No-IMG

د افغانانو د بې اتفاقۍ ځینې علتونه - لومړۍ برخه

الحمدلله، مونږه ټول افغانان سره وروڼه او خویندې یاستو، او باید د اسلام په رڼا کې ټول سره متحد او یو موټئ وو، او مونږه ټول باید له هغه خبرو او کړنو څخه ځانونه لرې وساتو، چې د هغه څخه د بې اتفاقۍ بد بوی راځي.

لېکن متأسفانه، حقیقت داسې ندی، او په اوسني افغانستان کې افغانان پخپلو منځو کې، تر هروخت نه زیات بې اتفاقه دي.

مونږه افغانانو ته لازمه ده، چې لومړی باید ددغې بې اتفاقۍ اصلي علتونه پیدا کړو، او بیا د هغه د تداوۍ او له منځه وړلو لپاره جدي ګامونه پورته کړو. په بل عبارت، لومړی د یوه مرض تشخیص او پېژندنه په صحیح توګه وشي، او وروسته بیا د هغه د علاج دپاره لازمه دوا په صحیح توګه استعمال شي.

غواړم چې د افغانانو د بې اتفاقۍ لومړی علت، چې بې عدالتي، او یا بې انصافي ده، په لاندې ډول سره ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته وړاندې کړم.

زما په نظر سره د عدالت او انصاف ټکي، یو او بل ته، د معنٰی له کبله ډېر نیږدې دي. یعنې عدالت، هغه کړنې ته ویل کیږي، چې په هغه کې سل په سله، انصاف شوی وي. لېکن، هر انصاف ته بیا عدالت نشي ویل کېدای.

په هر صورت، بې عدالتي، او یا بې انصافي، د بې اتفاقۍ د رامنځ ته کېدو لپاره زمینه برابروي. یا په بل عبارت، د هرې بې عدالتۍ او یا بې انصافۍ په نتیجه کې بې اتفاقي مابین ته راځي.

بې انصافي د یوې کورنۍ، ټولنې، او یوه ملک، د اتحاد او یووالي تهداب له بېخه نړوي، نو لدې کبله باید له بې انصافۍ څخه، په هر قېمت خپل ځانونه لېرې وساتل شي.

د مثال په توګه، که د یوې کورنۍ مشر د خپلې کورنۍ د غړو تر منځ بې انصافي وکړي، نو ددغې کورنۍ غړي ډېر ژر یو له بله سره بې اتفاقه کیږي، او حتٰی په ځینو وختونو کې یو له بله سره په جګړه هم اخته کیږي.

که فرضاً، د یوې کورنۍ پلار داسې فکر ولري، چې د زوی او لور له طرفه لمسي، فرق لري، نو د دغې پلار دغه فکر، که په عمل کې پیاده شي، نو هغه حتمي بې اتفاقي مابین ته راوړي.

همدارنګه، که چېرې د یوه ملک د ولسمشر د کړنو څخه داسې معلومه شي چې هغه د خپل ملک د وګړو سره د مور او میرې چلند کوي، نو دغه کړنلاره، حتماً بې انصافي مابین ته راوړي. نو زما په فکر سره بې انصافي دغه لاندې شیان مابین ته راوړلی شي.

کله چې د یوې ټولنې غړي، په هر کار کې بې انصافي هره شېبه په خپلو سترګو ویني، او دوی پخپله هم د هغه قرباني شوي وي، نو ددغې کار په نتیجه کې د هغه ټولنې خلک عُقدې اخلي، او عُقده مند خلک ډېر ژر بې اتفاقۍ ته مخه کوي.

د بې انصافۍ په نتیجه کې، د یوې ټولنې غړي له خپلې آینده څخه د مأیوسۍ احساس کوي، او ناهیلي، د یوه کار د سر ته رسولو شوق او علاقه له منځه وړي، او په آخر کې بې اتفاقي منځ ته راوړي.

که چېرې په یوه ملک کې، عین وګړي، ځینې لوړې دالري تنخواګانې ولري، او ځینې نور حتٰی د کمو افغانیو تنخواګانې هم نشي پیدا کولای، نو دغه حالت به حتمي بې اتفاقي منځ ته راوړي.

همدارنګه، که یوه وګړي ته دولتي دنده په ډېره آسانۍ، او بل ته په هېڅ صورت کې نه ورکول کیږي، نو دغه بې انصافي حتماً، بې اتفاقۍ ته لمن وهي.

د یادونې وړ ده، چې بې انصافي د خلکو ترمنځ کینه او نفرت پیدا کوي، او د کینې او نفرت څخه په ډک چاپېریال کې ژوند کول ډېر ګران وي، چې په نتیجه کې ىٔې د یوې ټولنې په وګړو کې بې اتفاقي منځ ته راځي.

که چېرې د یوه ملک واکمنان، د ملک د قانون په تطبیق کې، د ملک د وګړو سره، یو شان چلند نکوي، نو د واکمنو دغه ناوړه کار، د خلکو ترمنځ د بې اتفاقۍ سبب ګرزي.

همدارنګه، که خدای مکړه، د یوې ټولنې، او یا د سیاسي ګوندونو مشران، د خپلو غړو په برخه کې بې انصافي کوي، نو لېرې به نه وي، چې ددغه ټولنې، او یا سیاسي ګوندونو، غړي به بې اتفاقۍ ته مخه کړي، چې دغه کار به بیا هېچا ته هم کومه ګټه ونلري.

نو د یوې ټولنې، او یا سیاسي ګوندونو مشرانو ته لازمه ده، چې د هرې بې انصافۍ څخه ځانونه لېرې وساتي.

د یادولو وړ ده، چې هېڅکله انصاف ته، بې انصافي ونه ویل شي. یا په بل عبارت، که یو مشر، خپل غړي، د دوی د پوهې او لیاقت په خاطر، تعینوي، نو دغه کار ته باید، د بې انصافۍ نوم ورنکړل شي.

د بې اتفاقۍ د لوی او خطرناک مرض په نتیجه کې، د یوه ملک مشران یو د بل خبرې ته غوږ نه نیسي، او عامه نظم د خرابېدو په حال کې وي، او په پای کې، مشران یو د بل د حذف کولو هڅې کوي، چې په نتیجه کې ىٔې د ټولني او ملک وګړي، د ټولو بدبختیو سره مخامخ کیږي.

 

د پام وړ ټکي:

مونږه ټول باید په دغه ټکي ښه پوه شو، چې الحمدلله، مونږه ټول لومړی مسلمانان، او بیا افغانان یو. مونږه باید خپل ځانونه له بې انصافۍ څخه لرې وساتو. هېڅکله بې انصافي ونکړو، او هم د هغو ډلو مرسته ونکړو، چې هغه بې انصافۍ ته لمن وهي.

بې انصافه خبرې کول ډېر بد بوی کوي، او له بد بوی څخه هرڅوک ځانونه لرې ساتي. د بې انصافۍ مخه باید په هر قېمت چې کیږي، ونیول شي، کنه؟ بې انصافي، د یوې ټولنې د یووالي او اتحاد تهداب نړوي.

د یادولو وړ ده، چې بې اتفاقي په یوه ټولنه کې د هغې ناروغۍ مثال لري، چې د یوه نفر ژوند په تدریجي توګه له منځه وړي.

که چېرې په ریښتیا سره مونږه افغانان غواړو، چې ددغه وژونکي مرض (بې اتفاقۍ) څخه ځانونه خلاص کړو، نو باید هغه کارونه ونکړو، چې هغه د بې اتفاقۍ سبب وګرزي.

انصاف څومره ښکلی ټکی دی، او که چېرې بیا په سمه توګه عملي شي، نو نتیجه به یې بې له شکه ډېره ښه وي.

همدارنګه، بې انصافي، بیا څومره بد ټکی دی، او که خدای مکړه، عملي شي، نو بد بوی به یې ټولې ټولنې ته زیات زیان ورسوي.

په پای کې زه د الله (ج) لوی او مهربان دربار ته په ډېره عاجزۍ دواړه لاسونه پورته کوم، او د زړه له کومي دعا کوم چې الله (ج) د ټولو افغانانو، او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د اسلام په رڼا کې حقیقي اتحاد ورپه برخه کړي، الله (ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه سوله راولي، چې الله (ج) ته قبوله او منظوره وي، او الله(ج) دې، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي. آمین یارب العٰلمین.

والسلام.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک