زمونږ پر ولس د امريکايانو د ظلمونو يوه دردونکی کيسه
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس عبدالکریم خرم په خپل کتاب کې زمونږ پر ولس د امریکایانو د ظلمونو یوه کیسه داسې لیکي؛
“عایشه د کونړ د وټه پورې څلور کلنه نجلۍ وه. هغې له خپل مور او پلار او د کورنۍ له نورو غړیو سره له یوه کلي نه بل کلي ته سفر کاوه چې د سپرلۍ په موټر یې امریکايي هوايي ځواکونو برید وکړ. د هغې کورنۍ ټول غړي په دې برید کې ووژل شول یواځې دا ترې ژوندې پاتې شوه، خو په داسې ډول چې کیڼ لاس یې غوڅ شوی ؤ او مخ یې له سترګو او پزې سره له منځه تللی ؤ. امریکایانو ماشومه د کابل هوايي ډکر په پوځي برخه کې د فرانسویانو روغتون ته راوړې وه. ما له دې پیښې ولسمشر خبر کړ. څو ورځې وروسته یې پوښتتنې ته ورغلو. د ماشومې مخ یې پر سپین ټوکر پوښلی ؤ، غوڅ شوی لاس یې په بنداژ کې پېچل شوی ؤ، د مصنوغي تنفس غږ یې ډېر جګ ؤ او وړوکې پښې یې له روجايي نه د باندې راوتلې وې. ولسمشر یې هک پک د کټ تر څنګ ودرېد. ما چې د دې نندارې توان نه دلود لرې ولاړم، ولسمشر وروسته وویل په ژوند کې مې هیڅکله هم د کوم ماشوم د مرګ هیله نه ده کړې خو په هغه ورځ یې له ځان سره ویلي وو درېغه دغې ماشومې هم له خپلې کورنۍ سره یو ځای ساه ورکړای وای. یو دوه تنه امریکايي سرتیري د سیوري په څېر په هغو فرانسویانو ډاکترانو پسې وو چې مونږ ته یې تشریحات راکول. څرنګه چې ولسمشر غوښتل چې سمدستي هغه د درملنې لپاره بهر ته واستول شي، ما خپل مرستیال محمد ظاهر غوث ته چې له فرانسویانو سره یې آشنايي درلوده دنده وسپارله چې فرانسې ته د عایشې د لېږلو زمینه برابره کړي، نوموړي د فرانسویانو له چمتوالي خبر راکړ. کله چې امریکایان له دې جریان خبر شول په ډېر ټینګار یې غوښتل چې عایشه د فرانسې پر ځای امریکا ته ولېږدول شي. بالاخره مو له هغوی سره موافقه وکړه. یاده ماشومه له یوه خپلوان سره امریکا ته ولېږدول شوه او په والتر رید روغتون کې بستر شوه. تر روغتونه وروسته په امریکا کې یوه افغاني مهاجره کورنۍ داوطلبه شوه چې د درملنې تر بشپړېدو پورې نوموړې په خپل کور کې وساتي. ما څو کاله وروسته د ډاکتر اشرف غني د حکومت پر مهال عایشه له افغان ژورنالیست سید عبدالله نظامي او سویډني لیکوالې ترز سوفیا سره یوځای د ولسمشر کرزي کور کې ولیده. نوموړې لیکوالې غوښتل د عایشې په باب کتاب ولیکي. عایشه ګۍ غټه شوې وه خو له دوو سترګو، یوې برخې پزې او یوه لاس نه بې برخې وه”
دا دامریکا د لبرالې ډموکراسۍ د بشر حقوقو د داعیې له دروغجنې پردې شاته د وحشت، ظلم او بربریت یوه ډېره وړه برخه ده. امریکا او د امریکا افغاني بچي به له دې خاورې ورک شي خو د عایشې د ښایسته او روغ تن مسؤلیت څوک په غاړه اخلي؟
د هغې د ژوند د تباهۍ مدعي څوک دی؟
له چا یې پوښتنه وکړي؟
