قاضي باران
د قاضي باران لیکنی
د نبوي او اسلامي دولت يوه ستره نښه نښانه عدالت دى
د خداى پاک جل جلاله او د پيغمبر صلى الله عليه وسلم په قانون ولاړ او روان دولت کې مجرم او جنايتکار هغه که پاچا وي يا ګدا نيول کېږي او مجازات کېږي.
پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي چې د پخوانيو سلطنتونو د هلاکت او تباهۍ وجهه همدا وه چې غريب به مجازات شو خو مالدار او واکدار به بيغمه خپله غلا او فسق فساد کولو پرته له حساب کتاب يا مجازات څخه.
پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي چې زما لور فاطمه الزهراﺀ د محمد صلى الله عليه وسلم لور که فرضاً غلا وکړي نو هغې ته به زه د شريعت مطابق سزا ورکوم.
سهار راهيسې په سلهاوو اکاونټونو کې د يو لوى واکدار وډيو ښکته پورته کېږي چې په فساد ککړ نيول کېږي.
که همدا نبوي ...
نور ولوله
مونږ افغانان خپل تاريخي او علمي شخصيتونه نه پېژنو
يو عرب څيړونکي ډاکتر ته د کونړ اوسيدونکي ځوان هلک خپل زان د سيد جمال الدين افغان خپلوان معرفي کړاى وو، هغه عرب ډاکټر څو ساده اسانه پوښتنې د ارواښاد علامه په هکله زما په واسطه ورته واستولې ځکه هغه ځوان په عربي پوهه نه لرله.
پوښتنو سره ځوان ترى تم سو او جوابونه له پوښتنو سره هماغسې غيب سول، زمونږ د سلام او وعليکم سلام جواب يې رانکړو، وار په وار به عرب ډاکټر پوښتلم چې ايا هغه د سيد جمال الدين افغان ځوان خپلوان جواب نه دى درکړاى؟
ما به ورته منفي جواب ورکړ.
پاى کې د عرب څيړونکي ډاکتر تمه وشکيده او راته يې ناميدۍ سره وويل چې دا سړى ګومان کوم دروغجن وو او سيد سره يې هېڅ کومه اړيکه نه لرله، مونږ يې خوشې عبث په تمه کړو.
ما...
نور ولوله
د احمد مسعود د اوربند او صلحې شرطونه له طالبانو سره
د الجزيرې چېنل په حواله:
د احمد مسعود د اوربند او صلحې شرطونه له طالبانو سره:
1) دېرش سلنه برخه د دولت نوي تشکیل کې.
2) د پنجشېر بشپړ نظامي مهمات او وسلې ځاى په ځاى پنجشېر کې پرېښودل.
3) کليدي وزارتونو او لوړو ګمارنو کې د هغو توافق او منل.
4) د پنجشېر درې محاصره ختمول او لارې خلاصول پرته له کوم تالاشي او څارنې څخه.
تاسو په دې شرطونو کې څه واياست؟
ايا د اوربند او دايمې صلحې لپاره طالبان بايده دا شرطونه ومني که جنګ ته دوام ورکړي...
نور ولوله
د کابل هوايي ډگر رادار بيا جوړول په ميليونو ډالر او دوه کاله وخت غواړي
د کابل نړیوال هوایي ډګر د بیا فعالؤلو او ترمیم لپاره د قطر تخنیکي ټیم:
تر څو هوایي ډګر بیرته کار اخیستنې ته چمتو او پروازونه پکې پېل سي نو 300 مليون ډالرو ته اړتیا ده.
بيا ودانولو لپاره يې پخوا په شان نږدې دوه کاله کار غواړي.
کوم رادار چې د کابل هوايي ډګر کې وران کړل سوى، هغه له بلجيم څخه کم له کمه په 120 مليون ډالر اخيستل سوى وو.
نور تخنيکي وسايل يې همداراز درونيسئ.
په څوکيو او فرنيچر دومره خرچه نسته څومره چې تخنیکي تجهيزات يې غواړي.
ځکه زما په اند د 300 مليون ډالرو خبره چې مرکه کې د قطر ټيم متخصص وکړه له حقيقت څخه ليرې نه ده...
نور ولوله
عمري قضاوت او عدالت
امام بيهقي رضي الله عنه روايت کوي:
يوې ښځې خپل خاوند وژلى وو نو قضيه يې حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ته وړاندې کړل سوه ترڅو يې په هکله پرېکړه او قضاوت وکړي.
حضرت عمر رضي الله عنه هغه ښځه وپوښتله چې ولې دې خپل خاوند ووژلو؟
ښځې وويل:
زه په عمر کوچنۍ تنکۍ پېغله وم، پلار مې همدغه سړي ته په وچ زور ورکړم حال چې د عمر په لحاظ زما څخه خورا مشر وو او زما خوښ نه وو.
ډېر کوښښونه مو ورسره وکړل ترڅو ورڅخه زان خلاصه او ازاده کړم خو د خپل زان خلاصون هڅو کې عاجزه پاتې سوم.
دنيا راباندې هم تنګه هم توره شپه سوه او بله لار راپاتې نسوه يوه کاڼه لاس ته راغله، زړه مې راته...
نور ولوله
د ابن خلدون په اند د هيوادونو د زوال او نړيدو او سقوط روښانه نښې نښانې
د ستر مورخ او ټولنپوه ابن خلدون په اند د هيوادونو د زوال او نړيدو او سقوط روښانه نښې نښانې
د رښتيا او دروغ، جهاد او وحشيانه وژنو ترمنځ مرزونه او توپيرونه ړنګ او سم مفاهیم له ناسمو سره د وګړو په ذهنونو کې ګډ وډ او مغشوش سي.
ويره او ډار خپور، امنيت نابود، غلا زياته او پرله پسې په وګړو د غمونو او مصيبتونو يرغل کتار سي.
ګدايي، سوالګر او جادوګر او فالبينان او منافقين زيات سي، جعلکار فريبکار سوداګر بازارونه اشغال کړي او د هر هنر هرکاره دروغژن مدعيان هرځاى وليدل سي.
بې سليقه بې ذايقه له ادب او هنر څخه خالي سندرغاړي غلبه کوي او بې خونده شعر او شاعري وګړي زمزمه کوي.
لوفران، سپک او پوچ ګفتا...
نور ولوله
د نړۍ تر ټولو بدبخته او غمجن هېوادونو سر کې بيا لومړی افغانستان، جنوبي سوډان او زيمبابوی دی
د ښادۍ نړيوال راپور کې د نړۍ خوشحاله او ښاد هيوادونو سر کې
فنلنډ، بيا ډنمارک او سويس دى.
ترټولو بدبخته او غمجن هيوادونو سر کې بيا لمړى افغانستان، بيا جنوبي سودان او زیمبابوې دى.
خداى پاک جل جلاله فرمايي (طه، ما انزلنا عليک القران لتشقى) صدق الله العظيم.
ژباړه: اي پيغمبره، قران مو درباندې د دې لپاره نازل کړاى نه دى چې تاسو غمجن او بدبخته شئ.
کله چې د انسان ښادي او خوشحالي د خداى پاک جل جلاله او قران عظيم شان او د اسلام ستر هدف او موخه وي نو مونږ افغانان چې نږدې 100% مسلمان يو ولې ترټولو بدبخته او غمجن قوم او هيواد يو، او د نامسلمانو په برخه ولې ښادي په نصيب سوې ده؟
پرته ل...
نور ولوله
زمونږ د ټولنې رښتينی کيسه
څو کاله وړاندې د شاه دو شمشيره جومات سره د کار او امور اجتماعي ودانۍ په دوهم پوړ کې يو سپينږيرى مامور ناست وو مکتوبونه يې د ټايپ ماشين په ذريعه ليکل کړس او کړوس يي وو، زړه مې ورته بد سو نو کله يې چې زما مکتوبونه وليکل او لاس کې يې راکړل څو افغانۍ مو د مېز په سر ورته پريښودلې پرته له دې څخه چې هغه د نورو مامورينو په څېر غوښتنه يا لاس اوږد کړي، په وتلو وم چې سپينږيرى کاتب پيسو ته متوجه سو غږ يې کړو راباندې چې دغه پيسې دې زان سره واخله ځکه دلته زما نږدې څلويښت کلونه کېږي خو الحمد لله له دومره غريبۍ او محتاجۍ سره مو يوه افغانۍ له مراجعينو څخه اخيستې نه ده او تر مړينې به هم خپله غاړه بنده نکړم.
د دې پاک نفسه نايابه غيرتي غريب بوډا مامور رد فعل سره د عبقرياتو مولف او د ستر ليکوال او مفکر عباس ا...
نور ولوله
ګوره چې افغانان خداى مکړه ذهن ته در نشي...
عراقى مورخ او ټولنپوه ډاکتر علي الوردي وايي کله چې د انګريزانو جنرال سټنلي موډ 1917 ز کال کې مخ په بغداد روان شو، وړاندې له دې څخه چې بغداد ته دننه شي يو عراقى شپون يې له خپل سپي او رمې سره وليدلو.
شپون ته يې وويل يو پاونډ درکوم که خپل سپى دې راته حلال کړو، هغه مهال يو پاونډ ډېر ارزښت لرلو.
شپون چاړه راواخيسته خپل سپى يې حلال کړو او پاونډ يې خپل جېب کې واچولو.
جنرال ورته وويل که څرمن دې ورڅخه وويست بل پاونډ درکوم.
شپون د خپل سپي څرمن وويست بل پاونډ يې هم جېب ته کړو.
جنرال ورته وويل که خپل سپى ټوټه ټوټه کړى نو دريم پاونډ به هم خپل کړى....
نور ولوله
مدينه منوره کې د دې مبارکې څاه نوم الاسواف دى
حضرت ابو بكر الصديق او حضرت عمر الفاروق او امام علي بن ابي طالب رضي الله عنهم اجمعين همدلته له پيغمبر صلى الله عليه وسلم سره يوځاى ناست دي.
پيغمبر صلى الله عليه وسلم په دې څاه کې خپلې مبارکې پښې غزولي دي او د همدغه څاه په اوبو يې اودس کړاى، د ماسپښین او مازديګر لمونځ يې همدغه څاه سره کړاى دى.
دوه ځل يې غرمه همدلته څاه سره غوښه او ډوډۍ خوړلې ده.
همدغې څاه ترڅنګ لمړى د ميراث وېش ترسره شو، د حضرت سعد بن الربيع الانصاري يتيمو لوڼو ته يې د وفات شوي پلار ميراث تقسيم کړو.
د مسلمانانو 1% تاريخي اثار کوم چې وران شوي نه دي نو دغه يې حال دى.
د ليونارډو ډاوېنچي يوه...
نور ولوله
