د حزب اسلامي افغانستان په ليسه کې د مجاهد امير حکمتيار صاحب د ترهگريز بريد د غندنې په اړه غونډه وشوه
د حضرت قیس بن سعد(رض) د عالی لیسی په انګړ کی د حزب اسلامی افغانستان په مجاهد امیر جناب حکمتیار صاحب د ترهګریز برید د غندني په اړه غونډه جوړه شوه.
شنبه د قوس د مياشتې دولسمه نیټه د سهار په نهو بجو غونډه د قاری عبدالرحیم په تلاوت پیل شوه ورپسې د نصرت مینی د ورزشکارانو د اتحادیی مسؤل عبدالقدیر حسن وینا وکړه تر دی وروسته د نصرت مینی د عامې روغتيا مسؤل داکتر عبدالواحد هلال د یادی موضوع په اړه د غونډی ګډونوالو ته خپله وینا واوروله، بیا د دولسم ټولګي شاګرد حديث الله خپل ترنم د غونډی ګډونوالو ته واورولو تر دی ورسته مشر ورور قاضي صاحب عبدالحی فقیري د حکمتیار صاحب د شخصیت په اړه د غونډی ګډونوالو ته وینا وکړه.
غونډه د غرمی په لس نیمي بجې د مولوی سمیع الله په دعایه پای ته ورسیده
د یادونی وړ ده چی نوموړی غونډه د یاد لیسی د اداری او فرهنګی کمیټی په ابتکار جوړه شوی وه او د نطاقي او سټیج چاری ددولسم ټولګي زده کوونکی قاری عزت الله صمدی په غاړه وی.
