No-IMG

د يو هدف وضاحت کول غواړم

زه ذاتا د اشخاصو تنقيد نه خوښوم چې يو فرد دې من حيث فرد د نقد هدف وګرځول شي

مګر نن چې کوم شخص تاسې يې په دې پوسټ کې انځورونه وینئ، د ده په اړه د ليکنې تر شا د يو هدف وضاحت کول غواړم ، ځکه يې انځورونه له تاسو سره شريکوم، اګر دلته هم زما هدف د دې شخص نقد کول نه دی.

دا شخص دکتور سيد محمد علي الحسيني نومېږي، د لبنان 12امامي شيعه عالم دی، په شيعه‌ګانو کې هغه اماميه ډله چې د اسلامي امت ځيني افراطيان يې مطلق کافره بولي، خصوصاً د سعودي د علماو اکثريت يې، حتی په دې خبره د سعودي د يو شمېر لويو لويو علماوو فتوی او تصريحات هم موجود دي. په انټرنېټ کې يې لټولی او لوستلی شئ.

خو د تعجب خبره دا ده چې دغه امامي عالم محمد علي الحسيني يې ترې مستثنی کړی دی، په دې خصوصاً ورځو شپو کې چې د ايران او سعودي سياسي اختلافات اوج ته رسېدلي دي، دی ورته نه رافضي دی، نه کافر او زنديق دی، نه شاتِمُ الصحابة او د أمهات المؤمنين (رضي الله عنهم جميعاً) سپکاوی کوونکی او پر هغوی تهمت تړونکی دی، نه د عبدالله بن سبا تابع دی، نه د عمر الفاروق رضي الله عنه په قاتلانو کې راځي، نه د أبو لؤلؤ المجوسي پيرو دی، نه ولد الزنا او ولد مُتعه دی او نه هم نور بد-و-بلا او بدتر دی، سره له دې چې اوس هم ځان اثناعشري شيعه بولي او ښکاره د سعودي په چينلونو د دې خبرې اعتراف کوي!!!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

محمد هاشم شاهین

پر وېبــسائټ دا لیکنه نیمگړې لیکل سوېده...

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک