No-IMG

ملي ایډیالوژي د افغانستان د ملي ګټو، دیني او ملي حیثیت ساتندویه ده‌

ملي ایډیالوژي د یو ملت جغرافیې، کلتور، تاریخ، ملي ګټو، دیني ازرښتونو او خصلت پورې تړاو لري. ا‪ولسمې پیړۍ کې د پروتستان او کاتولیک عیسویانو دېرش کلنې جګړې  د نړۍ د بین المللي سیاست رنګ بدل کړ. د عیسویانو دا داخلي جګړه د ‪ویسپالیا د سولې په تړون ختمه شوه او په نتیجه کې یې د اروپايي هیوادونو تر منځ د “ارضي تمامیت” او “ملي حاکمیت” اصول رامنځ ته شول. اروپايي هیوادونو د ویسپالیا د سولې په نتیجه کې په خپلو منځونو کې د “دولت-قوم” یا نېشن-سټیټ داکترین وزیږاوه.

‪په همدې پیړیو کې رنسانس، صنعتي انقلاب او د کلیسا له استبداد څخه د اروپایانو د ازادۍ شور هم ښه زور کې وه. پایله یې دا شوه چې غرب د کلیسا او امپراطوریو له استبدادي فکر ازاد او د پرمختک په لور رهي شو.

‪د اوسني نړیوال نظام بنسټ د هماغې وېسپالیا د سولې په تړون کې دی چې په اساس یې ملتونه د “ارضي تمامیت” او “ملي حاکمیت” د اصولو تر مخه ژوند کوي. دې دکتورین د نړۍ د سیاست جوړښت به داسې شکل ترتیب کړ چې نوره پکې د انترناسیونالیزم سوبه نا ممکنه شوه، به بل مفهوم انترناسیونالیزم یا سترواکي د اوسني نړیوال سیاست په جوړښت کې یواځې د ناکامۍ بد قسمت لري ځکه اوسنی نړیوال نظام په فطرت کې د انترناسیونالیستي فکر مخالف دی.

‪افغانستان هم څلوېښت کاله د مخه د کمونستانو د انترناسیونالیزم د ناولو اهدافو ښکار شو، افغاني کمونستانو ګڼ شمېر ځوانان د بې وطنۍ په روحیه وروزل، د ملي فکر پر ځای یې د داسې فکر تربیه ورکړه چې د ملت اکثریت ته د منلو وړ نه وه. افغان کمونستانو ځوان په داسې روحیې تربیه کوه چې د خپل ملت د ګټو پر ځای د مسکو د ګټو فکر وکړي، هغوی لپاره قرباني شي او د هغوی د خدمت عسکر وي. کمونستان په دې فکر نه ول چې ددوی انترناسیونالستي فکر شاید د افغانستان د ایندې د درد دوا وي بلکې د دوی سیاسي بقا ددې فکر ترویج پورې تړلې وه

بدبختي دا ده چې له څلورو لسیزو جګړې وروسته تر دې دمه په هیواد کې داسې فکر رامنځ ته نه شو چې د ناورین اساس ته د ملي دوربین له سترګې وګوري، چا د هیواد د کشالې د حل لپاره له ملي زاویې څیړنه ونه کړه، مسایل له ملي اړخه مطالعه نه شول‌ تر څو په ملي احساس د یو ملي حکومت له لارې د ځوان کهول آینده وژغورل شي.

که افغان ځوان نن هم د خپل ملت مقدسات، تاریخي قدامت، کلتوري اصالت، ارضي تمامیت، اجتماعي خصلت، ملي او دیني‌ ارزښتونه ګټل غواړي باید په ملی آیډیالوژۍ سره راټول شي ځکه یواځې ملي آیډیالوژي د افغانستان د ملي ګټو، دیني او ملي حیثیت ساتندویه ده‌.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک