مهم ترین های امروز پنج شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د ازبکستان وارداتي برېښنا په یوه مزي کې رغنیزې چارې ترسره کیږي چې له همدې کبله به سبا ټوله ورځ د کابل په ګډون ۱۲ ولایتونه برېښنا ونه لري.
✒️: د رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند د حکم پر اساس شیخ مدار علي بامیاني د کور او ښارجوړولو وزارت د ښاري چارو د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
✒️: د کابل ابتدائیه محکمې نن د ۶ ښځو په ګډون ۲۱ مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړه.
سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نن د کابل ابتدائیه شرعي محکمې لخوا د ۶ ښځو په ګډون ۲۱ تنو ته د غلا، نامشروع جنسي اړیکو، شراب څښلو، لواطت او له کوره د تېښتې جرمونو په تور په عام محضر کې سزا ورکړل شوه.
✒️: د شورای نظار د پخواني قومندان زوی احمد مسعود په دوشنبه ښار کې د هرات امنیتي کنفرانس ته د وینا پر مهال ویلي چې یوازې انتخابات کولای شي افغانستان د اوسني سیاسي ناورین څخه وژغوري.
احمد مسعود ویلي «افغانان دې پریښودل شي د خپلې خوښې حکومت غوره کړي او که دوی د طالبانو حکومت انتخاب کړ نو موږ به هم د دوی حکومت ومنو.»
✒️: پخواني ولسمشر حامد کرزي د سمنگان مرکز ایبک په یوه دیني مدرسه کې چاودنه په کلکو ټکو غندلې او هغه یې تروریستي عمل او بشري ضد جنایت او د افغانستان د خلکو د دښمنانو کار بللی.
حامد کرزي د خپلې خواشینۍ او ډاډگیرنې مراتب د دغې پېښې د قربانیانو کورنیو ته وړاندې کړي او ټپیانو ته یې د سملاسي روغتیا دعا کړې ده.
✒️: خیرالله خیرخواه، سرپرست وزارت اطلاعات و فرهنگ در "نمایشگاه بینالمللی امام ابو حنیفه" بر داشتن روابط اقتصادی با کشورهای همسایه تاکید ورزیده و میگوید باید سیاستهای که مانع پیشرفت تجارت و صنعت کشور ما میشود کنار گذاشته شود.
✒️: نورالدین عزیزی، سرپرست وزارت صنعت و تجارت، در "نمایشگاه بینالمللی امام ابو حنیفه" بر پشتیبانی از تولیدات داخلی کشور تاکید میورزد و از شرکتهای خارجی میخواهد که در افغانستان سرمایهگذاری کنند.
✒️: نشرات رادیویی صدای امریکا در داخل افغانستان از سوی امارت اسلامی قطع شده است.
مسوولان بخش افغانستان این رادیو میگویند که حکومت سرپرست علت این تصمیم را شکایت مردم از این رادیو گفته اند.
همزمان با این رییس نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ از متوقف شدن نشرات رادیو آزادی در سیزده ولایت کشور نیز خبر میدهد.
✒️: د هرات ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولايت پنځم منار يې د نړيدو له ګواښه ژغورلی دی. د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس چې د ياد منار د استحکامي چارو ليدنې ته ورغلی و، رسنيو ته ويلي چې د منار د نړيدو ګواښ رفع شوی دی.
✒️: د ډيورنډ فرضي کرښې پورې غاړه د اورکزيو په سيمه کې د ډبرو سکرو په يوه کان کې د چاودنې له کبله نهه کان کيندونکي وژل شوي دي. د څېړنو يوې ډلې ويلي چې په کان کې چاودنه پرون د ګازو د را ټوليدو له کبله رامنځته شوې ده.
✒️: د بلخ د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي، په دغه ولایت کې د زعفرانو د حاصلاتو له زیاتوالي خبر ورکوي. د چارواکو په وینا، تېر کال ۱۵۰ کیلو ګرامه زعفرانو حاصلات راټول کړل شوي وو او سږکال ۲۵۰ کیلو ګرامو ته رسېدلی دی.
✒️: استولتنبرگ: نباید روسیه را دستکم گرفت.
دبیرکل ناتو با اشاره به ایجاد مشکلات جدی ناشی از حملات روسیه برای مردم اوکراین در فصل زمستان، تصریح کرد که قدرت روسیه را نباید دستکم بگیرند.
✒️: د سره صلېب نړیوالې کمېټې د عملیاتي څانګې رییس د ملګرو ملتونو په یوه غونډه کې چې په مجازي توګه جوړه شوې وه، ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي ننګونې زیاتې شوې دي او وګړي یې د لومړنیو توکو د پېرلو وس نه لري.
✒️: د ايران د سرې مياشتې ټولنه وايي چې تېرو شپږو مياشتو کې په هغه هېواد کې له سلو ډير افغان کډوال تري تم شوي دي. ايراني رسنيو د ايران د سرې مياشتې ټولنې د بشري حقونو څانګې د مرستيال بهنام سعيدي له قوله ويلي چې د ورکو شويو افغان کډوالو د لټولو او موندلو لپاره يې دوسيې پرانيستې دي.
✒️: د يوناما د بشري څانګې مرستيال رامز الاکبروف په کابل کې خبريالانو ته ويلي چې شپږ ميليونه افغانان د بشري مرستو لپاره د بودجې د کمښت له کبله د خوړو د نه خونديتوب په بېړني پړاو کې دي. د الاکبروف په خبره چې د خوړو د نه خونديتوب بېړنی پړاو له قحطۍ يواز يو ګام مخکې دی.
✒️: ايران کې هغه کسان پر ډزو ويشتل شوي چې د فوټبال نړيوال جام کې يې د ايراني لوبډلې پر وړاندې د امريکا د فوټبال لوبډلې پر بري خوشحالۍ کړې وې. ايران کې يو شمېر خلکو ويلي چې فوټبال لوبډلې يې نړيوال جام کې د اخوندي رژيم استازيتوب کړی نه د ايراني ملت؛ له همدې کبله يې دوی پر ماتو خوښ دي.
✒️: فارن پاليسي خپرونې په يوه راپور کې ويلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي په کندهار کې د ا.ا له مشر سره ګوري. سرچينې زياته کړې چې دا ليدنه به د ليندۍ په ۱۴مه نېټه په کندهار کې وشي.
✒️: روسيه وايي چې د دونتسک پر دريو ښارګوټو يې ولکه ټينګه کړې ده. د روسيې د دفاع وزارت نن د يوه بيان په خپرولو سره ويلي چې د دونتسک پر اندريوکا، بيلوګوريوکا او پرسه تراونيا ښارګوټو يې بريد کړی او تر خپلې ولکې لاندې يې راوستي دي.
✒️: رینا امیری، نمایندۀ ویژه امریکا برای زنان و حقوق بشر افغانستان و کرن دیکر، کاردار سفارت امریکا برای افغانستان در صفحات تویتر، انفجار دیروز در مدرسه "جهادیه" در سمنگان را محکوم کردهاند. خانم امیری گفته است که چنین خشونتها در برابر کودکان حمله بر آینده افغانستان است.
✒️: د روسیې حکومت ویلي، په فضا کې هغه سټلایټونه چې د دې هیواد په خلاف کارول کیږي؛ قانوني هدف گرځېدلی شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هغه سټلایټونه چې د غرب لخوا د یوکرایني ځواکونو د ملاتړ لپاره کارول کیږي، د دې هیواد د ځواکونو لپاره قانوني اهداف پیژندل کیدلی شي.
✒️: د ناټو سرمنشي «ینز سټولټنبرګ» په بخارست کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې د ناټو سره د یو ځای کیدو لپاره د یوکراین هڅې ته درناوی لري خو په وینا یې، ناټو د اوس لپاره غواړي له دې هیواد سره د وسلو او د ملکي زیربناوو په بیارغولو کې مرستې وکړي.
✒️: د اسپانیا پلازمینې مادرید کې د یوکراین په سفارت کې چاودنې یو تن ټپي کړی دی.
د راپورونو له مخې چاودیدونکي توکي په یوې بسته کې ځای پر ځای شوي وو چې په سفارت کې تر پرانیستو وروسته یې انفجار کړی دی.
یوکراین د اسپانیا له حکومته غوښتي څو په دې تړاو مکملې څیړنې وکړي او ددې هیواد سفارت امنیت تامین کړي.
✒️: یونسکو د یلدا یا چلې شپه د افغانستان او ایران د گډ فرهنگي میراث په توگه ثبت کړه.
په افغانستان کې د کال تر ټولو اوږده شپه د یلدا شپې په نوم د کورنیو په یو ځای کیدو سره نمانځل کیږي.
✒️: د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس ويسټ نن جاپان، هند او متحده عربي اماراتو ته خپل سفر پيلوي. هغه په يوه ټويټ کې ويلي، د ډسمبر له لومړۍ تر ۸مې نېټې به په دغه سفر کې له خپلو متحدینو سره د بشري مرستو د دوام او په افغانستان کې د نجونو او مېرمنو د حقونو په اړه خبرې وکړي.
✒️: د چین ولسمشر شي جين پينګ په بېجینګ کې د اروپايي شورا مشر چارلیس ميشل سره په خبرو کې له سیاسي لارو د یوکراين بحران د هواري غوښتنه کړې او دا چاره یې د اسيا او اروپا د لویو وچو د بېلا بېلو هېوادونو په ګټه بللې ده.
✒️: د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر ویلي چې پولینډ غواړي د یوکراین غربي «لیفیف» سیمه غصب او خپله کړي.
«سرگي ناریشکین» ویلي پولینډ غواړي د یوکراین په غربي سیمو کې ټولپوښتنه وکړي او ورسره دغه سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي.
پولینډ په اروپا کې د امریکا تر ټولو نږدې متحد شمیرل کیږي.
✒️: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ( یوناما ) ویلي، چې افغانستان د بشري حقونو نړیواله اعلامیه تصویب کړې او ددې اعلامیې ټولو مادو ته باید درناوی ولري.
یوناما د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې د ۷۵مې کلیزې په درشل کې ویلي، ټول افغانان د کرامت، برابرۍ او ازادۍ مستحق دي.
