No-IMG

د افغانانو د بې اتفاقۍ ځینې علتونه – دویمه برخه

نن سبا، د ملک نه بهر افغانان د نړۍ په هر ګوټ ګوټ کې په خپلو منځونو کې ډېر بې اتفاقه دي، او په افغانستان کې د ننه بیا دغه بې اتفاقي، د دوی د ژوندانه په ټولو برخو کې په ښکاره ډول تر سترګو کیږي.

د یادولو وړ ده، چې داسې نده چې خدای مکړه، دغه بې اتفاقي د افغانانو په وینه کې ځای پر ځای شوېده، او دوی باید هرو مرو بې اتفاقه وي.

افغانان الحمدلله مسلمانان دي، او مسلمانان باید د نېکو کارونو په کولو، او د بدو کارونو په نه کولو کې، یو له بله سره یو موټی او یو لاس وي.

د ډېر خفګان خبره خو بیا داده، چې په ډېر تأسف سره پر افغانانو باندې ډېر ناوړه کارونه، د دوی له خوښې پرته، تحمیل شوي دي، او د دوی پاک نیت او اصلي څېره د نړۍ وګړو ته تر اوسه پورې، په صحیح توګه نده څرکنده شوې.

ددغې بې اتفاقۍ ډېر علتونه دي، او غواړم چې پدغه لیکنه کې د افغانانو د بې اتفاقۍ دویم علت ته چې اشغال دی، په لاندې ډول سره اشاره وکړم.

په ډېر تأسف سره، افغانستان څو څو ځلې د یرغلګرو له خوا اشغال شوی دی، اګر چې هرځلې افغانانو الحمدلله، اشغالګرو ته ډېر دردناک او نه هېرېدونکی ځواب ورکړی، خو متأسفانه، د هر یرغل او اشغال په نتیجه کې وطن هم له خاورو او ایرو سره برابر شوی دی. یو زیات شمېر افغانان بندیان، شهیدان، زخمي، معیوب، بې کوره، او مهاجرت ته اړ شوي دي، او د هر یرغل په نتیجه کې د افغانانو تر منځ بې اتفاقي څو چنده زیاته شوې ده.

د روس او امریکې اشغال، د مونږه د سترګو د وړاندې واقع شوی دی.

دغه ټکی باید ټولو افغانانو ته، د لمر په شان څرګند وي، چې دغه دواړه یرغل په ډېره ناحقه توګه په مظلومو افغانانو باندې تحمیل شول.

د افغانانو په ملک په ډېره ناځوانۍ او بې شرمۍ سره تجاوز وشو، او په اسلام او وطن مین افغانان دېته مجبور کړل شول، چې په تش لاس له خپل وطن او ناموس څخه په ډېره مېړانه دفاع وکړي.

د روسانو په تجاوز کې تر یو میلیون څخه زیات افغانان شهیدان شول، یو زیات شمېر یې بندیان او معیوب شول، او یو زیات شمېر یې کور پرېښودلو او مهاجرت ته اړ شول.

د روسانو د تجاوز په وخت کې متأسفانه، د روسي پلوه سیاسی ګوندونو، ځینو غړو د روس د تجاوز څخه د زړه له کومي ملاتړ وکړ. د خپلو وطنوالو وینه یې د روسانو په مستقیم امر تویې کړه، او ډېر افغانان لا تر اوسه پورې بې درکه دي. ددغې روسي یرغل په نتیجه کې د افغانانو ترمنځ بدبیني او دښمني خورا زیاته شوه. ډېر زامن او لوڼې یتیمان، ډېرې میندې بورې، او ډېرې مېرمنې کونډې شوې، چې په نتیجه کې یې د بې اتفاقۍ اصلي تخم په افغانستان کې وکرل شو.

همدارنګه، د امریکا د یرغل او تجاوز په دوره کې چې هنوز هم ادامه لري، د بې اتفاقۍ کچه د افغانانو ترمنځ نوره هم څو چنده لوړه شوه. ددغې امریکایي تجاوز په دوران کې هم، ځینو سیاسي کړیو د زړه له کومي د یرغلګرو ملاتړ وکړ، او د هغو راتګ ته یې په ډېر اخلاص سره لبیک ووایه.

د ځینو افغانانو به هغه ټولې تلویزیوني مرکې او صحنې داسې په یاد وي، لکه چې نن واقع شوي وي. ځینو افغانانو خپل اسلامیت او افغانیت، د قدرت او پیسو په خاطر، قربان او له لاسه ورکړ.

ډېره د تعجب خبره خو بیا داده، چې ولې ځینې افغانان د خپلو خلکو په وژنه کې قهرمانان، او د بهرنیو په وړاندې خړ شغالان دي!؟

همدارنګه، ولې ځینو افغانانو ته یوازې او یوازې قدرت، او شخصي ګټې د هرشي نه مهمې او د اهمیت وړ دي!؟

پدغه اوسني اشغال کې هم، ډېر زامن او لوڼې د پلار له شیرین نعمت څخه محروم شول، ډیرې میندې بورې، او ډېرې مېرمنې کونډې شوې، چې دغه پخپله د نورې بې اتفاقۍ سبب وګرځېده.

 

د پام وړ ټکي:

د نړۍ لوی قدرتونه، افغانستان ته د یوه لابراتوار په سترګه کتلي، او هنوز هم ورته ګوري. دوی د خپلو نویو وسلو تجربې پکې په مجاني ډول سرته رسوي، او متأسفانه د سون مواد یې پخپله افغانان دي. پدغه تریخ حقیقت ټوله نړۍ ښه پوهیږي، او یوازې ځینې افغانان دي، چې هغوی به هېڅکله پوه نشي!

ددغه ناورین د خلاصېدلو یوازینۍ لاره داده، چې ټول افغانان د اسلام تر بیرغ لاندې سره یو موټی او یو لاس شي، ښو ته ښه، او بدو ته بد ووایي، او د ټولې نړۍ په وړاندې، د افغانانو اصیله ښکلې څېره بیا را ژوندۍ کړي. دوی باید په آینده کې، ولایتي شورا، ولسي جرګې، او د مشرانو جرګې ته، هغه افغانان ولیږي، چې صادق، پوه، او په اسلام او وطن مین وي. دوی باید خپله امانته رأیه په آینده کې په صحیح توګه وکاروي، او هغه څوک خپل ولسمشر وټاکي، چې هغه په اسلام او وطن مین وي، او هېڅکله یې د هرنوع اشغال سره مرسته نه وي کړې.

په پای کې د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته په ډېره عاجزۍ زارۍ کوم، چې الله(ج) د ټولو مسلمانانو، او په خاص ډول افغانانو ته حقیقي اسلامي اتحاد او ورورګلوي ورپه برخه کړي. همدارنګه، یو ځل بیا دواړه لاسونه د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او د زړه له کومي دعا کوم چې په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې الله(ج) ته مقبوله او منظوره وي، او الله(ج) دې، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي. آمین یارب العٰلمین.

والسلام.

زما اړیکه:

abdullahwardak53@gmail.com

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک