مدينه منوره کې د دې مبارکې څاه نوم الاسواف دى
حضرت ابو بكر الصديق او حضرت عمر الفاروق او امام علي بن ابي طالب رضي الله عنهم اجمعين همدلته له پيغمبر صلى الله عليه وسلم سره يوځاى ناست دي.
پيغمبر صلى الله عليه وسلم په دې څاه کې خپلې مبارکې پښې غزولي دي او د همدغه څاه په اوبو يې اودس کړاى، د ماسپښین او مازديګر لمونځ يې همدغه څاه سره کړاى دى.
دوه ځل يې غرمه همدلته څاه سره غوښه او ډوډۍ خوړلې ده.
همدغې څاه ترڅنګ لمړى د ميراث وېش ترسره شو، د حضرت سعد بن الربيع الانصاري يتيمو لوڼو ته يې د وفات شوي پلار ميراث تقسيم کړو.
د مسلمانانو 1% تاريخي اثار کوم چې وران شوي نه دي نو دغه يې حال دى.
د ليونارډو ډاوېنچي يوه رسامي په 450 مليون ډالر اخيستل کېږي او په موزيم کې خورا قدردانۍ سره ساتل کېږي خو د مسلمانانو هغه 1 سلنه پاتې مبارک تاريخي اثارو باندې يوه روپۍ لګښت نه کیږي ترڅو خوندي وساتل شي ولا حول ولا قوة الا بالله
