No-IMG

بهرني هېوادونه د افغانستان په تړاو ناستو کي څه غواړي او موخې یې څه دي؟؟!!

ټاکل شوې ده چي په نوي ډیلي کي د سیمې هېوادونو د امنیت شورا سلاکارانو او پنج شنبې به په اسلام آباد کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د امریکا، روسیې، چین او پاکستان د ځانګړو استازو ترمنځ د افغانستان په اړه ناسته ترسره کیږي؛ باور مو دا دی چي نور ټول بهرني هېوادونه خپل شوم رقابتونه زموږ هېواد ته را انتقال نکړي، خپلې ستونزې مخامخ او په مستقیم ډول پخپلو کي سره حل کړي، په افغانستان کي د یو بل ته زور نه ښکاره کوي، یو بل ته د دامونه نه ږدي او خپلو شومو موخو ته د رسیدو په خاطر د زموږ خاوره یو د بل په وړاندې د سنګر په توګه نه ټاکي؛ موږ هم ستاسو په شان د آرام ژوند کولو حق لرو، افغانان پریږدئ چي پخپله خپل هېواد و رغوي.

موږ پوهیږو چي تاسو د افغانانو د سوکالۍ او خوشبختۍ په موخه سرګردانه نه یاست، کله یو ځای او کله بل ځای راټولیږۍ، نه غواړۍ چي یو خپلواک، آرام، سوکاله، خودکفا، له جنګونو او ګډوډیو فارغ افغانستان د ځمکې پر سر و اوسي.

افغانان ستاسو په مغرضانه او شومو کړنو ښه با خبره او پوه دي، چي څه غواړۍ، څه کوۍ او د کومو موخو لپاره تر مختلفو نومو لاندې ناستې ترسره کوۍ؛ نن افغانان له یو ستر اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان دي، فقر، لوږه، بیکاري او د ژمي سوړ موسم په را رسیدو دی خو تر دې دمه هیڅ هېواد محسوسه مرسته نده کړې، دا دی درې (۳) میاشتې پوره کیږي چي افغانان له بد اقتصادي ناورین سره مخامخ دي د خوراکي توکو، سون توکو ...... بیې د پخوا په توپیر څو برابره زیاتې لوړې شوي خو د سیمې هېوادونه او بیا په مجموع کي د نړۍ اکثریت ستر قدرتونه پدې لټه کې دي چي څنګه، په څه شکل او د چا په واسطه افغانستان کي یو بل ستر خونړی ناورین رامنځ ته کړي؟

د افغانستان په قضایاو کي له ښکیلو بهرنیو هېوادونو څخه مو هیله دا ده چي که پدې فعلي بد اقتصادي ناورین کي د بشر دوستۍ لاس نشۍ راکولای نو لطفاً مهرباني وکړۍ د شر او دښمنۍ لاس مه راکوۍ، ظاهراً د افغانانو د روان دردناک وضعیت ته د حل لار لټولو په موخه پخپلو ناستو موږ مه تیر باسۍ پدې خاطر چي افغانانو ته ستاسې اخلاص ښه ثابت شوی چي تل مو د جنګ او بدبختۍ د طرحو په جوړولو موږ ته کندې ایستلي دي، راځۍ دا ځل افغانانو ته له جنګ او بدبختۍ فارغ افغانستان پریږدۍ د خونړیو تجربو ته او طرحو ته مو د پای ټکی کیږدۍ د افغانستان امن د سیمې او نړۍ د امن په معنی دی.

درنښت

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک