No-IMG

رزاق مامون د تاند (Taand) ویب پاڼې د نوي مسئول مدیر په توګه ګمارل شوی!!

د ناټو د شل کلن ماموریت په لړ کي یو شمېر افراد او اشخاص یوازي د همدې لپاره په رسنیو کي ګمارل شوي وو  چي د بهرنیانو له خوا ورکړل شوې طرحې او پلانونه پلي کړي ترڅو خپل زهرجن او شوم تبلیغات عامه اذهانو ته ورسوي، دې ډول پردیپالو ژورنالیستانو او لیکوالانو پوره شل کاله د خپل ولس په دښمنۍ او د خپلو غربي بادارانو په خوش خدمتۍ کي تېر کړل؛ د بهرنیانو تر وتلو وروسته لا هم دوی په قرار ندي ناست او د پخوا په شان خپل شوم تبلیغات، درواغ او د پخواني حکومت د فاسد او بد اخلاقه ټیم پر ننګه لیکنې او تبلیغات ترسره کوي، دوی د پوه شي چي ولس نور له تاسو، مفسدو، غلو، بد اخلاقو، فاحشو، شرابیانو، پردیپالو، جاسوسانو او د غرب ګوډاګیانو نجات ترلاسه کړی ستاسو پوچ او درواغجن تبلیغات نور هیچا ته د منلو وړ ندي. له مسایلو با خبره، د قلم او ژبي درلودونکي ځوانان هم پخوا او هم اوس شتون لري د تل په څیر به ستاسو مفسدینو پر وړاندې مبارزه کوي او ستاسو له درواغو ډک تبلیغات به په نطفه کي خنثی او افشاء کوي.

د پردیپالو لیکوالانو او ژورنالیستانو له جملې یو هم رزاق مامون دی چي ټول عمر یې په درواغو او تهمت تېر شو خو اوس داسې ښکاري چي تازه د تاند ویب پاڼې مسئول مدیر ټاکل شوی ځکه د تاند ویب پاڼې نشرات او د رزاق مامون نشرات په بشپړه توګه یو شان دي او هیڅ توپیر پکې نشته، د تاند ویب پاڼې مسئول ټامیان چي تل د تابوت ساز مفسد او بد اخلاقه ټیم په ننګه تبلیغات کوي؛ د تېر په څیر یې یو ځل بیا د ح.ا.ا په ګوند تور لګولی چي ګواکې د دې ګوند مشر د غني د واکمنۍ تر نسکوریدو وروسته چوپه خوله وو او تازه پاکستان هېواد ته تر یو مخفي سفر او څه مودې ځنډ وروسته راڅرګند او د جمعې لمونځ یې خپلو پلویانو سره ګډ اداء کړی، تاند ویب پاڼه پخپل راپور کي لیکي او تور پورې کوي چي د یاد ګوند مشر د جمعې د لمانځه په خطبه کي ویلي چي پخواني حکومت په ارګ کي کلیسا جوړه کړې وه.

د تاند شریرې او د تابوت ساز ټیم حامي ویب پاڼې مسئولینو ته په څو لنډو ټکو کي لاندې ځوابونه وړاندې کوو:

۱- د ح.ا.ا امیر اوس تازه نه بلکه څه باندې دوه نیمې میاشتې وړاندې په (۱۴۰۰/۰۶/۲۴)ڼېته چي د سپټمبر میاشتې له (۱۵) نېټې سره سمون خوري ګاونډي هېواد پاکستان ته د خپلې سترګې د درملنې په موخه علني سفر درلود چي د دې سفر په لړ کي د یاد هېواد د پارلمان مشر اسد قیصر یې هم لیدو ته راغلی وو او عکسونه یې پر ټولو ټولنیزو رسنیو خپاره شول، د یادولو وړ ده چي دا سفر د ځمکې له لارې ترسره شوی نه د هوا له لارې؛ چي ستاسو دا ادعا په بشپړه توګه درواغ او خلاف د حقیقت دی.

۲- تاسو ادعا کړې ده چي د ح.ا.ا امیر له څه مودې ځنډ وروسته د تېرې جمعې ورځې په لمانځه کې را څرګند شوی؛ دا ادعا مو په بشپړه توګه ناسمه او درواغ ده، ستاسو سترګې او غوږونه یا خو کاڼه او ړانده دي او له بیشرمۍ دا ډول درواغ وایاست، د ح.ا.ا امیر بلاناغه او له کومې وقفې پرته هره جمعه د ایمان په مسجد کې د لمونځ کوونکو امامت کوي، د نوي حکومت تر جوړیدو وروسته بیا تر دې دمه هیڅ وقف پکې نده راغلې په استثناء د یوې جمعې چي یوه نیمه میاشت وړاندې ښاغلی امیر صاحب پاکستان هېواد ته په سفر تللی وو؛ نور هره جمعه یې د ایمان په مسجد کې خطبه درلودله.

د جمعې د لمانځه له خطبو ور ها خوا له ګڼ شمېر اروپایي، آسیایي او شرقي رسنیو سره یې په لس ګونو مرکې کړي دي خو تاسو په ډیرې بیشرمۍ او سپین سترګۍ ادعا کړې چي تر یوې مودې ځنډ وروسته راڅرګند شوی.

۳- د تاند پردیپالې ویب پاڼې ادعا کړې چي ګواکې د ح.ا.ا رهبر ویلي دي چي د ارګ په ماڼۍ کي کلیسا جوړه شوې وه؛ دا ادعا هم په بشپړه توګه درواغ او تهمت ده چي د تاند لیکوال په بیشرمۍ او بې حیایۍ سره دا ادعا پخپل راپور کې کړې ده، قطعا داسې نده ویل شوي که هر عاقل او بالغ انسان د تېرې جمعې لمانځه د خطبې متن ولولي نو پوهیږي چي د خطبې په متن کي قطعاً داسې کومه جمله نشته، د ثبوت لپاره د یادې خطبې همغه برخه کټ مټ ستاسو او د ټولو لوستونکو مخې ته ږدم:

رسانه هاى غربى افشاء كرده اند كه تعدادى از پناهجویان افغان در سویدن؛ برای دریافت اقامت در آن کشور؛ تغییر دین داده اند؛ و از اسلام به مسيحيت رو آورده اند.  در يك كليسا آنان را به گونه اى نشان مى دهند كه اوراقى در دست دارند و آن را مى خوانند؛ 

كشور هاى غربى به اين اكتفاء نكردند كه در جريان بيست سال اشغال؛ براى هويت زدائى افغان ها و مسخ فكرى و اخلاقى نسل جوان كشور؛ از تمامى امكانات و فرصت ها استفاده كردند؛ صدها مراكز فساد اخلاقى، كليسا ها؛ حتى در جوار ارگ درست كردند؛ تعدادى زيادى از زنان غرب زده را در برابر حقوق توظيف كردند تا با لباس غربى مينى ژوب و پتلون هاى كوبايى شاريده نمايان و اين سبك لباس را در افغانستان رائج كنند. اكنون كه عده اى از افغان ها به دليل جنگ و پى آمدهاى خونين اين جنگ تحميلى ناچار كشور را ترك كرده اند و به غرب پناه برده اند؛ وادار به ترك دين خود مى شوند!! در حالى كه به گونه رياء كارانه اعلان كرده اند كه به (700000) هفت صد هزار مهاجر افغان كه همكاران ناتو بودند و يا از ناحيه امنيتى احساس خطر مى كنند؛ پناه مى دهند؛ معلوم است كه اين پناه دادن ها و تشويق افغان ها به مهاجرت؛ نه تنها انگيزه انسانى ندارد بلكه در عقب آن عزائم بدى وجود دارد و با استفاده از مجبوریت هاى افغان ها مى خواهند سرباز گيرى كنند و در بخش هاى گوناگون از آنان استفاده نمايند.

هیله ده لوستونکي خپل واقعي او بیطرفه قضاوت وکړي او د تاند ویب پاڼې مسئولین نور خپلو درواغجنو او بیځایه اتهامونو ته د پای ټکی کیږدي.

درنښت

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک