د سیمې هېوادونه ولې د ټول شموله حکومت غوښتنه کوي؟؟
د سیمې هېوادونه ولې او د کومو موخو لپاره په افغانستان کي د ټول شموله حکومت غوښتنه کوي؟؟
د افغانستان په شان له جنګونو تازه راوتلی هېواد له هر اړخه ځوریدلی او کړیدلی هېواد له خورا ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګریوان وي، ستونزمنه ده چي هم مهال د ټولو ستونزو ته رسیدنه وکړي او په بشپړه توګه د ټولې ستونزې له منځه یوسي خو باید په هر برخه کي د حاکم نظام دنده او مسولیت دی چي مسولانه او عملي ګامونه پورته کړي ترڅو په ملي او نړیواله کچه قانوني مشروعیت ترلاسه کړي؛ دا چي ټول شموله حکومت عملي دی یا ندی، څوک یې مخالف او څوک یې موافق دي؟ خو اصل د واقعیت دا دی چي ټول شموله حکومت نه په وضعي قوانینو کي یو مناسب ځای ځایږی لري او نه هم په شرعي قوانینو کي کوم بنسټ او اساس لري، ټول شموله حکومت که هر ډول تعبیر او تفسیر شي خو بیا هم کټ مټ د ایتلافي حکومت په معنی دی او ایتلافي حکومت په اوسنیو شرایط کي د افغانانو لپار تر زهرو هم بد تره دی او د دا ډول حکومت جوړیدل د یو بل کورني بحران د پیلامې په معنی او مفهوم تعبیریدلی شي لدې پرته افغان ټولنې ته هیڅ نشي وړاندې کولی؛ ښه بیلګه یې د اشرف غني او عبدالله عبدالله ګډوله حکومتونه وو چي تر پایه د خپل حکومت په داخلي لانجو سره شپه او ورځ شاخ او پنجه وو، په هېواد کي د قدرت جزیرې جوړې وې، د انار شیزم سیوری په ټول هېواد کي خپور شوی وو، اداري او اخلاقي فساد آن د ارګ په دیوالونو راپورته شوی وو، تردې چي د هېواد هیڅ اداره ورنه خوندي پاتې نه وه، تش په نوم ولسمشر د یو والي د ګمارنې او ګوښه کولو واک او اختیار نه درلود؛ لنډه دا چي په تیرو شلو کلونو کي افغانانو د ټول شموله حکومتونو ترخه، ناکامه، بدنامه او شرمیدلې تجربه و ازمویله د بیا احیاء کولو اراده یې هیڅ افغان ته د زغم او منلو وړ نده.
په اوسنیو شرایطو کي بعضې د ټاکنو غوښتنه کوي، دم ګړی او په لنډه موده کي ټاکنې نه تنها دا چي عملي ندي بلکه غیر ممکنې او له فعلي شرایطو او حاکم وضعیت سره په ټکر کي دي ځکه که په اوسنیو شرایطو کي ټاکنې ترسره کیږي پایله به یې یوازي او یوازي د افغانستان د دښمنانو په ګټه وي نه د افغان ولس؛ د ولسمشرۍ څوکۍ او پارلمان لپاره هغه وخت ټاکنې عملي او ممکنې دي چي تر دوه کالو ټولو هېوادوالو مو برقي پیژند پاڼې ترلاسه کړې وي، د ټاکنو لپاره مو آنلاین بایو مټریک سیستم فعاله کړی او د ټاکنو قانون مو اصلاح کړی وي، د ټاکنو قانون له اصلاحي مواردو یو دا دی چي د رای ورکونکو لپاره باید یو لړ شرایط وضع کړل شي چي څوک او د کومو شرایطو درلودونکی شخص واجد د شرایط دی چي د ټاکنو په ورځ ولاړ شي او د خپلې خوښې نوماند ته خپله رایه وکاروي.
په افغانستان کي حکومت جوړول او د نوعیت ټاکل یې د افغانانو حق دی هیڅ بهرنی هېواد دا حق نلري چي پدې اړه اظهارات وکړي، طرحه وړاندې کړي، نیوکه وکړي او یا هم د خپلو مرستو او اړیکو ساتلو په بدل کي په افغانانو فشار راوړي او خپلې غیر مشروع غوښتنې پر افغانانو تحمیل کړي؛ دا چي په افغانستان کي منتخب یا غیر منتخب، شاهي، جمهوریت یا امارت، قانوني یا غیر قانوني نظام رامنځ ته کوي دا کار به افغانان کوي نه بهرنیان.
جالبه او د تعجب وړ خبره دا ده کوم هېوادونه چي په افغانستان کي د ټول شموله حکومت په اړه غږ پورته کوي او ظاهراً د افغانانو حامي ځان حسابوي دوی پخپلو هېوادونو کي د نظام د جوړولو په برخه کي نه قومي اصل په نظر کي نیولی، نه مذهبي، نه دیني، نه ژبنی او نه هم سمتي اصل، د بیلګې په توګه که له ایراني چارواکو پوښتنه وشي چي په کابینه کي مو څومره وزیران له اهل سنت څخه دي؟ په والیانو، سفیرانو او په نظامي برخه کي مو څومره اهل سنتو ته ځای ورکړی؟ باور لرم چي د ځواب ویلو لپاره به هیڅ ونلري؛ که د تاجیکستان له دایم الخمر، ظالم او مستبد ولسمشر څخه وپوښتل شي چي د کوم قانون په اساس دا څو لسیزې ولسمشر یاست؟ او څونه ستا کابینه ټول شموله ده؟ که له پاکستاني چارواکو پوښتنه وشي چي په کابینه، نظامي او ملکي برخه کي مو د وزیرستان، بلوچستان، پېښور او نورو سیمو اوسیدونکو ..... ته څونه برخه ورکړې ده ممکن ځواب به یې ډیر ضعیف وي، که له هندوانو پوښتنه وشي چي تاسو په افغانستان کي ټول شموله حکومت غواړۍ نو مهرباني وکړۍ موږ ته و وایاست چي په هند کې تر دوه سوه (۲۰۰) میلیونه زیات مسلمانان ژوند کوي په کابینه، نظامي او نورو ملکي برخو کي مو څونه مسلمانانو ته برخه او سهم ورکړی دی؟ په حکومت کي خو یو وار برخه نه ورکوۍ اما حد اقل د هغوی انساني حقوقو ته ژمن پاتې شئ، تل د مسلمانانو پر وړاندې غیر انساني، وحشیانه او ظالمانه چلند ترسره کوۍ، زموږ هیله له تاسو ډیره کوچنۍ ده هغه دا چي مسلمانانو ته په حکومت کي مقام او څوکۍ مه ورکوۍ صرف او صرف هغوی ته د انسان په سترګه وګورۍ، څومره درناوی چي حیواناتو ته په ځانګړې توګه غوایانو ته لرۍ د هغه په نیمه پیمانه هندي مسلمانانو ته درناوی وکړۍ، د انسانیت په سترګه ورته وګورۍ او حقوق یې مه تر پښو لاندې کوۍ.
لنډه دا چي افغانان د نظام دجوړښت په برخه کي تاسو ته اړتیا نلري چي نظام مو په څه بڼه او شکل وي، دا د افغانانو کار دی نه ستاسو، تاسو د خپلو شومو او مغرضانه اهدافو په لټه کي یاست نه زموږ د خیرخواهۍ په لټه کي، خپل ناسالم رقابتونه مو دلته مه را انتقالوۍ افغانان پریږدۍ چي پخپلو کي د خپلې خوښې وړ نظام رامنځ ته کړي؛ د افغانستان امن د سیمې د امن په معنی دی او د افغانستان بحران او نا امني د سیمې د بحران او نا امنۍ په معنی ده.
درنښت
