No-IMG

د ذاتي فساد ارزونه

1. که چېرته تاسو په هوټل کې چای څښئ او د کور په پرتله دلته خپلې پيالې ته زیاته بوره اچوئ، نو دا امکان شته چې په تاسو کې دې د خیانت تاثيرات موجود وي.

2. که تاسو په عام تشناب کې د کور په نسبت زیات ټشو پیپر استعمالوئ، نو ستاسو دننه یو غل پټ دی که چیرې موقع پیدا شوه، نو ضرور به يوه ستره غلا هم کوئ.

3. که تاسو په خپله پلیټ کې دومره خواړه اچوئ چې تاسو یې نشئ خوړلای او دا ځکه چې مصرف يې د بل چا په جیب باندې بوج کیږي، نو تاسو فطرتاً یو طمَّاع او حريص انسان یاست.

4. که تاسو په عام ډول قطار ماتوئ او ځان وړاندې رسوئ، نو که تاسو ته یو طاقتور مقام درکړل شي، نو د دې قوي امکان شته چې تاسو به د خپل واک څخه غلطه استفاده کوئ.

5. که تاسو په ترافیک جام کې قطار ماتوئ او د نورو موټرونو مینځ ته ځان رسوئ، دا په دې معنی چې که تاسو کله د حکومت د خزانو ساتونکي جوړ شئ، نو امکان شته چې تاسو به پکې اختلاس وکړئ، ځکه چې تاسو قوانینو ته ارزښت نه ورکوئ.

6. که تاسو د خپل کور د کثافاتو اوبو لپاره د سمې لارې جوړولو پر ځای، لار يې د خپلو ګاونډیانو خوا ته ور اړوئ، نو تاسو د ټولنیز ادابو او تربيې نه بې برخې یاست.

7. که تاسو په عامه تأسياستو او دفتر کې اضافي څراغونه نه مړه کوئ، نو که تاسو ته موقعه درکړل شي، تاسو به د ملي او دولتي وسایلو تاوان کوئ.

8. که تاسو په کمپیوټر او موبایل کې ډېرې لوبې کوئ، نو تاسو یو کاهل او سست انسان یاست او خپل ژوند په بې معنا کارونو کې ضایع کوئ.

9. که تاسو یو زده کوونکي یاست او یوازې هغه وخت درسونو ته تیاری نيسئ چې امتحانونه نژدې شي، نو تاسو ناپاک، تنبل او د وخت ضايع کوونکي یاست، تاسو یوازې خپل ځان سره نه، بلکې د خپلو والدینو، ټولنې او له ملت سره هم دښمني کوئ.

10. که تاسو فکر کوئ دا خبرې په داسې شکل ليکل او د ځان ارزيابي مهمه نه ده، نو تاسو د ناپاک نيت څښتن، خودخواه او د نقد نه منونکي یاست  او په اسانۍ سره به د ټولنې په بد حال کولو کې ونډه واخلئ.

 

دا ذاتي ارزونه مې يو چېرې ولوستله، باور وکړئ چې ډېره خوندوره او اړينه ارزونه ده، ځکه مې سم‌دستي د دې په خاطر وژباړله چې مونږ او تاسو ټول يې له خپلو ملګرو، وروڼو خويندو، خپلوانو او ماشومانو سره شريکه کړو، څو د دې ارزيابۍ له لارې د خپل ځان اصلاح وکړو.

فکر کوم دا ډول ارزونه د مراقبې او د خپل ځان د محاسبې يوه ښکلې او عملي بڼه هم ده.

هيله ده چې د ځانونو د اصلاح په خاطر ترې استفاده وکړو.

 

ارزونه

له_بلې_زاويې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک