No-IMG

امریکا له افغانستان څخه د بشپړ وتلو اراده نلري

له نن څخه څو میاشتې وړاندي ټولګي کې یو محصل پوښتنه وکړه چې آیا آمريکایان  له افغانستان څخه وزي.

ما ویل وزي اما په بشپړه توګه نه، نظامي حضور او لګښتونه کموي اما د خپل شل کلن نظامي حضور په دوام هرو مرو خپل استخباراتي او محدود نظامي حضور ساتي او امریکا خپل دغسې شتون توجیه کولای او پر مقابل اړخ منلای هم شي، د بېلګې په توګه امریکا کولای شي د خپل سفارت د ساتنې په نوم هم زرګونه سرتیري او د اړتیا وړ ټول امکانات او تاسیسات توجیه کړي.

نن پنټاګون کټ مټ همدغه ستراتیژي اعلان کړه؛ نور امریکا له مالي او ځاني زيان پرته په افغانستان کې خپل حضور ساتي او د خپلو سيمه ییزو سیالیو د مهارولو او سیادت ساتلو موخې پالي.

يادونه: په کابل کې د امریکا سفارت د جوړښت او تشکيل له مخې د نړۍ ترټولو ستر او پيچلی سفارت دی او د زرګونو کارکونکو(دپلوماتیک، اداري، فني، خدماتي پرسونل) په لرلو سره زما په نظر ترخپل مناسب حد سل ځله لوی سفارت دی،لذا کله چې د یو سفارت لپاره زرګونه تنه پرسونل توجیه کیدلای شي؛ د زرګونو ساتونکو او پوځي امکاناتو توجیه کیدل يې بالکل شوني دي.

امریکایان وزي اما د شر او فساد ځاله روغه او تر پخوا پیاوړې پریږدي.

د باګرام تخلیه ښه زیری دی اما د ډیرو د نظر خلاف د اشغال پای نشي ګڼل کیدای.

وګورو چې د امارت غبرګون څه دی؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک