واده (شراکت) دی که (لباس)؟
کله چې مونږ وایو واده (شراکت) دی، دا معنا لري چې مېړه او ښځه هر څه په مساوي ډول سره شریکوي؛ مسئولیتونه، لګښتونه، مکلفیتونه، حقونه او نورې دندې... دغه مفهوم يعنې واده ته د (شراکت) رنګ او نوم ورکول د لویدیځ یا له بهرني فکر سره اړخ لګوي، چېرته چې د ازدواجي اړیکې په اړه د (شریک) اصطلاح ډېره کارول کېږي. دا اصطلاح (شریک) د نړۍ له خوا د ښځو او نارینه وو تر منځ د مساواتو (برابرۍ) د حرکتونو له پیل سره رواج شوه او دا مفهوم د ژوند په مادي برخه کې د سرمایهداري فلسفې څخه سرچینه اخلي، په ځانګړې توګه د سوداګرۍ، پانګونې او شخصي ملکیت په برخه کې. د لویدیځ ټولنیزو اړیکو دغه اصطلاح د سرمایهدارۍ له فکر څخه را اخیستې ده.
خو مونږ مسلمانان په دې باور نه یو چې واده شراکت دی او نه دا منو چې هر میړه د خپلې مېرمنې شریک دی. ځکه که موږ د (شریک) اصطلاح ومنو چې د هر څه په مساوي ډول شریکولو معنا لري، نو دا به په دې معنا وي چې کورنۍ دوه مشران لري چې دواړه یو ډول صلاحیتونه لري. او دا معنا هم لري چې دواړه شراکت کوونکي کولی شي که وغواړي د کورنۍ په اداره کې درېیم شریک هم داخل کړي او دغه شراکت کوونکي کولی شي د خپل ګډ ژوند لپاره هر ډول مرجع چې غواړي غوره يې کړي، ځکه دوی پخپله د هر ډول پرېکړو واک لري. او د کورنۍ د جوړولو په وخت کې هر لوری له بل لوري سره په مساوي ډول په هڅو او پیسو ګټلو کې برخه اخلي. او که چېرته طلاق او بېلتون راځي، نو هر لوری به شته اموال، ملکیتونه او حتی د ماشومانو ساتنه په مساوي ډول سره شریکوي. دا ټول مفاهیم له اسلامي منهج سره په ټکر کې دي، ځکه چې اسلامي منهج د دواړو اړخونو تر منځ اړیکې پر عدل او د هر لوري د وړتیاوو په نظر کې نیولو سره تنظیموي، نه د مطلق شراکت پر بنسټ.
که موږ د قرآني آیتونو په وصفونو غور وکړو چې د واده د اړیکو په اړه لارښوونې کوي، نو وینو چې د میړه او مېرمنې تر منځ اړیکه د (لباس)، (مودت)، (رحمت)، (سکون) او (حرث) پر اصل ولاړه ده. دغه ټول اوصاف د شریک له معنا سره په ټکر کې دي. قرآن د دواړو اړخونو تر منځ تړون ته د شراکت تړون نه دی ویلی، بلکې دا یې (میثاقِ غلیظ) يعنې کلکه ژمنه بللې ده. د (عقد) او (میثاق) تر منځ ډېر توپیر شته. عقد هغه دی چې دواړه اړخونه یې په اسانۍ سره ختمولی شي او د پای نېټه هم لري. خو میثاق یوه ډېره ژوره کلمه ده، جامع، شامله او لویه معنا لري، میثاق د تړون په کلک نیولو او تړون ته په تمامه معنی په ژمن پاتې کېدو دلالت کوي، ځکه دا قوي او متین تړاو دی، او پرېښودل یې سخت او دروند کار دی. او د دې تړون لپاره د پای نېټه نشته، بلکې دا یو دائمي تړون دی. دغه میثاق عادي نه دی، بلکې دا (غلیظ) يعنې کلک او ټينګ تړون دی، لکه څنګه چې قرآن کریم یې وصف بيان کړی دی. نو دا مسئله له شراکت سره ډېر ستر تفاوت لري.
اما د (لباس) مفهوم د میړه او مېرمنې تر منځ، لکه څنګه چې الله تعالی د واده اړیکه توصیف کړې ده (هن لباس لکم و انتم لباس لهن) يعنې دوی ستاسو او تاسو د دوی لباس (جامه) ياست، دا د واده اسلامي توصیف دی، نه شراکت. لباس د یووالي، بشپړتیا، همغږۍ، ښکلا، زینت، ساتنې، عفت، پاکۍ او د فطرت معناوې لري. دا ټولې معناګانې شراکت نه شي رامنځته کولی. لباس پر یووالي، همکارۍ، همغږۍ او نږدېوالي ولاړ دی، خو شراکت پر ګټه او زیان د حساب پر اساس ولاړ دی. نو د دې دواړو تر منځ هم لوی توپیر شته.
قوامت او اطاعت هم د (لباس) تر مفهوم لاندې راځي. قوامت د ساتنې، کفایت او مشورې له لارې کېږي، او اطاعت په معروف يعنې په نيکو کړنو او اوامرو کې وي. د میړه او مېرمنې تر منځ د اړیکې اساس عدل او د ظلم نه کول دي، او د دوی مرجع هغه څه نه دي چې په خپل مزاج سره پرې هوکړه وکړي، بلکې د دوی مرجع هغه نظام دی چې الله تعالی په قرآن کريم کې ټاکلی دی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم هدایات پرې راغلي دي. د میړه او مېرمنې تر منځ د اړیکې اصل تفاهم، ايثار، قرباني او همکاري ده او د اجر نیت کول دي. دا نه ده چې د واده له لومړۍ ورځې څخه خبرې داسې پيل شي چې (دا زما حق دی، دا ستا حق دی، یا دا زما وظیفه ده او دا ستا وظیفه ده). د حقونو او دندو يعنې د مسئوليتوو د وېښ خبره هغه وخت راپیدا کېږي چې ستونزې او اختلافات پیدا شي، نه د میړه او مېرمنې د اړیکې په اصل کې، ځکه چې د اسلام له نظره په دې اړيکه کې اصل تفاهم، قرباني او همکاري ده.
موږ نن د واده په اړه ډېر ناسم مفاهیم لرو، ځکه موږ د لویدیځو نظریو څخه ډېر اغېزمن شوي یو او له بده مرغه د واده د اړیکې په اړه د قرآن کريم او مبارکو سنتو اسلامي فهم څخه لرې تللي یو. یا زمونږ اولادونه د ټولنیزو رسنیو په شبکو کې خپرو شویو شیانو او په سریالونو او فلمونو کې د هغو نظریو له امله چې تولیدوونکي او د سوداګرۍ فکري تمايلات لري، داسې چې د دوی نظریات زمونږ له دین او کلتور سره هېڅ تړاو نه لري؛ اغېزمن شوي دي. نو په دې ډول د واده په اړه زمونږ نظرونه هم خراب او ناسم شوي دي، او متأسفانه د واده اړیکه زمونږ په ټولنو کې هم یو ډول جنګ او جګړې ته ورته شوې ده، چې هر څوک غواړي پر بل غالب شي او بریالی شي، همدا علت دی چې طلاقونه ډېر شوي دي. که مېړه او مېرمن د (لباس) او د (میثاق غليظ) پر مفاهيمو ځان پوه او عمل پرې وکړي، نو دوی به په خپل واده کې خامخا برکت، مودت، رحمت، عاطفه، خوشالي او د راحت احساس او عملي تاثير ويني. (ژباړه)
واده
