امریکا له سیمې د وتلو اراده نلري؛ ممکن سیمه ییز جیپولټیک ته بدلون ورکړي
امریکا له سیمې د وتلو اراده نلري؛ اما د یو لړ مجبوریتونو او مصلحتونو له مخې ممکن سیمه ییز جیپولټیک ته بدلون ورکړي
د سړې جګړې له پایته رسیدلو سره سم په نړیوالو اړیکو کې د نظریو تعدد او تکثر زیات شو او اغلباً د نظریو د تعدد په اندازه تعارضات هم مطرح او پیچلي شول. د فوکویاما د انډيزم/ د تاریخ د پای نظریه د مدنیتونو د ټکر په تیورۍ سره وننګیدله او په همدې ترتیب د تمدنونو د ټکر نظریې د نړیوالتوب/ نړیوال کیدلو تیوري هم د مقبولیت او اهمیت له هسکه را کوزه کړه او په دې توګه د تمدنونو د ټکر تیوري د شلمې میلادي پیړۍ د وروستنیو کلونو او د یوېشتمې پیړۍ د لومړۍ او دوهمې لسیزي په مهال د لویدیځ لپاره د پام او اندیښنې وړ تیوري وه او لاهم د لویدیځ د سیاستونو لپاره نظري مبانۍ چمتو کوي.
د تمدنونو د ټکر تیوري پخپل نفس کې دوه برخو ته ویشل کیږي یا داچې د واقعیت او تجویز د دوه اړخونو لرونکې ده. هانتینګتون دا واقعیت چې نړۍ په مختلفو تمدنونو ویشل شوې او اساساً له دې وروسته ټکرونه او جګړې نه اقتصادي او نه هم ایډیولوژیکي بلکه تمدني او ثقافتي دي او په دې ترڅ کې د نړۍ د مختلفو مدنیتونو له منځه لویدیځ / لیبرال دموکراټ تمدن د نړۍ پر سیاست، اقتصاد او پوځي نظم او منابعو باندي خیټه اچولې ده او له همدې کبله او تر دې ور وړاندي د تمدني درځونو او تضادونو له امله د نړۍ تمدني ویش حتمي دی او په دې معرکه کې ممکن غیر لویدیځ تمدنونه د لویدیځ تمدن پر وړاندي د اتحاد لاره هم ونیسي، تر دې ځایه هانتینګتون له واقعیتونو خبره کوي اما تر دې وروسته امریکا او اروپا ته د یو لړ جدي خطرونو خبردارۍ او پر وړاندي یې د څه کولو او څه کیدلو؟ تجویزونه او سپارښتنې وړاندي کوي.
لویدیځ تمدن چې د تدین په باب کې پر مسیحیت تکیه لري اما په واقعیت کې د دې تمدن اعتقادي بنسټونه ډیر پخوا وراسته شوي وو او په دې توګه تدین د علمانیت/ سکولاریزم یا هم مطلق الحاد په وړاندي ماته خوړلې وه د تدین له اړخه یې تر بل هر تمدن زیات له اسلامه ویره لرله/لري او په دې تړوا د امریکا او اروپا د سیاسي او نظامي مشرانو له لوري شوې څرګندونې او د هغوی رسمي پالیسۍ او سیاستونه زموږ ادعا ثابتوي کوم چې دلته پرې مزید بحث نشو کولای. دا چې منځنی ختیځ د اسلامي نړۍ د مرکزیت له پاسه د نړۍ د سیاستونو زړه هم دی؛ نو ځکه باید منځنۍ ختیځ د تروریزم او تهدید د جیپولټیک په توګه تعریف شوی وای ترڅو د امریکا او ناټو لپاره پکې د نظامي او سیاسي مداخلې او حضور پراخ او پرانیستی مجال منځته راغلی وای؛ نو له همدې کبله عراق او افغانستان د تروریزم د مرکزونو په نامه تعریف او وروسته ورسره هغسي چلند وشو. د دې له پاسه دا چې افغانستان د منځني ختیځ(اسلامي نړۍ) چین (کنفسیوس) او روسیې (اسلاو ـ آرتودکس) په څير درۍ مهم مدنیتونه او د سیاسي او اقتصادي ځواک مرکزونه یو له بله نښلوي او لویدیځه نړۍ په قطعي او جدي طور دې موضوع ته پام ساتي او په اړه یې اندیښنه او ویره لري (اما هیڅکله خپله دغه ویره او د ضعف ټکی نه روښانه کوي) لذا په افغانستان کې د هغوی شتون یوه لازمي چاره وه.
اما دا چې د ټرمپ پر مهال د اروپا او امریکا اتحاد تقریباً ماتیدلو ته نیږدې شوی وو او پرې له پاسه له ایران، چین، روسیې او ترکیې څخه هم امریکا زیانمنه شوې وه او تر ټولو مهم داچې په افغانستان کې وسلوال مقاومت ځواکمن شوی وو او اوس دا یو واقعیت ګرځیدلی وو چې طالب د دیني ځواک له پاسه د ایران، چین او روسیې سیاسي او نظامي ملاتړ هم له ځان سره لري او ممکن تداوم یې امریکا ته درنې پایلې ولري؛ لذا ټرمپ له افغانستان څخه د وتلو عجولانه پریکړه وکړه، د دوحې تړون وشو اما تر عملي کیدلو پورې خبره پاتې نه شوه.
اوس چې د بایډن په راتګ سره داطلس سمندر د دواړو څنډو ترمنځ بیرته نړیدلې اړیکې قایمې شوې او د امریکا پخوانۍ ستراتیژۍ او پلار بوش، زوی بوش، او اوباما د اقتدار پر مهال د ستر منځني ختیځ سیاستونه یوځل بیا د بایډن د میز سر ته راپورته شوي او امریکایي مفکرین او ستراتیجیستان یې نوي قرائتونه لولي، اوس نو:
۱-یا داچې امریکا له افغانستانه نه وځي او خپل د پاتي کیدلو لپاره دلایل تراشي؛
۲ـ یا داچې له افغانستان څخه وزي اما په پاکستان او منځنۍ آسیا کې اډې او خپل حضور پراخوي؛
۳ـ امریکا خپلې موخې له فارس خلیج څخه هم پاللی شي او هلته پر خپله پیاوړتیا تمرکز کوي.
درېیم احتمال یقیني دي اما د لومړي او دوهمه شماره احتمالاتو په تړاو لا هم څه نشي ویل کیدای؛
اما تر ټولو یقیني خبره داده چې امریکا به یا افغانستان خوشی کړي او یا نه؛ خو سیمه هیڅکله نه پریږدي او دلته کې خپل حضور ساتي او ممکن په دې ترڅ کې د سیمې لپاره نوی جیپولټیک ترسیم شي.
۲۳/۳/۱۴۰۰
