No-IMG

د ټيل ماټيل رواج

تلویزیون ته ناست وو، حجره له مېلمنو ډکه وه، د کابل پاېلې اعلانېدې، زهٔ پکې ناکام وم، د ارام ساه مې واخیسته،  د دوه لارو پر منځ کې تر شته اضطراب او معلق او ځوړند حالته هغه بده او ناکامه لاره ښهٔ وي.

د دندې په لټه شوم. ملګري مې پهٔ ذهن کې را وګرځول، د دوی موقف مې وتلهٔ، له ما سره په ملګرتیا/اړیکو باندې مې یې فکر وکړ... جوړ داسې یم، چې مثبت دې یم، ښهٔ نظر مې درلود، منفي انرجي به مې ولې خوروله؟

لیدل پېل شو. د جمهور رییس سلاکار استاد اسدالله غضنفر ته مې زنګ وکړ... استاد غضنفر مې استاد پاته شوی دی او په علم کې یې زموږ خاصه برخه کړې ده. استاد د تاریخ برخه او تاریخ ساز بنیادم دی، چې غږیږي، تهٔ وا کتابخانې ژبه کړې ده. موبایل سکرتر جګ کړ، د همغې ورځې پهٔ سبا یې وروغوښتم. ارګ ته لاړم او لهٔ استاد غضنفر سره مې جریان شریک کړ. هغه وویل:

تهٔ یو ځای مالوم کړه، زهٔ به اړوندې ادارې ته ووایم، چې د امتحان پهٔ جریان کې دې دخیل کاندي او انصاف درسره وشي. لهٔ ارګه را ووتم، لټون پېل شو... وېبساېټونه مې کتل او ملګري مې پوښتل.

ارګ او زما دنده:

یوه ورځ خان ولي خان بشرمل(د هغه وخت د اداره امور تخنیکي معاون) زنګ وکړ، ویل موږ درځو. ما هرکلی ووایه، بشرمل، زموږ شیرین ملګری ډاکټر مجاهد شاه کریمي او یو بل کس مې حجرې ته راغلل.یو سوه تفاهم و، حل شو، بشرمل هیله وکړه، کهٔ پهٔ اداره امور کې ورسره کار وکړم او یا راسره د دندې په موندلو کې مرسته وکړي. دهٔ ارګ ته وروغوښتم، خو زهٔ د غاښ د اپرېشن لهٔ امله ښاېسته ډېر وخت وځنډېدم.

جمهوري ریاست ته ولاړم، بشرمل مې ولید، پهٔ اداره امور او د دهٔ تر لاس لاندې لهٔ کار کولو مې انکار وکړ، هغهٔ د ملي امنیت شورا مالي او اداري رییس مصري خان همت ته زنګ وکړ، هغهٔ خپل حضور ته ومنلم، انتهايي عزت یې راکړ. په امنیت شورا کې د سولې ریاست راته پېشنهاد شو. مصري خان همت وویل، یو مخ لیکل وکړه، چې ډاکټر حمدالله محب یې وګوري، د هغهٔ نظر به واخلو. ما وویل:

پهٔ یوهٔ مخ لیکلو نهٔ کیږي، یوه بشپړه طرحه به ولیکم، بیا به پهٔ طرحه کې لهٔ ذکر شویو مواردو یو انتخاب کړم، پهٔ هغهٔ به بله طرحه ولیکم، دا ټول به بیا ون پېجر(یو مخ) کړم، طرحې به ورسره ضمیمه کړئ، ډاکټر محب ته به یې زما لهٔ بایوګرافۍ سره ورکړئ.

مصري خان همت ومنله، ډوډۍ ته یې ستون کړم، تر دعا وروسته د چارو ادارې ته ورغلم، لهٔ بشرمل سره مې جریان شریک کړ.

اونۍ مې په طرحو تېره کړه، څهٔ نا څهٔ اصولو ته برابرې شوې، تر مصري خان همت مې ورسولې او بشرمل صېب مې پهٔ بهیر کې ورګډ کړ.

لس ورځې منتظر وم، هېڅ حال را نهٔ غی. امنیت شورا ته لاړم، همت وویل، لهٔ ډاکټر محب سره به مې کېنوي، خو ښهٔ داسې ده، چې بشرمل ته ووایم، چې هغه مې ورسره کېنوي، چې خبرې مې په تفصیل سره وشي. د امنیت شورا د هغه مهال ویاند کبیر حقمل ته مې زنګ وکړ، ښهٔ تود هرکلی یې ووایهٔ، وعده او د ښهٔ نیت مظاهره یې وکړه، خو کار و نهٔ شو، بیا تر اخر وخته حقمل د تیلیفون ځواب را نهٔ کړ، زهٔ کوم مشخص کس نهٔ یادوم، خو فکر کوم، چارواکي لهٔ موږ سره لومړی ملاقات ځکه کوي، چې خپل شان عظیم الشان راښکاره کړي او بیا ځکه ورک شي، چې وس یې نهٔ وي او لهٔ خپلو کړیو خبرو شرمیږي. فکر کوم، د ډاکټر محب مهم سلاکار اباسین بریال ته مې هم دا جریان ووایهٔ، خو لهٔ هېچا سره ځواب نهٔ و.

سترګې راواړوه، خو سوال پکې را وانهٔ ړوې

تهٔ به ځواب غواړې، لهٔ ماسره ځواب نشته

ساېل صېب

دا غږ مې هم پر بشرمل وکړ، چاره یې ساده وګڼله، وعده یې وکړه، چې د ماسخوتن پهٔ ډوډۍ به ورسره کېنو او پهٔ تفصیل به خبرې وکړو.

اداره امور کې ناست وم، چای مې څښهٔ، کهٔ ګورم، پر مېز د سولې اړوند طرحې پرتې دي، د لوستلو اجازه مې یې وغوښته، راکړای شوه، ټولې یا تقریبا ټولې طرحې مې ولوستې.

بیخي حېران شوم، دغو خلکو، چې طرحې یې لیکلې وې، څنګه زړهٔ او جرائت کړی و، چې تر دغهٔ مقامه یې ورسوي او یا یې پلې کاندي!! ډېرې ماشومانه او ابتدايي خبرې وې، داسې بې جوهره خبرې، چې سړی پهٔ کې د منطقي، مشروع او مدلل اختلاف یو جوهري اړخ لا نهٔ ويني. دومره ډېرې نیمګړتیاوې یې لرلې، چې بیخي باید نفي شي او سړی ورته ځان پهٔ سکوت باندې محکوم کاندي. د طرحو تر لوستو وروسته پهٔ خپلو طرحو مطمئن غوندې شوم، جرئتمې وموند، خان ولي خان بشرمل ته مې ون پېجر او یوه طرحه ولوسته او تفصیل مې یې ورکړ.بشرمل یوه شېبه پهٔ فکر کې لاړ، ویې ویل، ولسمشر لهٔ ما غوښتي، چې د سولې وزارت لپاره د پلان او پالیسۍ معین ور وپېژنم. بیا یې یو کس وروغوښت، ویې ویل د لومړۍ/ارې طرحې لنډیز+دواړه طرحې+زما لنډه بایوګرافي+وج پېجر په رسمي بڼه مکتوب کړئ او درې ګزینې ورکړئ:

۱ښاغلی عنایت الله دیدار دې لهٔ عالي مقام سره د لیدنې لپاره وروغوښتل شي.

۲هغه دې د دولت په چارو کې د سولې وزارت د معین په توګه وټاکل شي.

۳- هغه دې د سولې وزارت د رهبرۍ له خوا وروغوښتل شي.

پاڼه بدله شوه، ریاست پهٔ معینیت واوښت. ډارېدلی او بې اطمینانه خوشاله وم.

لس ورځې تېرې شوې، د جمهور رییس ریپلی ورکه وه. اداره امور ته لاړم، بشرمل وغږېد، ویل بیا یې پېشنهاد کړئ. پهٔ دویم ځل پېشنهاد شوم، ځواب همغسې و. هره ورځ به مې معینیت د سترګو پر وړاندې زنګاوهٔ، د سلام رحیمي پهٔ اړه مې پوهېدل غوښتل، د سولې متعلق مې هېڅ جریده، کتاب او جریان پرې نهٔ ښود، حتی خوبونه مې بل وړ شوي و.

غبرګ پېشنهادونه ورک شول، خان ولي خان بشرمل وویل، د اداره امور د مطبوعاتو بست خالي دی، کهٔ دې خوښه وي، ورته راشه، ما لږ فکر وکړ، پېشنهاد مې رد کړ او لهٔ ارګه ووتم.

مایوسه به شوم، د بېګانګۍ احساس به مې وکړ، ځان به مې ملامت کړ، باید ډېر تعلیم مې کړی وای او ځان مې تر یوهٔ ځایه/د خلکو تر کچې رسولای وای، بیا چې به مې د چارواکیو او علم، پلان، پالیسۍ، مطالعې او شخصیت تر منځ کړې ډزې ولیدې، ډاډه به شوم.

د کوچني اختر دویمه ورځ وه. ملګري ملک عادل او اول خان باچا مشوره راکړه، د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار ته به ورشو، جریان به ورسره شریک کاندو.

دوی د مسملیار صېب پهٔ اړه ښهٔ نظر درلود.ما او هغوی پهٔ موبایلونو کې شمېرې لټولې، کهٔ ګورم، د ډېر شیرین او مهربانه سړي، سعدالله فطرت پهٔ نمبر مې نظر شو، هغوی ته مې وویل، صبر سړی پېدا شو! زنګ مې وکړ، فطرت طبق معمول د لوی انسانیت مظاهره وکړه، ډېر د قدر او عزت الفاظ یې وکارول او تر جریان شریکولو وروسته یې وویل، رییس صېب پهٔ کور دی همدا اوس راشئ.

موټر مو روان کړ، د ښاغلي مسلمیار صېب کور ته لاړو. مسلمیار صېب روایتي سړی دی، کلکه پښتونولي یې وکړه، زهٔ یې پهٔ خپل ردیف کې پر پرته چوکۍ کېنولم. هغه ته مې جریان ووایهٔ، ویې ویل: مشکلات شته دی، ستاسو اندېښنې هم پر ځای کېدای شي، چې ګویا خلک به دې مخه نیسي، کهٔ تهٔ غواړې، زهٔ به ولسمشر ته ستاسو خبره ور ورسوم. مسلمیار صېب ډېر ښهٔ اورېدونکی او علم پروری بنیادم دی. دهٔ را ته تر څلوېښت دقیقو غوږ نیولی و. پهٔ اخر کې یې وویل، پهٔ مشرانو جرګه کې څلور ریاستونه اعلان شوي دي، کهٔ دې خوښه وي، کوم یوهٔ ته نوم لیکنه وکړه، تکړه سړی یې شاید ور کامیاب شې. ما وویل، پهٔ دې اړه به فکر وکړم. ملاقات پای شو او مسلمیار صېب وویل، کهٔ دې خوښه راتله، لهٔ فطرت صېب سره اړیکه وکړه. د پښتنو خدای پهٔ اماني وشوه.

ما ډېره موده سعدالله فطرت ته زنګونه او مسیجونه وکړل، خو هېڅ ځواب را نهٔ کړ. دغه وخت د ولسمشر د انتخاباتو کمپاینونه هم ګرم وو، زهٔ نجیب ازاد(د ولسمشر د کمپاین دویم چارواکی) او خوشال خلیل ته ورغلم، کهٔ مې بې معاشه هم مصروف کاندي، نو ښهٔ به وي. هغوی اوکې وکړه، ویل یې دفتر پېدا کړه، چې د کمپاین یوه څانګه درکړو. موږ دفتر وموند، خو نهٔ هم خوشال خلیل او نهٔ هم نجیب ازاد د بیا لیدو موقع راکړه. دغه مهال مې لهٔ ولسمشر سره ولیدل، خو نجیب ازاد او خوشال خلیل مې ورته یاد نهٔ کړل، دوی مې ملګري وو، یوازې د اجمل خټک دا شعر رایادېدهٔ:

خټک ترې نور هم لرې وغورځوئ

خو پهٔ دې خونه دې سیلۍ نهٔ راځي

موده وروسته خوشال خلیل زنګ وکړ، ویل یې ازاد صېب درسره غږیږي، خبرې مو وکړې، ویل یې یو ځل راشه، چې ورغلم، نو زما برخه دفتر یې کوم صراف ته ورکړی و او ویل یې چې همدا دفتر ستا شو او مشري او کشري یې ستا پر غاړه. ما انکار وکړ او د ولسمشر د کمپاین له دفتره را ووتم.

ملګري حنیف عذیر به د خبرې په سر او اخر کې میرویس کامه وال یاداوهٔ، ویل یې ډېر ملنګ سړی دی، پهٔ لیدو ارزي. کامه وال د ولسمشر د کمپاین د دولسي انسجام رییس و. یوه ورځ شیرپور کې وم، حنیف عذیر د ولسمشر د کمپاین په دفتر کې څهٔ کاره و، هلته چې ولاړم، خبرې مو وشوې، نو میرویس کامه وال زښته ډېره مینه راکړه. موږ سره ملګري شوو، مو ما پرېکړه کړې وه، چې زهٔ بې څوکه سړی به د کمپاین پهٔ دفتر کې کار نهٔ کوم.

زهٔ او حنیف عذیر پهٔ مکرویانو کې سره مخ شوو، ویل یې را ځه چې کامه وال صېب وګورو. کور ته ورغلو، دی په کور و، ډېر لوی انسانیت یې وکړ، ویل یې کارونه څنګه شول؟ ما ورته جریان ووایه، ویل یې کهٔ مشرانو جرګې ته ځې، نو زهٔ کولای شم، چې لهٔ مسملیار صېب سره دې کېنوم.همغه شېبه یې موبایل ور واخیست، زنګ یې وکړ، کور ته ورغلو، خو رییس صېب وتی و. پهٔ سبا مې خپله مسملیار صېب ته مسیج وکړ، ویل یې راځئ، زهٔ پهٔ کور یم. زه، حنیف عذیر او د میرویس کامه وال ملګری، انجنیر بصیر د مسلمیار صېب کور ته لاړو. مسملیار صېب را ته ښهٔ پدرانه نصحیتونه هم وکړل او سم لهٔ مخې یې د دارالانشاء رییس ته ولیکل، چې ما دې د حقوقي سلاکار په توګه عاجل ولسمشر ته پېشنهاد کړي.مسملیار صېب د سعدالله فطرت متعلق عذر وکړ، ویل یې تهٔ یې باید د وخته راغوښتی وای، خو لاعلاجه ناروغان یې لرل. مسلمیار صېب دا هم وویل، چې بیا به دې کوم ښهٔ پوزېشن ته راولو.

په مشرانو جرګه کې زما ماموریت:

په سبا د دارالنشاء رییس ته ورغلم. د هغهٔ سکرتر سمسور ملک ته مې زنګ وکړ، هغهٔ پېژندم، ډېر ټيټ و پاس شو، زښت ډېر مې خوښ شو او وروسته مې دا وګڼله، چې پهٔ اصولو برابر دوه سکرتران، ښاغلی سمسور او ښاغلی نېکزاد هغه وګړي، دي، چې خپل مشر یې انتهايي دروند کړی دی او پهٔ کار او هوش برابر خلک دي.

د دارالانشاء لهٔ رییس سره مې ملاقات وشو، دی نو بیخي ښهٔ منېجر او پهٔ لویه کې لوی بنیادم و. تر خبرو وروسته ترې رخصت شوم او کیسه به مې لهٔ سمسور ملک سره تعقبوله. څهٔ موده وروسته سمسور ملک زنګ وکړ، ویل یې د څهٔ ملحوظاتو لهٔ امله دې منظوري را نهٔ غله، خو رییس صېب وايي، چې بیا مو پېشنهادوم، همداسې وشول، پېشنهاد شوم او یوه اونۍ وروسته سمسور زنګ وکړ، چې پورته مې کړ، ویل یې (لالاجي مبارک دې شه، حکم دې راغی او د دولت عالي رتبه مامور شوې!)

یو موټر مې راقرض کړ، ډرایور مې ونیو او مشرانو جرګې ته مې باقاعده تګ شورو کړ، خو د کار او دفتر درک مې نهٔ لګېدهٔ.مطیع الله کاکو او زاهد ارمان شله وو، چې وسله هم واخلم، شرایط ښهٔ نه دي. د دفتر اړوند مې څو ځل د دارالانشاء رییس ته وویل، هغه ویل، مالي رییس را غواړم، چې یوه ښهٔ دفتر درته برابر کړي. زهٔ منتظر وم، خو دفتر برابر نهٔ شو. د مسملیار صېب د دفتر رییس ډاکټر ضیاءالرحمن ضیاء هم راسره په ځینو برخو کې مرستې وکړې، دی مې ډېر نژدې ملګری شو، حتی د ورورۍ لاسونه مو سره ورکړل، خو دې سړي ډېر عزت غوښت، پهٔ تشریفاتو باندې یې باور درلود او زهٔ بې تکلفي خوښوم، د همدغو سختو حالتونو د نهٔ مراعت لهٔ امله مې لهٔ ډاکټر ضياء سره ملګرتیا او وروري ختمه یا تقریبا ختمه کړه.

بل سړی د منابع بشري رییس و، دی هم بد سړی نهٔ و، خو چې کله به ملاقات ته ورغلم، بهر به یې کېنولم او خپل وخت او ځان به یې راباندې لږ درندول، دې سړي هم دا غوښتل، چې باید احترام یې وکړم، خو لکه چې ما لېوني ته چا د احترام چل نهٔ و ښودلی، دی مې هم د ملګرتیا له لېسته بهر کړ. بل ملګری استاد دوست محمد احمدزی و، دی هم دغلته رییس و، خو دی ورک سړی و او ما هم پسې ورک کړ.

مشرانو جرګه ډېر مهم ارګان دی، خو دلته د انتصابي او انتخابي خلکو دا حال دی، چې یوازې یو څو کسه دي، چې هغه هم ایله د افغانستان په معیار برابر دي، د نړۍ د سیاستونو او د سیاسي تاریخ او بشري کړکېچ او مدیریت پهٔ هېڅ تیارهٔ او رڼا ګوټ یې لا اروا هم خبره نهٔ ده. دوی هېڅ علمي او مسلکي برخورد نهٔ کوي. همدا حال د ولسي جرګې هم دی. زهٔ چې کله د نورو هېوادونو ملي شوراګانې وینم، افسوس راشي، وایم، موږ کهٔ خراب یو، نو لهٔ همدغه ځایه خراب یو، ځکه چې د ملک تقدیر(قانون) په همدغه ځای کې لیکل کیږي، خو زموږ کاتبان لا پهٔ دغه املا خبر نهٔ دي، البته ډېره کمه استثنا شته.

مسلمیار صېب ته زما پېشنهاد:

د مشرانو جرګې رییس جلالمتاب مسملیار صېب ته مې وویل، راځئ پهٔ مشرانو جرګه کې یو بل باب پرانیزو! د اساسي قانون د پنځم فصل او لهٔ (۸۱) نیولې تر (۱۰۹) مادې پورې ټول احکام رعایت کاندو، د هېواد په اړه رسمي دریځ له لوی تالاره (ښهٔ خو دا ده، چې مهم مسایل په جواین اجلاس کې مطرح او ابلاغ شي) د فرد فرد لانجې د تالار پهٔ مهم وخت او د رسنیو پهٔ کوریجي وخت کې مطرح نهٔ کړو. راځئ په تالار کې یوازې د افغانستان د سرنوشت پهٔ اړه علمي مباحثې پېل کړو، پهٔ داسې لېول، چې حتی بهرنیان یې درسره واوري او هر ځل هڅه وکړي، چې د مشرانو جرګې نظر او پالیسي هم وګوري او بیا زموږ د هېواد متعلق نظر ورکړي. ما وویل، زهٔ به وزارتونو او نورو اړوند ارګانونو ته طرحې جوړې کړم، پهٔ تالار کې به پرې ورځې ورځې بحثونه وکړو، بیا به مخ حکومت ته ورواړوو، هلته تر بحثونو وروسته به یې رسمي پالیسي کاندو. ولسمشر یو نابغه د پارلماني چارو وزارت ته استولی و، د هغهٔ لویه کارنامه دا وه، چې د کاندید وزیرانو او وکیلانو تر منځ یې ملاقاتونه بند کړل. دا چاره یا ښه یا نهٔ، خو وروستۍ چاره او سیسټم جوړونه نهٔ ده. ما غوښتل، همدا وزارت لهٔ سره ولولو او بیا یې پهٔ یوهٔ سیسټم کې دخیل کاندو او همداسې په ترتیب سره مخکې لاړ شو.

خو زما د دغو پلانونو او پهٔ مشرانو جرګه کې د ښهٔ ثابتېدا یو لوی خنډ د مسلمیار صېب سکرتر همایون همدرد و. دې سړي هېڅکله نهٔ غوښتل، چې زهٔ دې له مسلمیار صېب سره کېنم، حتی تر دې، چې کله به مسلمیار صېب وغوښتم، نو د دروازې تر مخ به ناست وم او دې سړي به موبایل نهٔ پورته کوو، یوه ورځ چې یې پورته کړ، ویل یې زهٔ بهر یم، خپله رییس صېب ته زنګونه کوه کنه!

دهٔ به زما لس مسیجونه وکتل، خو د یوهٔ ځواب به یې هم نهٔ راکاوهٔ، حتی دومره یې سپک ګڼلم، چې لس ورځې وروسته به یې زما سلام ته ځواب ورکړ، خو چې جریان به مې ورسره شریک کړ، پهٔ هېڅ وجه یې ځواب نهٔ راکاوهٔ. څو ځل قومي مشرانو او د ځوانانو ډلو را نه هیله وکړه، چې لهٔ مسلمیار صېب سره یې کېنوم، خو د لارې خنډ همایون همدرد هغه څوک و، چې هېڅ انساني جوهر او هېڅ انساني قدر یې نهٔ پېژندو. زهٔ وایم، کهٔ یو سړی پهٔ یو وخت باچاخان، نېلسن منډېلا، ناتاپوتا واردمانا(مهاویرا) او مهاتماګاندهي هم شي، د دغه ابن ادم کم نګاهي به هېره نهٔ کړي او هېڅکله به ورته بښنه او نېکې هیلې و نهٔ لري، بلکې کاېناتو ته به انرجي خوریږي او د دې سړي د شخصت او جسم په زوال به تمامیږي.

زما کال پوره شو، د سیمه ییزو ارګانونو رییس شمیم خان کټوازي را نه هیله وکړه، چې هلته شریک کار وکړو. اوکې مې وکړه او مشرانو جرګه مې ترک کړه، خو وروسته پښېمانه شوم او پهٔ دولت کې لهٔ دندې کولو مې د انکار دریځ و درلود.

نوټ: دا هسې یو جریان دی، یوازې د هغو لپاره، چې دولتي دندې ورته مبهمې دي. دولتي دندې څهٔ دي، سړی څهٔ وړ مقررېدای شي، هلته خلک څهٔ کارونه کوي او دا چارواکي همدومره مصروف دي کهٔ یه؟ دوی ولې د برترۍ احساس لري او نور خلک د دویمې درجې انسانان ګڼي. هلته زما د کار داستان تر دې هم اوږد دی، خو اختصار ښهٔ دی.

خېر دی ستړیا مو وبښئ!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک