No-IMG

د کمال خان بند او یوه بله پوپولیسته او عوام فریبانه هڅه!؛ آیا د کمال خان بند پروژه د غنی د مازغه برکت دی؟

په دې ورځو کې چې د کمال خان بند د پروژې د درېیم فاز د چارو د بشپړیدو آوازه ګرمه ده او موضوع د ټام ټيم د تبلیغاتي آجنډا په سر کې ځای نیولی. ټامیان، ارګ ګمارلي فیسبوک چلونکي، کرایي رسنۍ، لیکوالان او ژورنالیستان او په دې تبلیغاتی ټیل ماټيل کې  د خپل ښي او کیڼ اړخ نه پیژندونکي او له دنیا او مافیها بې خبره ځوانان او دولتي مامورین د کمال خان بند پر نیمروز او درست افغانستان د ولسمشر د تفکر او مازغه څخه راخوټيدلی برکت ګڼي، بې درېغه کمپاین روان دی او ټام ټیمیانو ته د یوه اوږده او ستړې کونکې فترت وروسته د مافی بطونهم د تهویې ښه فرصت برابر شوی او حتي ناکاره ادارو او وزارتونو د خپلو رسمي پاڼو پر پروپایلونو داسې تصویرونه راځوړند کړي چې د حال په ژبه د اوبو او هوا شتون هم د مفکرانه مازغه د برکت پیداوار معرفي کوي.

راشئ دلته د دې پوښتنې د ځواب په توګه چې آیا د کمال خان بند پروژه واقعاً د مفکر غني د فکر او عمل  محصول دی او که کوم بل څه؟ د موضوع تر لنډې روښانتیا ورسیږو.

 

د کمال خان بند پيژندنه او د دې  پروژې اړوند لڼد صورت حال دادی چې:

 

۱- د کمال خان بند لنډه پیژندنه: د کمال خان بند د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار سویلي اړخ ته د شا او خوا ۹۰ کیلومتره واټن په لرلو سره د چهار برجک په ولسوالۍ کې د هلمند د رود پر مسیر موقعیت لري. د کمال خان بند د رغاونې پروژه تل  د افغانستان له بنسټيزو اقتصادي ـ کرهڼیزو پروژو څخه ګڼل شوې چې په ۱۳۴۵ ه کال کې یې له تخنیکي سروي او کتنو وروسته لومړنۍ چارې پیل شوې وې او بیا په هېواد کې د سیاسي تحولاتو او په تعقیب یې امنیتي ملحوظاتو په وجه چارې ځنډیلې وي.

 

۲- د دوهم ځل لپاره د کمال خان بند پروژې لورې ته پام کول او د چارو پیلول: دې مهمې پروژې ته د حامد کرزي د حکومت پر مهال پام واووښت، یو شمیر بهرنیو هیوادونو او ملاتړو سازمانونو یې د تمویل ټټر وواهه، تخنیکي ارزونې او امکان سنجي  یې وشوه او  د تطبیق لپاره په دریو مرحلو کې ډيزاین شوه. لومړی فاز یې په ۱۳۹۱ کال کې د یوې تاجکستانۍ کمپنۍ له لوري تکمیل شو او په همدې کال یې د دوهم فاز چارې پیل شوې چې  په ۱۳۹۴ کال کې بشپړې شوې او طرحه داوه چې د درېیم او ورستني فاز چارې د ۱۳۹۵ کال په اوایلو کې پیل شي او د دریو کلونو په موده کې پای ته ورسیږي او پروژه ګټنې ته وسپارل شي.

 

۳ـ داچې د دې بنسټيزې پروژې تر ۷۰ زیات کارونه( تخنیکي او د شونتیاوو ارزونه، د پروژې ډيزاین، د ډونر جلب، د لومړي او دوهم فاز بشپړتیا او د درېیم فاز لپاره چمتو والی) د مفکر غني تر واکمنۍ وړاندي ترسره شوي وو او درېیم فاز هم د تطبیق په درشل کې وو؛ نو لزوماً او وجوباً باید د درېیم فاز چارې هم پیل شوې وای.

لذا مفکر غني د همدغه لزومیت له مخې اما له ټاکل شوې او تمه کیدونکي وخت څخه په ښه ډير ځنډ سره د ۱۳۹۶ کال د حمل په میاشت کې د یادې پروژې درېیم فاز پرانیست او ټاکل شوې وه چې چارې یې په دریو کلونو کې بشپړي شي اما د دوه برابره وخت ( څه کم شپږ کاله) په تیریدلو سره د درېیم فاز چارې بشپړیدونکې دي.

 

پایله: د کمال خان بند پروژه تر ولسمشر غني مخکې دور ته ورګرځي، صرف د یادې پروژې له شپږو برخو( درې برخې تر تطبیق وړاندي او درې تطبیقي مرحلې) څخه یوه برخه او اخیرې برخه او هغه هم د عالم له شرمه او د یو انجام شوي عمل په وړاندي د قرار موندلو د جبر له مخې او  د ټاکل شوي وخت په دوه برابره ځنډ سره  کې پلې شوه چې نه کوم ځانګړی امتیاز دی او نه اساساً غني ته منتسب امتیاز او نه دې غني او ترې را تاوه خامه کړۍ دې مسئلې ته تبلیغاتي باد ورکوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک