No-IMG

سیاسیون ولې ولس ته دروغ وایي؟؟!

‏هغه خبره چي ما غوښتل و یې کړم نظر محمد مطمئن صیب د خپلو سترګو لیدلي حال په اساس کړېده (‏نهه کاله وړاندي، جاپان کې طالبانو او د حکومت استازو وویل:"د افغانستان مسئله نظامي حل نه لري، باید پر سیاسي حل یې تمرکز وشي."

نن په تهران کې بیا همهغه خبره، تر کله ولس انتظار شي، او کله به ښکېل اړخونه عملاً سیاسي حل ته ترجیح ورکړي.

نظامي حل به لنډمهال، مګر سیاسي حل به پایداره وي. نه تنها زما بلکه د هر افغان نظر دا دی. صحیح ده چي جنګ د حل لار نده او ښه پوهیږۍ هم نو آخر ولې عمل نه ورباندې کوی؟ ولې ولس ته دواړه خواوې دروغ وایاست؟ کلونه کلونه تېر شول او لا هم تېریږي چي همدا خبره ‏کوۍ چي روان بحران د نظامي لارې حل نلري خو عمل کې مو هیڅ نشته؛ آخر تر کله د ولس سترګو ته خاورې پاشۍ؟ د تهران په غونډه کې هیڅ تازه او هیله بښونکې خبره نده شوې، ټولې زړې او تکراري خبرې وې.

حقیقت دا دی چي ګاونډیانو مو خپلو ګټو پسې سرګردانه دي او افغانان داسې انګیري چي ګواکې ایران او نور ګاونډیان مو موږ ته سوله راوړي، هیڅوک موږ ته نه سوله راوړلی شي او نه دا کار کوي.

په ځای د دې چي کله د یوه دروازې ته او کله د بل دروازې ته ودریږو نو غوره دا ده چي یو بل و زغمو، د خودخواهۍ، تکبر، بي ځایه غرور له خپل ذهن څخه لرې کړو او خپلې ستونزې ‏پخپله حل کړو، ځکه بل هیڅوک نه زموږ درد احساسولی شي او نه مو هم نورې ستونزې درک کولای شي.

لنډه دا چي ولس نور د روان بحران د ټولو ذیدخلو سیاسیونو له تشریفاتي او نمایشي ناستو تر پوزې رسیدلی ځکه دې ناستو د روانې کشالې په کمښت او یا د حل په برخه کې هیڅ راز مرسته نده کړې او نه به یې هم وکړي تر هغو چي عملي ګامونه وانخیستل شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک