No-IMG

د مشرانو په قدر پوهېدل!


زه د پیام افغان د تلوېزیون د محترم مشر عمر خطاب، د سپینو خبرو پروګرام، په منظم ډول سره ګورم. یوه ورځ، عمر خطاب، د خپل تلویزیون له لارې، د یوه خپل ملګري له خولې، یوه کیسه وکړه، چې ان شاءالله، د ځینو وروڼو او خویندو دپاره به یو څه ګټه ولري.

کیسه په لاندې ډول سره بیان شوه:

د یوه ملک، یوه ډېر تکړه ملي قهرمان او مشر، د خپل ملک د آزادۍ په خاطر، د اشغالګرو په مقابل کې ډېر په اخلاص، او پاک نیت جنګېده. دغې مشر او ملي قهرمان، د دښمن قواوو ته ډېر ځاني او مالي تلفات، ورپېښ کړي وو. د دښمن اشغالګرې قواوې، د دغه نومیالي مشر او ملي قهرمان له لاسه تر پوزې راغلې وې. دښمن، هره وسیله پکار اچوله، تر څو دغه نومیالی قهرمان په خپل خورېدلي دام کې را ایسار کړي. لېکن، د دښمن ټولې دسیسې، د ناکامۍ سره مخامخ شوې.

د الله(ج) به دا رضاء وه، چې هغه نومیالی قهرمان او مشر، د دښمن قواوو ته ژوندی په لاس ورشي.

هېره د نوي چې، دغه نومیالي قهرمان، د دښمن قواوو ته، بې شمېره جاني او مالي تلفات ور رسولي وو.

د اشغالګرو د قواوو سر اعلٰی قوماندان، دغه نومیالی قهرمان او مشر خپل ځان ته ور وغوښت، او هغو ته یې وویل، چې څه فکر کوې، چې زه به له تا سره څه وکړم!؟. هغې په ډېر جرأت سره په ځواب کې ورته وویل، چې هغه څه به له ماسره کېږي، چې هغه الله(ج)، ماته مقرر کړي وي. پدغه وخت کې د دښمن د قواوو مشر، دغې نومیالي قهرمان او مشر ته وویل، چې زه غواړم، چې تا په یوه شرط آزاد کړم، او شرط په لاندې ډول  سره و.

د دښمن د قواوو مشر، دغه ملي قهرمان او مشر ته وویل، چې لاړ شه، او له خپلو خلکو څخه، ماته دومره سره زر (طلاء) راوړه، او د دغې طلاء د پیدا کولو دپاره ته ۲ میاشتې وخت لرې.

دغه ملي قهرمان او مشر، چې ټول خپل عمر، د خپل وطن او خلکو د آزادۍ دپاره جنګېدلی و، د خپل ملک خلکو ته ورغئ، او دغه شرط یې خپلو خلکو ته وړاندي کړ. د وطن خلکو فیصله وکړه، چې د دې ملي قهرمان، د خلاصون دپاره به، هغه تعین شوې طلاء د چندې له لارې، لاسته راوړي.

کله چې دوی، د چندې په ټولولو شروع وکړه، نو خلکو کومه فعاله برخه پکې وانخستله، او په نتیجه کې یې دغه تعین شوی مقدار ټول نه شو کړای.

کله چې دغه ملي قهرمان او مشر، بېرته د دښمن د قواوو، مشر ته خالي لاس ودرېده، نو هغې له دغه ملي قهرمان څخه پوښتنه وکړه، چي طلاء چېرې ده!؟. دغه ملي قهرمان او مشر، په ځواب کې ورته وویل، چې له ما سره، خپلو خلکو مرسته ونکړه، او زه اوس خالي لاس د ستا په مخکې ولاړ یم، او هرڅه چې کوې، ستا خوښه. هغې ډېر په ځیر ځیر ورته کتل، او په آخر کې یې ورته وویل چې زه تا اعدام کوم. پدغه وخت کې دغه ملي قهرمان ورته وویل، چې ته د طلاء په خاطر ما اوس اعدام کوې!؟. د دښمن د قواوو، مشر ورته وویل، چې زه تا لدې کبله، نه اعدام کوم، چې تا ماته ولې دومره طلاء رانکړه؟ هغې ورته وویل، چې زه تا پدغه خاطر اعدام کوم، چې تا ولې خپل خلک نه وو پېژندلي!؟ او تا د دوی په خاطر دومره قربانۍ ورکړې؟، او نن ورځ، هغوی د ستا د خلاصون په مسىٔله کې غوږ هم نه خوځوي. یعنې، تا باید اول خپل خلک ښه پېژندلي وای، او تا ته دغه باید معلومه شوې وای، چې آیا دغه خلک د ستا په قدر پوهېږي، او کنه؟، او آیا دغه خلک د ستا د دومره قربانیو ارزښت لري، او کنه؟

 

د پام وړ ټکي:

په دغه پورتنۍ کیسه کې ډېر لوی حکمت پروت دی. په ریښتیا سره ځینې خلک د خپلو حقیقي مشرانو په قدر نه پوهېږي، او د هغوی قربانيو او سختیو ته د قدر په سترګه نه ګوري.

د بېلګې په توګه، ځینو مشرانو د وطن په آزادۍ کې ډېرې سختۍ قبولې کړې، او بې شمېره ځاني او مالي قربانۍ یې ورکړې، چې لازمه ده، د دوی د نېکو کارونو، قدر او مننه وشي. لېکن، ځینې خلک د قدر او مننې پرځای، هغوی ته هر وخت کنځاوې او سپکاوۍ کوي، چې دغه ډول کار باید هېڅ بادرده افغان ته د منلو وړ نه وي.

د یادولو وړ ده، چې هغه ملکونه او د هغو وګړي، به د ښه عزت خاوندان وي، چې ښه پوه، ځیرک، عادل، او قاطع مشران ولري. که خدای مکړه، د یوه ملک مشران ناپوهه، خاین، او فاسد خلک وي، نو دغه مشران بیا د هغه ملک، د ټولو بدبختیو سرچینه ګرزي.

همدارنګه، که د یوې کورنۍ مشر، ښه عادل او پوه سړی وي، نو د هغه کورنۍ ټول غړي، به سره یو موټی وي، او هېڅوک به هم د هغوی په کورني چارو کې د لاس وهنې جرأت ونشي کولای. که خدای مکړه، د یوې کورنۍ مشر، ظالم، فاسد، او بې انصافه سړی وي، نو د هغه د کورنۍ ټول غړي، به ښه ورځ ونلري، او هر خس او ناکس به بیا د دوی د کورنۍ په چارو کې لاس وهنه کوي.

هېره د نه وي، چې یو مشر چې په خپل کور کې بې قدره شو، نو هغه به بیا په هېځ ځای کې دروند ونه وینې.

نو مونږه ټولو ته لازمه ده، چې د خپلو حقیقي مشرانو ډېر قدر او احترام ولرو، او د دوی، د نېکو کارونو قدر وپېژنو.

همدا ډول، د ځوان نسل څخه دا هیله او توقع کېږي، چې د خپلو حقیقي مشرانو احترام وکړي، او د هغوی څخه د زړه له کومي مننه وکړي.

هېره د نه وي، چې په ریښتیا سره، ځینې خلک یوازې د خپل مطلب دپاره یار وي، او د سختۍ په وخت کې به ستا له کوره دده پاته شوې خولۍ، د اوږدې لکڼې پذریعه را اخلي. دغه شانته خلک، هر وخت د امتیازاتو دپاره، په اول صف کې تر ټولو د مخه ولاړ وي، او د سختۍ په وخت کې بیا په سترګو‌ نه لیدل کیږي. دغه شانته خلکو، ډېر ښه امتحان ورکړی، او هغه به بیا خدای مکړه، د سختیو په وخت کې همدغه نیږدې ملګري، د پخواه په شان بیا یوازې پرېږدي.

همدارنګه، ځینې وروڼه او خویندې، د خپلو نیږدې ملګرو، چې څومره لازمه ده، خیال نه ساتي، او په وړو خبرو له هغو سره ځانونه خفه کوي. دغه وروڼه او خویندې باید ښه پوه شي، چې دوستي له دواړو طرفو څخه کېږي. یعنې، حقیقي وروڼه او خویندې باید دومره په آسانۍ سره، له لاسه ورنکړو.

بې انصافي او فساد، د ټولو مشکلاتو مور ده، او باید، په هر قېمت د بې انصافۍ، بې وفاىٔۍ، فساد، او بې عدالتۍ څخه خپل ځانونه په کلکه وساتو.

د یادولو وړ ده، چې په ریښتیا سره، ځینې خلک خو د دغه ارزښت نلري، چې د هغو دپاره یو څوک ځان قربان کړي. ښه دوست هغه دی، چې په ښو او بدو حالتونو کې ستا دوست پاته شي.

په پای کې له محترمو وروڼو او خویندو څخه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې د خپلو حقیقي مشرانو په قدر ځانونه پوه کړي، او د هغو د زړه له کومي قدر او عزت وکړي.

زه یو ځل بیا خپل دواړه لاسونه د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې الله(ج) ته مقبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.

زما اړیکه:

abdullahwardak53@gmail.com

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک