No-IMG

قطر کې روان مذاکرات له خبرو پرته نور هيڅ اهميت نه لري

دوحه کې د خبرو روانه پروسه له خبرو پرته نور هیڅ اهمیت نه لري. دا چې بین الافغاني خبرې څرنګه باید سر ته ورسیږي، په کومه نتیجه ختمې شي، د خبرو په نتیجه کې څه ډول سیاسي جوړجاړی رامنځ ته شي تیار فیصله شوي. د امریکایانو او طالبانو د خبرو پر مهال امریکایان دې نتیجې ته رسیدلي وو چې نه یې غوښتل په بین الافغاني خبرو وخت ضایع کړي. دوی طالبانو سره د سولې داسې یو سند لاسلیک کړ چې هغې کې طالبانو ته د دې لار برابره شوې وه چې بین الافغاني خبرو کې برلاسي شي.

که امریکایانو سره د دوی د ۱۹ کلنو لاسته راوړنو (!) غم وای دوی به طالبانو سره د خبرو پر مهال د اوربند په شرط تړون لاسلیک کړای وای تر څو طالبان نه وای توانېدلای چې بین الافغاني خبرو کې حکومت د فشار لاندې ونیسي. امریکا، اروپایي ټولنې، د یوناما او ناټو ماموریت مشرانو ټولو دا غوښتل چې طالبانو سره خپل مشکل حل کړي او قدرت ددوی لاس ته وسپاري.

ښکاري آینده داسې طرحه شوې وي چې قدرت د طالبانو په لاس کې وي او د افغانستان نور ټول سیاسي لوري ددوی تر څنګ په ډېر لږ څه مصروف وساتل شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک