مونږ افغانان خپل تاريخي او علمي شخصيتونه نه پېژنو
يو عرب څيړونکي ډاکتر ته د کونړ اوسيدونکي ځوان هلک خپل زان د سيد جمال الدين افغان خپلوان معرفي کړاى وو، هغه عرب ډاکټر څو ساده اسانه پوښتنې د ارواښاد علامه په هکله زما په واسطه ورته واستولې ځکه هغه ځوان په عربي پوهه نه لرله.
پوښتنو سره ځوان ترى تم سو او جوابونه له پوښتنو سره هماغسې غيب سول، زمونږ د سلام او وعليکم سلام جواب يې رانکړو، وار په وار به عرب ډاکټر پوښتلم چې ايا هغه د سيد جمال الدين افغان ځوان خپلوان جواب نه دى درکړاى؟
ما به ورته منفي جواب ورکړ.
پاى کې د عرب څيړونکي ډاکتر تمه وشکيده او راته يې ناميدۍ سره وويل چې دا سړى ګومان کوم دروغجن وو او سيد سره يې هېڅ کومه اړيکه نه لرله، مونږ يې خوشې عبث په تمه کړو.
ما ورته وويل نه، هغسې نه ده، همدغه کيداى سي په رښتيا سره هم د سيد جمال الدين افغان عرب سيد کليوالو څخه وي.
ډاکټر وويل نو دومره ساده پوښتنو نه جوابول او مونږ سره يې د خپل علامه سيد په هکله ولې مرسته ونکړه؟
ما ورته وويل دا ځکه چې مونږ افغانان خپل تاريخي او علمي شخصيتونه نه پېژنو او خورا لوى فکري او علمي او هنري واټن ورسره لرو، نه يې پېژنو نه هڅه د هغو د پېژندنې کړو نه يې خپلو تنکي نسلونو ته معرفي کوو.
ولا حول ولا قوه الا بالله العلي العظيم
