موږ نن له یو نړیوال او رښتوني مفکر څخه بې برخې شوو
1396 کال وو، د لويې جرګې په خېمه کې د حزب اسلامي ملي کنګره راغوښتل شوې وه او ماهم پکې غړيتوب درلود.
د صالون په وې آی پي برخه کې موږ ته مخامخ د حزب او هېواد مطرح شخصیتونه ناست وو چې یو پکې محقق جهاني وو او که څه هم تردې وړاندي مې يې نوم اوریدلی وو اما دا لومړی ځل وو چې ومې لید او لومړی ځل وو چې پر دریځ يې د خبرو له اوریدو برخمن شوم.
محقق پر ډیر پراخ او څو اړخیز محور وږغید، له دین وږغید، له ادبیاتو وږغید، تاریخي يادداشتونه يې شریک کړل، شعرونه يې وویل او له دې ټولو زوایاوو يې پر سیاست نظر اندازي وکړه او اغلبا په وجیزه اي اما ډیر ژور تیوریکي او فرا نظري انداز کې.
ما هماغه ورځ ومنل چې جهاني واقعا جهاني او نړیوال دی، هغه له اقبال، مودودي، سیدینو(سید جمال الدین او سید قطب) تر حکمتیاره د اسلامي نړۍ د مطرحو او متنازع شخصیتونو پیژندونکی وو او په دې لړ کې جالبه داوه چې هغه د افغان سید اسلامي ويښتابه، د سید قطب اسلامي بنسټپالنه، د اقبال ادب او سیاست ، د مودودي اسلامي سیاست سره پرتله کړي او په یو ډول سره جمع او تفریق کړي وو او اوسمهال يې دا هرڅه د حکمتیار په وجود کې لیدل او په هماغه ورځ يې ما له خبرو همداسي جاج واخيست.
څه موده وړاندي مې د پوهنې په وزارت کې ولید، له چامې پوښتنه وکړه چې معین صاحب اوس هم دلته دنده لری؟ په جواب کې يې راته وویل: نخیر؛ هغه دلته یوه درسي حلقه لري او په ورځني ډول تدریس ته حاضريږي.
هغه په علم او پوهه مین وو اما پدبختي داوه چې دغه نړيوال او څو اړخیز شخصیت په بدبخت افغانستان کې او د نړۍ د درېیم مفکر په حکومت کې د نصاب له معینیته وشړل شو او پرځای يې مرجان متین وټاکل شوه.
موږ نن له یو نړیوال او رښتوني مفکر څخه بې برخې شوو.
الله دې پرې خپل ځانګړي رحمتونه ولوروي او اوچتې درجې دې ورکړي.
انالله و انا الیه راجعون
