د عظمت خبرې
یو نیکه خپل لمسي ته داسې نصیحت کاوه: د هغه چا چې ستا خوښیږي ډير صفت مه کوه, او له هغه چا سره مه ګرځه څوک چې د الله اطاعت نه کوې, په مجلسونو کې غیبت مه کوه, هغه ملګری ته د نژدي کیدو کوشش مه کوه چې غواړې له تا لیري ؤاوسې, څوک مه سپکوه, کبر مه کوه, نه ډير نرمښت کوه او نه څوک مجبوروه.
رښتنی سړی قسم خوړلو, او مؤثق سړی توجیه کولو ته ضرورت نلري. مخلص پښیمانه کیږې نه, د کرم خاوند په چا احسان نه کوي, د شوق خاوند ستړی کیږي نه. هغه څه اوسه چې یي, نه هغه څه چې نور یي غواړې.
د نورو احترام د احتیاج له امله مه کوه بلکه منشأ یي باید ستا دین او تربیه وي. د خلکو احترام کوه چې خلک ستا احترام وکړي. د اخلاقو له لارې ښکلتیا, د قناعت له لارې غنا او د تواضع له لارې لوړوالی لاسته راوړه. هغو کسانو ته مه ګوره څوک چې ستا تر شا خبرې کوي, د هغوی ځای ستا تر شا دی نه ستا مخې ته!!!
خلکو ته دا مه وایه چې څومره قران دې حفظ کړی دی او څومره تلاوت کوي. بلکه پریږده چې خلک په تا کې قران وګوري: وږی موړ کړه, بربنډ پټ کړه, له محتاج سره مرسته وکړه, په یتیم رحم وکړه, که چا له تا سره بد وکړه ویي بخښه, له والدینو سره احسان وکړه, ټولو ته موسکا کوه. دا مهمه نده چې ته د قران په تلاوت او حفظ کې تر کومه ځایه رسیدلی یي, مهمه داده چې قران په تا کې تر کومه ځایه رسیدلی دی.
له عربي منابعو نه ترجمه.
