No-IMG

محمد رسول الله او ملګري یې

لیکوال: عبدالحمید جودة السحار

ژباړن: شرر ساپی

 

 

د قیله بنت مخرمه التمیمیه زړه په اسلام ډک شوی و، راووته چې د رسول الله_ﷺ_سره وګوري، لیور يې اثوب بن ازهر ترې لورګانې اخیستې وې، یوه لور يې حدیباء په ژړا شوه، وړین کمیس يې اغوستی و، زړه يې پرې وخوږېده، ترې ویې وړه، په اوښ سپره شوه او اوښ يې تیز کړ، اثواب پسې شاته منډې کړې، توره يې راویستلې وه، نیږدې کوډلو ته يې ځان ورساوه، یوه کور ته ورننوتله چې په کې پټه شي، خو اثوب ورپسې ورورسېده، توره يې وکښلې ده، ورته په ډېر جدیت وویل:

- زما ورېره راکړه.

هغې ورکړه، په اوږو يې کینوله او لاړ.

قیله بني شیبان د خپلې خور ناکح کور ته لاړه، له ځان سره يې رسول الله_ﷺ_ته بوځي، کور کې ورسره وه، دوی ګومان کاوه چې ویده ده، اوښې يې راغی، مېرمن ته يې وویل:

- قیلې ته مې یو ريښتونې  د لارې مل پیدا کړی دی؟

- څوک دی؟

- حریث بن حسان الشیباني، د بکر بن وائل د پلاوی مشر د شرمخ په څېر غږ لرونکی

- پام کوه مه يې خبروه، د هغې سره یې کوم قومي نشته. څنګه له ده سره لاړه شي

- ما ورسره خبره کړې ده.

قیلې دا خبرې واورېدې، خپل اوښ باندې سپره شوه، په حریث بن حسان پسې ووته، پيدا یې کړ، د ګډې ملګرتيا غوښتنه يې ترې وکړه، هغه وویل:

- دا خو نعمت او عزت دی.

د رسول الله ښار ته د شوق په وزرو والوتله. حریث ريښتونی ملګری و، په ټوله لاره د الله سره په مناجات بوخت و، زړه يې له الله تعالی پرته بل لور ته نه اوښته. دواړه رسول الله_ﷺ_ته راغلل، هغه ملګرو ته د  سهار لمونځ ورکاوه، وختي و، یو بل یې له ډېرې تیارۍ څخه نه پيژندل، قیله له سړیو سره په صفت کې ودرېده، نوې مسلمانه شوې وه، دڅنګ سړي ورته وویل:

- ته ښځه يې که نر؟

- زه ښځه یم.

- ما په فتنه کې اچوې، له ښځو سره شاته ودرېږه.

ښځو ته ورغله، تر هغې ناسته وه چې لمر راوخوت، که به يې کوم مخور انسان ولیده، سترګې به یې وورغوځولې چې دا به رسول الله_ﷺ_وپ، تر دې چې  یو تن راغی، ویې ویل:

- السلام علیک یا رسول الله

- وعلیک السلام ورحمه الله

رسول الله_ﷺ_ته يې وکتل، په یوه اړخ يې تکیا کړې وه، کله چې یې رسول الله_ﷺ_په ناسته ولیده، له ویرې ولړزیده، یو ملګري يې ورته وویل:

- ای د الله رسوله بیچارګۍ ووېرېده.

رسول الله صلی الله علیه ور ونه کتل، شاته يې ناسته وه، ویې ویل:

- (السکینه علی المسکینه) په دې مسکینه دې سلامتیا وي.

کله چې رسول الله_ﷺ_دا خبره وکړه، د هغې له زړه ویره لرې شوه، حرث بن حسان الشیباني راوړاندې شو، لومړی سړی و چې له رسول الله_ﷺ_سره يې بیعت وکړ، بیا يې وویل:

- ای د الله رسوله، زموږ او د تمیم ترمنځ یو لیک ولیکه چې دوی به له دهناء څخه نه راتیریږي، یوازې مسافر او پناه غوښتونکي کولی شي.

- ای غلامه ورته يې ولیکه.

کله چې قیلې ولیده چې رسول الله_ﷺ_د لیکلو امر وکړ، دا د تمیم له قبیلې څحه وه، سخته وارخطا شوه، دهناء خو د دې وطن او کور دی. ویې ویل:

- ای د الله رسوله،  ده درنه د هوارې ځمکې غوښتنه نه ده کړې، دا خو دهناء دشته ده، د اوښانو د تړولو او میږو د پيلو سیمه ده، د بني تمیم ښځې او بچي په کې میږې پيایی او اوښان په کې ساتي.

رسول الله_ﷺ_وویل:

- مه یې لیکه، دې بیچارګۍ رښیتا وویل، مسلمان د مسلمان ورور دی، په اوبو او ونه کې شریک دی. دواړه د شیطان په مقابل کې دي

کله چې حریث پوه شو چې لیک يې ترلاسه نه کړ، ویې ویل:

- زه او ته داسې یو لکه په یو متل کې چې وايي: مرګ يې په خپلو پښو کې بار کړی و.( دا عربي متل دی، یو سړي ګډ حلالوو خو چاړه ورسره نه وه، نو ګډ لغتي شروع کړي، د پښو لاندې یې چاړه راووتله)

حریث ته یې وویل:

- په خدای چې په تیاره کې مې ښه لارښود وې، سخي وي، عفیف وې، تر دې چې رسول الله_ﷺ_ته راورسېدو، خو ما په هغه څه کې مه پړه کوه چې خپله برخه غواړم، تا خپله برخه وغوښته.

- خواره شې په دهناء کې ستا د څه شي برخه ده.

- زما د اوښ د تړولو پر ځای د خپلې میرمن اوښ تړې.

- هیڅ خبره نشته، زه رسول الله په دې ګواه نیسم چې تر څو ژوندی یم، خو دغه لیک ته يې پرېږده.

هغې وویل:

- اوس چې مې خبره ښکاره کړه، نو د لاسه يې نه ورکوم.

رسول الله_ﷺ_وویل:

- که یې د زوی سره بې عدالتي وشي او هغه له خپله ځانه دفاع وکړي نو څه ملامته دی.

د زوی د نوم په اوریدو د قیله احساسات طوفاني شول، زوی یې وریاد شو، سخت یې وژړل، بیا يې وویل:

- ای د الله رسوله حزام زوی مې و، په ربذه کې یې له تاسره جګړه وکړه، بیا خیبر ته لاړ چې کجورې واخلي، د خیبر تبې ونیوه او مړ شو.

رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته ورته وويل:

- كه ته بېچاره نه وای، ما به پړمخې راکش کړی وای، یو له تاسې چې د خپل محبوب سره په دنیا کې نیک او ښه زوند وکړي خو کله چې مړ شي، باید صبر وکړي، بیا دا دعا ووايي: ای ربه ماته صبر راکړئ په هغه څه چې تېر شول او مرسته راسره وکړې، په هغه څه چې پاتې دي، سوګند په په هغه ذات چې زما نفس د هغه په واک دی، یو له تاسې چې ژاړي نو مړی هم ورسره ژاړي. بیا يې قیله ته د سرې څرمنې په يو ټوټه ولیکل: (( د قیلې او د قیلې د لورګانو لپاره، په حق کې به ورسره ظلم نه کیږي، په واده به نه اړیستل کیږي، هر مومن به يې مرستندوی وي، ښه وکړئ او بد مه کوئ)).

د پلاو کال ۱۶ ټوک

لیکوال: عبدالحمید جودة السحار

ژباړن: شرر ساپی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک