No-IMG

ای لورې ماسره مینه لرې

رسول الله_ﷺ_د ماښام او ماسخوتن لمونځ وکړ، بیا د خپلو مېرمنو په کورونو راستون شو، د سوده بنت زمعې کور ته ورننوت، له کومې ورځې نه چې ورسره رسول الله_ﷺ_واده کړی دی، یوازې هیله يې دا ده چې د قیامت په ورځ د رسول الله_ﷺ_په بیبیانو کې راپورته شي.

رسول الله_ﷺ_ورسره د تعزیت د ورکولو په موخه وروسته له هغې واده وکړ چې میړه يې او د تره زوی یې السکران بن عمرو په حبشه کې مړ شو، ښایسته نه وه، نه پېغله وه، فقط یوازې وه، مسلمانانو هیڅکله یوه مومنه مېرمن تنها نه پرېښوده، ډېرې میرمنې اصحابو کرامو د هغوی د صیانت، حفاظت او ساتنې په خاطر وکړې.

زمعې به هڅه کوله چې رسول الله_ﷺ_خوشاله وساتي، هغه وخت به يې له خوښۍ وزرې وکړې چې د رسول الله_ﷺ_په شونډو به يې موسکا ولیده. تل به يې هغه کار کاوه چې د رسول الله_ﷺ_د رضایت او خوښۍ سبب به ګرځېده، کله چې په دې پوهه شوه چې د ابوبکر لور عائشه رسول الله_ﷺ_ته له ټولو بیبیانو څخه ګرانه ده او دا خپله د زړښت په درشل ولاړه ده، نو خپل عظیم خاوند ته يې وویل:

- زه مې خپله شپه عائشې ته ډالۍ کوم.

د عائشې کور ته ورغی، خوږې مېرمنې یې په ريښتونې توګه د زړه په مینه ګرم استقبال وکړ، دا يې ماضي، حاضر او مستقبل دی، که يې د جبیر بن المطعم بن عدی له زوی سره واده کړی وی، نو اوس به یې دغه ستر مقام لرلای؟! خو له رسول الله_ﷺ_سره يې په واده دغه ستر مقام تر لاسه کړ او د مومنانو مور شوه.

هغه ورځ نه شي هېرولی چې مور يې ام رومان په کې مړه شوه، رسول الله_ﷺ_ډېر ښه تعزیت ورکړ، د خپلې عاطفې او مینې کلا يې د عائشې له پلار  ابوبکر نه تاو کړه، په دې يې هم بسنه ونه کړه، قبر ته يې ورکوز شو، د هغې لپاره يې له الله تعالی نه بخښنه او استغفار وغوښت، ويې یل:

- ای الله له تا څخه ستا او ستا د رسول په لاره کې د ام رمان هڅې پټې نه دي.

هغه ورځ بلکې، هغه شيبه يې هيڅ نه هیریږي، رسول الله_ﷺ_یې کور ته ورغی، د انصارو سړي او مېرمنې ورته راټول شوي دي، مور يې ورغله، دا په ټال کې ناسته وه، راکوزه یې کړه، ويښتان يې ورګومنځ کړل، مخ يې ورته په اوبو پاک کړ، بیا يې له ځان سره راروانه کړه، کله چې دروازې ته رانیږدې شوه، زړه یې ودرزېده، بیا يې رسول الله_ﷺ_ته ورننویسته، رسول الله_ﷺ_په کټ کې ناست و، د هغه په غېږه کې یې کینوله، ورته يې وویل:

- دا دې کورنۍ ده، الله تعالې دې تاته برکتي کړي او الله تعالی دې ورته تا برکتي کړي.

له هم هغې ورځې راهیسې  يې له رسول الله_ﷺ_څخه دومره څه زده کړل چې مسلمانانو ترې خپل نیمايي دین زده کړ، مسلمانان له رسول الله_ﷺ_سره د عائشې په مینه پوهېدل، نو دوی به ورته ډالۍ ورلیږلې، دې ډالیو د رسول الله_ﷺ_د نورو مېرمنو په زړونو کې د بنتوب غریزه راوپاروله، نو له زهراء نه يې هیله وکړه چې خپل پلار سره  په دې مورد خبرې وکړي، هغه خپل عظیم پلار ته ورغله، ورته یې وویل:

- ای پلاره، مېرمنو دې درته راولېږلم، هغوی د ابو قحافه د لور په اړه د عدالت غوښتنه کوي.

- ای لورې، ماسره مینه لرې؟

- بلې، پلار جانه.

- نو له عائشې سره هم مینه ولره.

فاطمې له دې وروسته هیڅ هڅه ونه کړه چې  خپل پلار د عائشې په اړه وزوروي.

خلک لګیا دي، د عائشې د نوبت په ورځ باندې رسول الله_ﷺ_ته ډالۍ ورکوي، نو د نبي_ﷺ_مېرمنې ام سلمه ته راټولې شوې، ورته یې وویل:

- ام سلمه، په خدای چې دا خلک ډالۍ د عائشې ورځې ته ساتي، موږ هم د عائشې په څېر خير ښېګڼه غواړو، نو رسول الله_ﷺ_ته ووایه چې خلک دې ډالۍ په هر ځای او هر کور کې ورکړي.

ام سلمې رسول الله_ﷺ_ته د مېرمنو پيغام ورساوه، رسول الله_ﷺ_ترې مخ واړاوه، دوهم ځل يې بیا ورته وویل، هغه ترې بیا مخ وګرځاوه، په دریم يې بیا ورته وویل، نو رسول الله_ﷺ_ورته وویل:

- ای ام سلمه د عائشې په حق کې مې مه زوروه، په ما باندې د عائشې له کور پرته د بلې مېرمنې په کور کې وحې نه ده نازله شوې.

رسول الله_ﷺ_د حفصې بنت عمر کور ته ورننوت، دا يې وروسته له هغې په نکاح کړه چې میړه يې خنیس بن حذافه د احد په ورځ مړ شو، څو يې د عمر ترمنځ د خپلوۍ اړیکي داسې شي، لکه د ابوبکر ترمنځ چې ده، ده د خپلو دوه وزیرانو لورګانې وکړې.

په حفصه کې د عائشې په څېر نرمي نه وه، نه ښایسته وه، یو څه جدیت په کې و، عمر به احساسوله چې رسول الله_ﷺ_د ده د درناوي په خاطر تحمل کړې ده، یوه ورځ يې ورته وویل:

- په خدای زه ښه پوهیږم چې رسول الله_ﷺ_درسره مینه نه لري، که زه نه وای، ته به يې وختي طلاقه کړې وای!

رسول الله_ﷺ_ام سلمه بنت زاد الرکب ته ورغی، دا د عبدالله بن الاسد بن هلال المخزومي مېرمن وه، د رسول الله_ﷺ_د توړۍ بره بنت عبدالمطلب لور وه، ورور ته يې د ابولهب وینځې ثویبه شېدې ورکړې وې.

حبشې ته یې هجرت کړی و، سلمه زوی یې وزيږاوه، مدینې ته يې هم هجرت وکړ، د احد په غزا کې ابو سلمه ټپي شو، بیا يې بېرته ټپونه ورغلل، رسول الله_ﷺ_د بني اسد غزا ته ولیږه، بېرته يې ټپونه راوپارېدل، ابوسلمه یې مدینې ته راوړه، په مدینه کې له همدې ټپونو ومړ، ام سلمه ترې کونډه پاتې شوه.

کله چې ابوسلمه مړ شو، رسول الله_ﷺ_ورته وویل:

- له الله تعالی نه غوښتنه وکړه چې په مصیبت اجر درکړي او ښه خلف در نصیب کړي.

- له ابوسلمه نه به څوک ښه وي؟

کله چې د ام سلمه د عدت موده تېره شوه، رسول الله_ﷺ_پسې حاطب بن ابي بلتعه جرګه ورولیږه، حاطب چې ورغی، ام سلمه ورته وویل:

- رسول الله ته ښه راغلاست وایم، خو زه یوه داسې مېرمن یم چې عمر مې خوړلی دی، زه د یتیمانو مور یم او زه ډېره زیاته غیرتمنه یم.

رسول الله_ﷺ_استازی ورولیږه، ورته يې وویل:

- که ته وايي چې بوډۍ يې، نو زه له تا مشر یم او د بنتوب کوم احساس چې لرې، نو الله تعالی به يې درنه لرې کړې، بچي دې په الله او د هغه په رسول وسپاره.

زینب بنت ام سلمه د رسول الله_ﷺ_په پاملرنه کې رالویه شوه، د خپلې زمانې تر ټولو فقیهه مېرمن وه، د سلمی زوی ته یې د شهیدانو د سالار او د الله د زمري لور سلمه وکړه.

د ام سلمه زوی ته يې سلمه په یوه میچن، يوه غوري او د وښو په یوه توشک واده کړه، د ټولو قیمت لس درهمه و، د مسکینانو د مور زینب کور ته يې ننویستله، زینب په دې وخت کې وفات شوې وه، په یوه کوزه کې لږې وربشې پرتې وې، په کو کې یوه میچن، یو دیګ او یوه څرمن وه، دا وربشې يې واخیستې، بیا یې وړه کړې، بیا يې په ډبرین دیګ کې پخې کړې، دا د واده په شپه د رسول الله_ﷺ_او د هغې د ناوې خواړه و.

ام سلمه بنت زادالرکب د پلار په کور کې شتمن ژوند کاوه، کله چې مسلمانه شوه، هره ارامتیا يې د خپل ضمیر له ارمتیا قربان کړه، حبشې ته يې هجرت وکړ، بیا مدینې ته مهاجره شوه، په خپل ژوند ډېره خوښه ده، بیا د رسول الله_ﷺ_مېرمن شوه. په یوه متواضع کوټه کې ژوند کوي، د کوټې ټول سامان له لسو درهمونو څخه نه اوړي، خو د زړه په ژورو کې يې احساسوله چې ټوله دنیا او د اخرت نعمتونه ورسره دي.

زینب بنت جحش کور ته ورغی، هغه په لمانځه کې ډوبه ده، عابده مېرمن وه، په یتمیانو او کونډو يې پاملرنه کوله. مخکې د زید مېرمن وه، اشرافو دا نه منله چې دوی دې خپلې لورګانې مریانو ته ورکړي. اسلام غوښتل چې دا جاهلي نعره په ستونې کې وچه کړي.

د عربانو اشرافو به له هغو مېرمنو ځان ساته چې له مریانو سره به یې ودونه کړي و، اسلام غوښتل چې دغه ناوړه دود ته د پای ټکی کیږدي، اعلان وکړي چې ټول خلک یو شان دي، ټول له آدم څخه پيدا دي، عربي په عجمي فضیلت نه لري، د فضیلت معیار یوازې او یوازې تقوا ده، نو محمد_ﷺ_له خپلې دې ترلې سره د زید له طلاقولو وروسته واده وکړي.

رسول الله_ﷺ_ورپسې زید د جرګې لپاره ورولیږه، هغه دروازې ته شاه کړه ويې ویل:

- ای زینبې، رسول الله_ﷺ_درته رالیږلی یم، هغه دې یادوي.

- تر هغې هیڅ هم نه شم کولای څو مې رب راته امر نه وي کړی،

نو الله تعالی وحې وکړه: ﱡوَإِذْ تَقُولُ لِلَّذِي أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَأَنْعَمْتَ عَلَيْهِ أَمْسِكْ عَلَيْكَ زَوْجَكَ وَاتَّقِ اللَّهَ وَتُخْفِي فِي نَفْسِكَ مَا اللَّهُ مُبْدِيهِ وَتَخْشَى النَّاسَ وَاللَّهُ أَحَقُّ أَنْ تَخْشَاهُ فَلَمَّا قَضَى زَيْدٌ مِنْهَا وَطَرًا زَوَّجْنَاكَهَا لِكَيْ لَا يَكُونَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ حَرَجٌ فِي أَزْوَاجِ أَدْعِيَائِهِمْ إِذَا قَضَوْا مِنْهُنَّ وَطَرًا وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ مَفْعُولًا ﱠ( ) « او (یاد کړه ای نبي!) کله چې تا هغه کس ته چې الله په هغه انعام کړی و او تا (هم) په هغه (په ازادولو سره) انعام کړی و، ؛ ویل: ته خپله ښځه له ځان سره وساته او له الله نه ووېرېږه او تا هغه خبره په زړه کې پټوله چې الله د هغې ښکاره کونکی و او ته له خلکو نه وېرېدلې او الله زت حق دار دی چې ته له هغه وويرېږئ، نو کله چې زید له هغې نه غرض(حاجت) پوره کړ(نو) موږ هغه تاته په نکاح کړه، د دې لپاره چې په مومنانو باندې د خپلو په زامنو بلل شويو په ښځو کې څه سختي نه وي، کله چې دغه (په زامنو بلل شوي) له دغه (ښځو) نه حاجت پوره کړي او د الله کار ادا کړی شوی دی».  نو په نورو مېرمنو به یې ویاړ کاوه او ویل به یې:

- الله تعالی مې نکاح له هغه سره د اوه اسمانونو له پاسه تړلې ده.

زینب دا ورځ نه شي هیرولی، ښه يې په یاد دي چې په دې ورځ د حجاب ایات نازل شو، رسول الله_ﷺ_خلک راوغوښتل، ډوډۍ يې ورکړه، رسول الله_ﷺ_د پاڅېدو تیاری ونیوه، خو څوک له ځايه پورته نه شول، کله چې يې دوی ولیدل، راپورته شوو، ځينې خلک ورسره راپورته شول، درې کسان پاتې شول، رسول الله_ﷺ_چې بېرته راغی، دوی هم هغه شان ناست وو، نو الله تعالی وحې وکړه: ﱡ  يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتَ النَّبِيِّ إِلَّا أَنْ يُؤْذَنَ لَكُمْ إِلَى طَعَامٍ غَيْرَ نَاظِرِينَ إِنَاهُ وَلَكِنْ إِذَا دُعِيتُمْ فَادْخُلُوا فَإِذَا طَعِمْتُمْ فَانْتَشِرُوا وَلَا مُسْتَأْنِسِينَ لِحَدِيثٍ إِنَّ ذَلِكُمْ كَانَ يُؤْذِي النَّبِيَّ فَيَسْتَحْيِي مِنْكُمْ وَاللَّهُ لَا يَسْتَحْيِي مِنَ الْحَقِّ وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ ذَلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ وَمَا كَانَ لَكُمْ أَنْ تُؤْذُوا رَسُولَ اللَّهِ وَلَا أَنْ تَنْكِحُوا أَزْوَاجَهُ مِنْ بَعْدِهِ أَبَدًا إِنَّ ذَلِكُمْ كَانَ عِنْدَ اللَّهِ عَظِيمًا (53) إِنْ تُبْدُوا شَيْئًا أَوْ تُخْفُوهُ فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا (54) لَا جُنَاحَ عَلَيْهِنَّ فِي آَبَائِهِنَّ وَلَا أَبْنَائِهِنَّ وَلَا إِخْوَانِهِنَّ وَلَا أَبْنَاءِ إِخْوَانِهِنَّ وَلَا أَبْنَاءِ أَخَوَاتِهِنَّ وَلَا نِسَائِهِنَّ وَلَا مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ وَاتَّقِينَ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدًا (55 ﱠ( ) «ای هغو کسانو چې ایمان يې راوړی دی! تاسې ته چې طعام ته اجازه درکړی شي، په داسې حال کې چې د هغه (طعام) پخلي ته انتظار کوونکي نه يې او لیکن کله چې تاسو وبلل شئ، نو ننوځئ، بیا چې کله طعام وخورئ، نو خواره شئ او نه دا چې په خبرو سره د زړه خوشالونکي یې: بېشکه دغه کار نبي ته تکلیف رسوي، نو هغه له تاسو نه حیا کوي او الله د حقې خبرې نه حیا نه کوي او کله چې تاسې له دغه (پاکوبیبیانو) څخه سامان غواړئ، چې تاسې له پردې نه د باندې يې. دا(کار) ستاسې او د هغوی زړونو لره ډېر پاک ساتونکی(کار) دی، تاسو ته روا نه دي چې تاسو د د الله د رسول ته تکلیف ورسوئ، نه دا چې تاسې د هغه له ښځو سره له هغه نه پس نکاح وکړئ، بېشکه دغه کار د الله په نزد ډېر لوی جرم دی، که چېرې تاسو کوم شی څرګند کړئ، یا هغه پټ کړئ، نو بېشکه الله په هر شي باندې ښه عالم دی. په دغه ښځو باندې د خپلو پلرونو، زامنو، ورڼو، ورېرونو، خورینو او د خپلو ښځو سره(په مخامخېدو او راتلو) کې هيڅ ګناه نشته، نه  په هغو (وېنځو مریانو) په (مخامخېدو او راتلو) کې ګناه شته چې د دغو (ښځو) ښې لاسونه يې مالکان شوي دي او (ای ښځو) تاسو له الله نه ووېرېږئ، بېشکه الله په هر شي باندې ښه ګواه دي».

رسول الله_ﷺ_زید په زوی ولۍ نیولی و، خلکو به ورته د محمد زوی وایه، نو منافقانو په دې اړه خبرې وکړې، ویې ویل:

- محمد د بچو مېرمنې حرامې کړي او خپله يې د خپل زوی مېرمن په نکاح کړه.

نو الله تعالی وحې وکړه: ﱡادْعُوهُمْ لِآَبَائِهِمْ هُوَ أَقْسَطُ عِنْدَ اللَّهِ فَإِنْ لَمْ تَعْلَمُوا آَبَاءَهُمْ فَإِخْوَانُكُمْ فِي الدِّينِ وَمَوَالِيكُمْ وَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ فِيمَا أَخْطَأْتُمْ بِهِ وَلَكِنْ مَا تَعَمَّدَتْ قُلُوبُكُمْ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا (5) ﱠ( ) «تاسو دغه(په زامنو بلل شوي) د هغوی پلرونو ته منسوب کړئ، دغه(کار) د الله په نزد د انصاف والا دی، نو که تاسو د هغوی پلرونه نه پېژنئ، نو دوی په دین کې ستاسې وروڼه دي او ستاسې دوستان دي او په تاسې په هغه شي کې هیڅ ګناه نشته چې تاسې په کې تېروځئ، خو د هغه (کار) ګناه شته دی چې ستاسې زړونه د هغه د قصد(اراده) وکړي او الله له ازله ډېر بخښونکی، بې حده مهربان دی.

ﱡ مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِنْ رِجَالِكُمْ وَلَكِنْ رَسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا ﱠ( ) «محمد ستاسې د هیڅ یو سړی پلار نه دی، مګر د الله رسول او خاتم النبیین دی، بې شکه الله تعالی په هر شي باندې عالم دی. همدارنګه الله تعالی وحې کړه»: 

رسول الله_ﷺ_به د زینب په اړه ویل:

- هغه (اواهه) ده.

یو سړي پوښتنه وکړه:

- (اواهه) څه شی دی؟

- خاکساره او له الله نه ویریدونکی.

عائشې به د هغې په اړه ویل:

- هغې به له ماسره په مقام کې د رسول الله_ﷺ_په وړاندې ځان برابرواه، ما په خپل ژوند کې له زینب څخه په دین کې غوره، په خبرو کې ریښتونی، خپلويپال او صدقه ورکونکی بل شخص هیڅکله نه دی لیدلی.

د جویرې بنت الحارث کور ته ورغی، جویرې یو ډول خوږلني لرله، که به چا ولیدله په لیدو به یې حیران شو، دا په بني المصطلق جګړه کې بندۍ شوه، د ثابت بن قیس په برخه ورسېده، له هغې سره یې مکاتبه وکړه، دا يې ښه وګڼله چې په دې مکاتبه کې له رسول الله_ﷺ_نه مرسته وغواړي، ورغله، هغه د عائشې په کېږدۍ کې و، ویې ویل:

- ای د الله رسوله، زه د خپل د مشر حارث بن ضرار لور یم، له تانه پټه نه ده چې په کوم مصیبت کې راګېره شوې یم، زه د ثابت بن قیس په برخه رسېدلې یم، ما ورسره مکاتبه وکړه، تاته راغلې یم چې راسره مرسته وکړې.

- له دې غوره او خیر کار ته دې اراده نه شته؟

- ای د الله رسوله او هغه کوم کار دی؟

- ستا مکاتبه به زه خلاصه کړه او په نکاح به دې کړم.

- ای د الله رسوله، قبوله مې ده.

- ما په نکاح کړې.

خلکو ته د بنی المصطلق د قوم د مشر له لور جویره سره د رسول الله_ﷺ_د نکاح خبر ورسېده، نو دوی د بني المصطلق ټول بندیان ازاد کړل. ويې ویل:

- دا خو د رسول الله_ﷺ_خسرګنۍ شوه.

د رسول الله_ﷺ_کور ته ننوتله، هیڅ یوه مېرمنه د دې غوندې د خپل قوم په خیر او برکت تمامه نه شوه، له رسول الله_ﷺ_سره يې په واده د بنی المصطلق سل کورنۍ وژغورلې.

د ریحانې بنت یزید خوا ته ورغی، دا د بني نضیر له قبیلې څخه وه، له ده مخکې د بني قریظ د یو تن الحکم مېرمن وه، ښایسته وه، د بنی قریظه په بندیانو کې وه، رسول الله_ﷺ_د اسلام او په خپل دین د پاتې کېدو واک ورکړ، هغې اسلام ومانه، نو ازاده يې کړه، واده يې ورسره وکړ، دولس اوقیه سره  یې په مهر کې ورکړل.

ډولۍ یې د ام المنذر سلمی بنت قیس النجاریه کور ته وروړل شوه، رسول الله_ﷺ_په همدې کور کې و،  په رسول الله_ﷺ_یې ډېر زیات غیرت کاوه، غیرت يې د بنتوب وروستي حد ته ورسېده، نو هغه طلاقه کړه، دې ډېر وژړل، رسول الله_ﷺ_ورته رجعت وکړ.

«««

رسول الله_ﷺ_د ام حبیبې بنت ابو سفیان کور ته ورغی، دا د عثمان بن عفان د توړۍ لور وه، له خپل خاوند عبیدالله بن جحش سره یې حبشې ته په دوهم هجرت کې ګډون کړی و، یوه لور یې وزېږوله.

عبیدالله بن جحش نصراني شو، دا په خپل اسلام ټينګه پاتې شوه، رسول الله_ﷺ_عمروبن امیه الضمري نجاشي ته ورولېږه، هغه ورته په نکاح کړه، نجاشي د رسول الله_ﷺ_له خوا پ مهر کې څلور سوه دیناره ورکړل، نجاشي تیاره کړه بیا یې له شرحبیل بن حسنه سره ولېږله.

ام حبیبه خوشاله وه، ډاډه وه، د الله شکر به يې ویسته چې د ده پلار ابوسفیان ته یې هدایت وکړ، د مکې له فتحې مخکې به له ویرې رپېدله چې د بني امیه مشر به کافر مړ شي، لکه څنګه چې د مخزومیانو، وائلیانو او عبد شمسیانو مشران په کفر مړه شوي دي.

صفیه يې په خپله کور کې ولیدله؛ دا د حیی بن اخطب لور وه، حیی د بني النضیر مشر و، د بني قریظه سره یو ځای ووژل شو، مخکې د سلام بن مشکم مېرمن وه، بیا د کنانه بن ابي الحقیق مېرمن شوه، هغه په خیبر کې ووژل شو، کله چې رسول الله_ﷺ_د خیبر بندیانې راټولې کړې، رسول الله_ﷺ_ته دحیه الکلبي ورغی، ورته یې وویل:

- ای د الله رسوله، ماته یوه وینځه راکړه.

- لاړ شه او یوه واخله.

هغه صفیه واخیسته، رسول الله_ﷺ_ته وویل شول:

- ای د الله رسوله، دا د بني قریظه او بني النضیر د مشر لور ده، یوازې ستا لپاره مناسبه ده، نو رسول الله_ﷺ_ورته وویل:

- لاړ شه بله وینځه واخله.

محجبه یې کړه، ام سلیم سینګار کړه، رسول الله_ﷺ_ته یې ورکړه، د کجورو او وچې حلوا مېلمستیا يې خلکو ته ورکړه.

رسول الله_ﷺ_يې په مخ کې یو داغ ولیده، پوښتنه يې ترې وکړه، هغې وویل:

- خوب مې ولیده چې سپوږمۍ مې په غېږه کې راپریوځي، دا خوب مې خپل خاوند کنانه ته ووایه، زه يې یوه قوي څپېړه ووهلم، داغ يې اوس هم پاتې دی او راته یې وویل: تا د عربانو په کوم ملک پسې غاړه کږه کړې ده.

صفیه هوښیاره او فاضله مېرمن وه، رسول الله_ﷺ_یوه ورځ ورننوت او هغې ژړل، هغه ترې د ژړا د لامل پوښتنه وکړه، هغې وویل:

- زه خبره شوم چې عائشه او صفیه دواړه ما باندې لګیږی دواړه وايي، موږ له صفیې نه غور یاستو، موږ د رسول الله_ﷺ_د کاکا لورګانې یو.

- دواړو ته ووایه: تاسې څنګه له ما غوره یاستې، زما پلار هارون، کاکا مې موسی علیهما الصلاه دي او خاوند مې محمد دی؟

***

د خپلو مېرمنو کورونه یې پرېښودل او د ام ابرهیم خوا ته روان شو. مصري ماریه ورته سترګې په لار وه، په رسول الله_ﷺ_ګرانه وه، سپينه او ښایسته وه، د هغې ليدو به ورته پلار ابراهیم وریاداوه، مصرۍ هاجره او اسماعیل به یې وریاداوه چې د مصریانو او عربانو ترمنځ یې د خپلوۍ پل وتاړه.

خوږ ابراهیم هم هلته و، خوږ زړه یې د هغه په مینه رپېده، ماضي به وریادېدله، خواشینی به شو.

غلام يې ابورافع ابراهیم په غاړه راړولی دی، مسجد ته راغی، اسامه بن ید، حسن، حسین، حبیبه او امیمې ورمنډې کړې، هر یو هڅه کوي چې ترې وایې اخلي، دا ورسره لوبي کوي، هغه يې خندوي، دا بل يې ښکلوي، ټول ورته په مینه غږونه کوي. دا هغه انساني تصویر و چې د ده د زړه تارونه یې شرنګول، د زړه له خزانو یې د مینې چینې بهولې.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک