي ته داسي څپېړه وركړه چي پرې مړ شو، له مصر د مدين په لوري د تگ په دوران كي يوازي وخوځېدو او هيڅوك ئې له ځان سره روان نه كړ؛ همغسي لكه چي له خپل استاد ئې زده كړي وو چي يوازي موسى ئې له ځان روان كړ او د هغه محافظ ئې پرېښود؛ د مدين د كوهي خوا ته ئې په داسي حال كي د دوو بې وزلو نجونو رمه خړوبه كړه چي د اوږده سفر له كبله ډېر ستړى او ستومانه وو، تر بعثت وړاندي؛ د بني اسرائيلو د نجات لپاره له مدين مصر ته روان شو او د فرعون مقابلې ته ئې ملا وتړله!!

 

نوموړی د پورتني وضاحت پر دوام وايي:

د قرآن له آيتونو خو دا حقيقت جوتېږي چي د موسى عليه السلام دا استاد يو مجاهد وو، د بې وزلو او مظلومانو ملگرتيا ئې كوله، موسى عليه السلام ته ئې د جهاد درس وركړ، نه پوهېږو دوى د دغو څرگندو او واضحو آيتونو له كومي برخي او له كوم لفظ د (لدني علم) اصطلاح راايستلې؟!! او غواړي له قرآن بې خبرو مريدانو ته ووايي چي كه ستا پير او مرشد نه قرآن لوستلى شي، نه د پيغمبر عليه السلام له احاديثو خبر دئ، نه په ليك پوهېږي او نه لوست كولى شي، د هغه په اړه شك مه كوه، لمن ئې كلكه ونيسه، دا خبري بايد ستا اخلاص كم نكړي، هغه ته د مخكني مرشد له لوري (لدني علم) وركړى شوى او د دين په ټولو رموزو او پټو اسرارو د مرشد د يوې دعاء له امله پوه شوى!! هغه په يوې مراقبې سره كولى شي د اسرارو دروازې پرانېزي او په پټو حقائقو پوه شي!!

 

د درس په پای کي د ‌حزب اسلامی افغانستان محترم أمير د گډون‌والو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننۍ درسي حلقه د نوموړي په دعاء پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامی افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک