No-IMG

ایران ولې افغانستان کې د سولې پروسې مخالفت کوي؟

»‌ قطر کې د روانو بین الافغاني‌ خبرو بنسټ د امریکایانو موافقتنامه ده، کومه چې ایرانیانو ته د منلو وړ نه ده.

» ایران غواړي امریکایان د افغانستان په اوږدې او بې نتیجې جګړې کې مصروف وي تر څو د امریکا توجو د بیجنګ، ‌مسکو او خپله ایران په طرف تقسیمه وي.

» ایران غواړي داسې حکومت په افغانستان کې حاکم وي چې تهران سره ښې اړیکې ولري.‌

»‌ ایران داسې حکومت په افغانستان کې نه مني چې اساس یې آیډیولوژیک وي‌ او خصوصا قضاوتونه یې په حنفي قفه ولاړ وي.

»‌ ایران افغانستان کې داسې کمزوری حکومت غواړي چې په منځني ختیځ کې ددوی د جګړې لپاره د فاطمیونو د استخدام مخه وربنده نه کړي.‌

»‌ایران په افغانستان کې داسې کمزوری حکومت غواړي چې روزانه دې هیواد ته د میلیونونو ډالرو قاچاقو مخه ونه نیسي.

» ایران زمونږ د هریرود او هلمند رود څخه تر زاهدانه خپله شرق خړوبوي، دوی هیڅکله نه غواړي داسې یو حکومت کابل کې راشي چې دوی سره ددې مفتو اوبو حساب وکړي.

» په افغانستان کې قوي حکومت سوېلې آسیا ته د ایران د ګازو او تیلو مارکیټ له لوی خطر سره مخ کیږي، دوی دا هیڅکله نه غواړي.

» دا چې پاکستان د طالبانو سره ښې ډپلوماتیکې اړیکې لري، ایران هیڅکله دا نه شي زغملای او تر خپل وسه به د سولې د پروسې پر وړاندې مشکلات ایجادوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک