No-IMG

تاند ویب پاڼه د ژورنالیستیکي اصولو خلاف عمل ترسره کوي!

د تاند ویب پاڼې مسئولینو پدې آخیري کلونو کې خپلې تګ لارې ته تغییر د مسیر ورکړی او د خپلو شخصي سلیقوي غوښتنو پر بنسټ د ژورنالیزم اصول تر پښو لاندې کوي او د غرب د څو پلور شویو اجنټانو په سلیقه برابر خبرونه او لیکنې خپروي، هغه داسې چي د خپلو سیاسي حریفانو او سیالانو څرګندونې که هغه په تصویري رسنیو کې شوې وي او یا په صوتي رسنیو کي او یا یې هم د کومې مقالې په ترڅ کې بعضې موضوعات څرګند کړي وي؛ تحریفوي او په ناقص ډول یې خپروي دا ډول کړنې د ټولو اخلاقي موازینو سره په ټکر کي دي او هیڅ ډول توجیه نلري.

بله اساسي مسئله دا ده چي هیڅ آګاه او له مسایلو با خبره سیاسي او اکاډمیک اشخاص او افراد د نقد، نیوکو او د مثبتو او منفي تبصرو مخالف ندي ځکه چي دا د هر فرد منل شوی او قانوني حق دی، دا حق باید په هیڅ صورت له چا وانخیستل شي؛ په همدې اساس موږ هم د بیان د آزادۍ اصل ته کلک ملتزم یو او د دې ټولنې د هر فرد مثبت او منفي نظر ته د احترام او درناوي په سترګه ګورو. خو د تحریف، د یو چا د خبرو کمولو او اضافه کولو سخت مخالف یو دا ډول عمل غیر قانوني، غیر اخلاقي، د ژورنالیزم او د بیان د آزادۍ د اصولو خلاف عمل یې ګڼو.

تازه څو ورځې وړاندې د ح.ا.ا د رهبرۍ شورا غړي ښاغلي همایون جریر د حقوق بشر د څار نړیوال سازمان له خوا د خپاره شوي راپور په اړه له یو خصوصي بهرني چینل سره په نوم (د افغانستان انټرنیشنال) مرکه درلوده؛ د خبریال د پوښتنې په ځواب کي یې صرف دومره و ویل چي (پدې اړه واضح اسناد وجود نلري) اما د تاند ویب پاڼې مسئولینو دا جمله (چې طالبان په داسې وژنو کې لاس نه لري) هم له ځانه ورپسې اضافه کړې ده او دې راپور ته یې په لومړي سر کې دا عنوان (د ط پر ځای حزب اسلامي د څه باندې سلو امنيتي منسوبينو د مرموزو وژنو راپور رد کړ) ورکړی چي کاملا د ښاغلي جریر له څرګندونو سره په ټکر کي دی، ای کاش د تاند ویب پاڼې مسئولینو پر ځای د دې چي تهمت، جعل کاري، درواغ خپاره کړي، د یو شخص څرګندونې تحریف او له حزب اسلامي افغانستان سره خپل عقدوي او له کینو ډک چلند ترسره کړي نو د مرکې بشپړ متن به یې نشر کړی او خپله تبصر به یې ورسره لیکلې ورړسته به بیا لوستکونو خپل قضاوت کړی وو چي ستاسو تبصره معقوله او پر ځای ده که د حزب اسلامي د رهبرۍ شورا د غړي څرګندونې؟

له حکومتي اړونده ادارو مو هیله او غوښتنه دا ده؛ هغه رسنۍ چي د ژورنالیزم د اصول خلاف کړنې ترسره کوي باید له قانون سره سم چلند ورسره وشي تر څو نه د چا شخصیت جرحه، نه کوم سیاسي جریان متضرر او نه هم د بیان آزادي تر پښو لاندې شي.

له تاند ویب پاڼې مو هم هیله دا ده چي له غیر قانوني او غیر اصولي کړنو لاس په سر شي، د بیان له آزادئ سو استفاده ونکړي د شخصي غرضونو په خاطر اصول تر پښو لاندې نکړي او عامه ذهنیت د رسنیو پر وړاندې خراب نکړي چي د یوې رسنۍ د درواغو په خاطر ټولې رسنۍ بدنامې شي.

والسلام

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک