No-IMG

د شلمې پیړۍ دغه درې لوی انقلابونه د آسیا لویې خاورې ته درسونه او عبرتونه لري

بالشیویکانو چې انقلاب وکړ، لېنن څخه یې پوښتنه وکړه چې د شوروي بهرنی سیاست به څه وي؟ لېنن وویل؛ بهرنی سیاست به بېل ترتیبول غواړي؟ دا به هم کوو؟ لېنن د نړۍ له سره دونې ناخبر ؤ چې بهرنی سیاست یې په جدا برخې نه پېژنده. وروسته سټالېن د لېنن په جوړ کړاي شوي بنیاد داسې سیاست ترتیب کړ چې شوروي د نړۍ دویم لوی قدرت شو.

ماویستانو چې انقلاب وکړ، ماؤ زيدونګ د هېڅ چا خبره نه اورېده. غوښتل یې نړۍ داسې شي څنګه چې دی فکر کوي. وروسته ډېنګ شاپنګ د ده په جوړ کړي ټینګ بنیاد داسې بهرنی سیاست ترتیب کړ چې نن د نړۍ دویم قوي‌ قدرت دی.

ویت کانګ چې انقلاب وکړ، له نړیوال سیاست څخه دومره نا خبر ؤ چې له ویتنام وروسته یې په کمبوډیا حمله وکړه. غوښتل یې ټوله سوېله شرقي آسیا ونیسي. هو چي من د یو رستوارانت خلیفه ؤ خو د هیواد حالاتو دې ته اړ کړی ؤ چې له خپلو پنځو ملګرو سره د فرانسوي او امریکايي یرغل پر وړاندې انقلاب وکړي. د هو چي من دغه بنیاد ؤ چې شل کاله وروسته ویتنام د شرقي سوېلې آسیا قوي اقتصاد شو.

د شلمې پیړۍ دغه درې لوی انقلابونه د آسیا لویې خاورې ته درسونه او عبرتونه لري. د نړۍ په مخ یو هیواد لوی ځواک او قدرت په دې نه جوړېږي چې مشران دې یې حتما له اولې ورځ فلسفي پاچاهان وي.

د یو هیواد راپورته کولو لپاره سیاسي اراده، استقلال او قوي عزم له هر څه اولویت لري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک