No-IMG

ربا یا سود څه ته وایي

په ربا یا سود کې یو پانګه وال چا ته قرض پدې شرط ورکړې چې قرض اخستونکې به د قرض د مبلغ (رأس المال) نه علاوه نورې اضافه پیسې هم ورکوي. ددي اضافه پیسو مقدار د قرض د اصلي مبلغ (رأس المال) او د قرض د مودې پورې تړلی دی. څومره چې رأس المال زیاد او د قرض موده اوږده وي هومره یي ګټه هم ډيره وې. سود خور ته دا مهمه نده چې دا پیسي د مریض د تداوی لپاره اخستل کیږي یا د تجارت لپاره. دی په دواړو حالاتو کې خپله له مخکې تعین شوې ګټه غواړې.

په  صنعت یا تجارت (بیع ) کې بیا یو څوک پخپله یا له څو کسانو سره په ګډه پانګه اچونه کوې او په ګټه او تاوان کې سره شریک وي.

نو د ربا او د بیع د نظامونو تر منځ اساسي فرق دا دی:

په ربا یا سود کې سودخور خپله ګټه د قرض د مبلغ او مودې پورې تړې.

په صنعت او تجارت کې پانګه وال خپله ګټه د بازار پورې تړې. دوی د سودخور په څیر خپله ګټه له مخکې نه تعینوې.

لدې امله الله (ج) بیع حلاله او ربا حرامه کړې ده.

الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبٰوا لَا يَقُومُونَ إِلَّا كَمَا يَقُومُ الَّذِى يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطٰنُ مِنَ الْمَسِّ ۚ ذٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوٓا إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبٰوا ۗ وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبٰوا ۚ فَمَن جَآءَهُۥ مَوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّهِۦ فَانتَهٰى فَلَهُۥ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُۥٓ إِلَى اللَّهِ ۖ وَمَنْ عَادَ فَأُولٰٓئِكَ أَصْحٰبُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خٰلِدُونَ

[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 275]

"كوم خلك چي سود خوري، د هغو حال به د هغه چا غوندي وي چي پېريانو نيولى وي او پر دې حال د هغو د اخته كېدو دليل دا دى چي وايي: "تجارت خو هم لكه سود غوندي شى دى." - په داسي حال كښي چي الله تجارت روا او سود ناروا كړيدى. نو چا ته چي د هغه د رب له لوري دا نصيحت ورسېدی او په راتلونكي كي يې د سود له خوړولو څخه ډډه وكړه، نو څه چي يې مخكي خوړلي هغه خو يې خوړلي دي، د هغه معامله له خداى سره ده؛ او څوك چي له دې حكم څخه وروسته بيا هم همداسي كار كوي، هغوى دوزخيان دي، تل به په كښي اوسيږي."

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

عبیدالله

سلامونه دا دلته بو سیستم دی چی کله ته ورته داخیلیږی پانګونه یی په ۱۰ ډالر دی او په هر ۲۴ ساعت بعد تاته 0,25 ډالر ګټه درکوی او ګټه یی معلومه نه دوو کله لګه کمه شی او کله زیاته شی داعه په سود کی راځي

رحیم الله

له يو شرکت سره قرار داد کول په دې قسم چې هغه ته ۵۰۰۰۰ افغانۍ د شپږو میاشتو لپاره ورکړې او هغه شرکت ستا د پيسو له ګټې څخه لومړی د شرکت د کارمندانو...مصارف کوي وروسته له پاتې ګټې څخه تا ته د مياشتې ستا د پيسو د ګټې چې هر څومره وي ۸۰ فيصده درکوي او ۲۰ فيصده د شرکت جوړوونکي اخلي دا خو به سود نه راځي البته ګټه تعین نه ده کله مياشت ۲۰۰۰ درته ګټي کله ۳۰۰۰ او کله ...

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک