د سولې رنګارنګ تعریفونه؟!
نن سبا، په هرځای کې د سولې خبرې د هر افغان له خولې څخه اورېدل کیږي، او د زیاتره افغانانو له خبرو داسې معلومیږي، چې هغوی نور له جګړې ستړي شوي دي، چې البته دا پخپل ذات کې یو ډېر ښه کار دی. اما د سولې واضح تعریف معلوم نه دی، او هرڅوک، د سولې په هکله بېل بېل تعریفونه لري.
هېره د نه وي، چې د سولې، دغه رنګارنګ تعریفونو، د سرتاسري سولې په وړاندې خنډونه را پیدا کړي دي.
غواړم، پدغه هکله خپل نظر په لاندې توګه وړاندې کړم.
۱ - میلیاردر: دغه ډله افغانان، سوله داسې تعریف کوي، چې د دوی د حرامو پیسو، چې هغوی د وطن د خرڅولو، د اشغالګرو د ملاتړ، د خپلو هېوادوالو د وژنې، او د داسې نورو غیر اسلامي او غیر افغاني کارونو د سرته رسولو، په بدله کې ترلاسه کړې دي، کوم حساب او کتاب ورسره ونشي. یا په بل عبارت، هېڅوک هم له دوی څخه دا پوښتنه ونه کړي، چی دوی دغه روپۍ له کومه ځایه، او په څه ډول، لاسته راوړې دي. کنه، نو دې ته، بیا دغه ډله، سوله نه وایي، او هغو ته د بلې جګړې شروع وایي.
د یادولو وړ ده، چې هغه ملي سوداګر، او پاک افغانان، چې خپله پانګه یې، د حلالو لارو څخه لاسته راوړېده، هغوی په دغه ډله کې نه راځي، او الله(ج) د هغوی ته نور هم، زیات حلال مال ورپه برخه کړي. دلته یوازې هغه ډله شامله ده، چې پدغه تېرو ۱۹ کلونو کې، د هغوی پانګه له ناڅیز مقداره، میلیاردو ته ورسېده.
۲ - میلیونر: دغه ډله هم د پورتنۍ ډلې(لومړنۍ ډلې) په شان، غواړي، چې څوک له دوی څخه، د دوی د حرامو پیسو پوښتنه ونه کړي.
۳ - د لوړو تعمیرونو خاوندان: دغه ډله، سوله دغسې تعریف کوي، چې هېڅوک باید، له دوی څخه دا پوښتنه ونکړي، چې دوی د دغو لوړو تعمیرونو د جوړولو مصرف، له کومه ځایه، او په څه ډول لاسته راوړی دی، او کنه، نو سوله، بیا سوله نده. دغه ډلې، خپل لوړ منزله کورونه، په هغو پیسو جوړ کړي دي، چې دوی د یوه خیانت په بدله کې، لاسته راوړې دي.
هېره د نوي، چې هغو افغانانو، چې هغوی خپلې پاکې روپۍ، د خپلو ښکلو بنګلو د جوړولو دپاره پکارولې دي، هغه پدغه ډله، کې نه راځي.
۴ - سندرغاړي: دغه ډله افغانان، له سولې څخه دا توقع لري، چې د دوی په کار به څوک غرض نلري، او هرڅه یې چې زړه وغواړي، هغه باید وکړي، او دغه مهمه نده، چې د دوی کارونه د اسلام او افغانیت سره مناسب دي، او کنه؟ دغه ډله په ښکاره ډول، د فحاشۍ او بې حیاىٔۍ زمینه برابروي، او دغې ډلې ته خپل مسلک ډېر مهم ښکاري، او دوی دغه، خپله لاسته راوړنه بولي. دغې ډلې افغانانو ته، دغه پورتنۍ غوښتنې، د سرو کرښو معنا لري.
د یادولو وړ ده، چې ځینو ځوانو سندرغاړو، خو باالکل بې حیاىٔۍ، او شرمندګۍ ته ملا تړلې ده.
هېره د نه وي، چې پخواني محلي سندرغاړي، د نن ورځې له سندرغاړو، سره ډېر فرق لري، او هغه ډله چې دوی هروخت د آزادۍ دپاره، حماسي ترانې ویلې دي، هغوی په دغه ډله کې نه راځي.
۵ - غاصبین: دغه ډله افغانان، داسې سوله غواړي، چې هېڅوک به د دوی په غصب کړو شیانو، غرض نکوي، او هغه باید د دوی پلرنی حق وپېژندل شي. که چېرې، له دوی څخه د هغو شیانو چې دوی له نورو غصب کړي دي، پوښتنه کیږي، نو دوی بیا دغه ډول سولې ته، سوله نه وایي، او هغه د بل جنګ دپاره د تیارۍ نیول بولي.
۶ - رشوت خواره: دغه ډول افغانان، د سولې تعریف داسې کوي، چې هغه رشوتونه، چې دوی پدغه وخت کې لاسته راوړي دي، په هغه باندې باید سترګې پټې شي، او هغوی ته هیڅ ډول یادونه ونشي، او کنه، نو بیا د دغه افغانانو په نزد دا سوله نه، بلکې، د یوه بل جنګ شروع ده.
۷ - د بهرنیو ملکونو جاسوسان: دغه ډله افغانان، پدغه فکر کې دي، چې د دوی په جاسوسۍ، باید سترګې پټې شي، او دوی ته هیڅ ډول جزاء او پېغور، ورنکړل شي، او هغه څه چې دوی، د جاسوسۍ په بدله کې لاسته راوړي دي، هغه د دوی مسلم حق وګڼل شي. کنه، نو سوله بیا سوله نده، او هغه په حقیقت کې، د بل جنګ دپاره لاره پرانستل دي.
۸ - جنسي تېري کوونکي: دغه ډول افغانان، سوله دېته وایي، چې د دوی په جنایتونو، او تجاوزونو، سترګې پټې شي، او څوک د دوی د جنسي تجاوز او بې ناموسۍ په مقابل کې، غږ پورته نکړى. کنه، نو بیا دغه سوله نه، او هغه د بلې خونړۍ جګړې پیل ګڼي.
۹ - د اشغال د ملاتړ ډله: دغه ډله افغانان، سوله دېته وایي، چې دوی قهرمانان وبلل شي، او دوی د هر نوعه امتیازاتو څخه برخورداره وي. د دوی قهرماني، په تاریخ کې ثبت شي، او د تل دپاره قهرمان ورته وویل شي. د وطن خرڅول، او د وطن اشغال دوی ته کوم خیانت نه، بلکې خدمت ښکاري. دغې ډلې، د اشغالګرو سره هر نوعه مرسته کړېده، او اوس هم نه غواړي، چې د اشغالګرو، فوځونه، له ګران افغانستان څخه ووزي. دوی ته د افغانانو وژل، د افغانانو د کورو ورانول، او د افغانانو بې عزته کول، کوم اهمیت نلري، او دوی یوازې په شخصي ګټو پسې سرګردانه، هر طرف ته منډې وهي.
۱۰ - د مخدره موادو قاچاقبران: دغه ډله افغانان، سوله دېته وایي، چې د دوی په کار او بار غرض ونه نیول شي، او دوی خپل کار ته په ډاډه زړه، دوام ورکړي. کنه، نو دا بیا سوله نده، او هغه د بل جنګ دپاره، د تیارۍ نیول ګڼي.
۱۱ - خیانت کار: دغه ډله افغانان، غواړي، چې د دوی خیانت ته، خدمت وویل شي، او هغه نیمګړي کارونه چې دوی د وطن د آبادۍ ترنامه لاندې، د اجارې په توګه سرته رسولي دي، د هغو تاوان له دوی څخه ونه غوښتل شي. کنه، نو دغه بیا سوله نده.
۱۲ - غله او لوټماران: دغه ډله افغانان، سوله دې ته وایي، چې دوی خپل د غلا، او سړي تښتونکو، تجارت ته دوام ورکړي، او څوک د دوی مخه ونه نیسي. کنه، نو بیا سوله نشته.
۱۳ - اجرتی قاتلین: دغه ډلې افغانان غواړي، چې دوی خپلو اجرتي قتلونو ته ادامه ورکړي، او خپله حرامه روزي، له دغه لارې، لاسته راوړي. کنه، نو بیا، دا سوله د دوی په نزد، سوله نده.
۱۴ - بد کاره: دغه ډله افغانان سوله دغې ته وایي، چې د دوی د عیاشۍ، او فحشاء مارکټ، ګرم وي. دوی دغه کار، د ځینو خلکو دپاره خدمت کول بولي. کنه، نو سوله، بیا سوله نده.
۱۵ - بې حیا: دغه ډله افغانان غواړي، چې څوک دوی، د اسلامي حجاب مراعاتولو ته ونه هڅوي. دوی غواړي، چې هغه لباس واغوندي، چې د دوی زړه وغواړي. کنه، نو بیا دغه سوله نده.
۱۶ - ستارهٔ افغان: دغه ډله افغانان، سوله دغې ته وایي، چې د دوی په تجارت کې څوک لغته ونه وهي.
۱۷ - سېکولران: دغه ډله افغانان، د سولې تعریف، د سیاست او دین جدا کولو ته وایي. دغه ډله، د سولې څخه داسې، هیله او غوښتنه کوي، چې دیني عالمان، د حکومت په چارو کې لاسوهنه ونه کړي، او یوازې، د نکاح، د ماشوم په غوږ کې آذان، د جنازو، او نورو مذهبي مراسمو کې برخه واخلي. کنه، نو دغه ډله بیا، دغې ته سوله نه وایي، او هغو ته، دوی بیا بل نوم ورکوي.
۱۸ - مدني ټولنې: د دغه ډلو ځینې غړي غواړي، چې د دوی دالري تنخواه ګانې دوام ولري، او هم د دوی غږ واورېدل شي. دغه ډله هر وخت له شفافو انتخاباتو څخه، خبره کوي، لیکن، الله(ج) به خبر وي، چې د دوی ځینو غړو به خپل ځانونه په نورو، د انتخاباتو له لارې، او یا له نورو لارو، ټپلي وي.
د دغې ډلې ځینو غړو هم، د زیاتره افغانانو، دپاره کوم د قدر وړ خدمت نه دی کړی.
د یادولو وړ ده، چې ددغې ټولنې ځینې غړو، په ریښتیا سره، د مظلومو افغانانو غږ پورته کړی دی، او زیات خدمت یې کړی دی.
۱۹ - رسنۍ: دغه ډول افغانان، غواړي، چې د بیان آزادي، تر پښو لاندې نشي. دوی وکولای شي، چې خلکو ته حقایق بیان کړی شي. لیکن، ځینې رسنۍ، بیا شخصي حریم ته هم لاس اچوي. دوی بیا د رسنیو قانون ته کوم د قدر وړ اهمیت نه ورکوي. همدارنګه، دوی ته لازمه ده، چې د حقایقو تر نامه لاندې، هغوی بیا خپل مغرضانه اهداف، نشر نه کړي.
د یادولو وړ ده، چې ځینو خبرنګارانو، او رسنیو په ریښتیا سره خپل اسلامي، او افغاني مسىٔولیت په ښه توګه سرته رسولی دی.
۲۰ - د ښځو د حقوقو د غوښتنو ډله:
دغه ډله غواړي، چې په سوله کې د ښځو حقونو ته درناوی وشي. دغه ډله باید لومړی خپل ځان له هغو حقونو څخه خبر کړي، چې دوی ته اسلام ورکړي دي. دوی باید پوه شي، چې هغه حقونه چې دوی ته اسلام ورکړي دي، په هېڅ نظام کې به دوی ته ورنکړل شي.
د یادولو وړ ده، چې ددغې ټولنې ځینو غړو، د ښځو د حقوقو ترنامه لاندې، ټولې ښځې درپدر، او خاورې په سر کړې.
۲۱ - د قدرت د ساتلو ډله: دغه ډله یوازې او یوازې، د خپل قدرت ساتلو ته سوله واىٔي، او بس. دوی ته دا مهمه نده، چې څوک مړه کیږي، څوک وطن پرېښودلو ته مجبوریږي، او څوک بې عزته کیږي. دغه ډله غواړي، چې په هر قېمت چې وي، چې دوی په واک کې پاته شي. کنه، بیا سوله، سوله نده.
۲۲ - د اسلامي نظام غوښتونکي: الحمدلله، دغه ډله افغانان غواړي، چې په ګران افغانستان کې، حقیقي اسلامي نظام قایم شي، او ټول بهرني عسکر، له افغانستان څخه ووزي. ټول په اسلام او وطن مین، افغانان، سره متحد شي، او په ګډه سره شریک اسلامي حکومت جوړ کړي، او په ګډه، د اسلام په رڼا کې، د خوشحالۍ ژوند سره وکړي.
د یادولو وړ ده، چې دغه ډله باید، اسلامي عدالت پیاده کړي، او داسې ونه کړي، چې د اسلامي نظام، تر نامه لاندې، بل شانته نظام قایم کړي.
هېره د نه وي، چې کله د اسلامي نظام نوم اخستل کیږي، نو له دې څخه، هغه نظام ته اشاره ده، چې هغه الله(ج) ته قبول او منظور وي. داسې نه وي، چې خدای مکړه، یوازې نوم یې اسلامي، او کارونه یې ټول غیر اسلامي وي.
اسلامي نظام، به ان شاءالله، د ټولو افغانانو، د اتحاد، بریا، کامیابۍ، پرمختګ، عزت، او سرتاسري سولې سبب وګرزي. پدغه نظام کې به د هرچا حقوق، په اصلي بڼه خویندي وي، او ټول افغانان به د وروڼو او خویندو په شان، یو له بله سره د اسلام په رڼا کې، ګډ ژوند ولري.
د پام وړ ټکي:
لکه چې پورته ذکر شوه، افغانان د سولې، رنګارنګ تعریفونه لري، او همدارنګه، له سولې څخه، ډول ډول غوښتنې لري. لیکن، یو ټکی، چې هغه د جنګ درول دي، نیږدې د ټولو هیله ده. د افغانانو، زیاتره برخه، باعزته سوله غواړي.
باعزته سوله، یعنې، د وطن بشپړه آزادي، ملی حاکمیت، غښتلی مرکزي حکومت، انصاف، عدالت، او د اسلامی نظام بشپړ قایمول، پکې شامل دي.
افغانانو ته لازمه ده، چې یو او بل ته، د اسلام په رڼا کې، د صداقت، او ایماندارۍ لاسونه، ورکړي، او تعهد وکړي، چې بیا به هېڅکله، د وطن په ضد، له هېچا سره، نه دریږي.
هېره د نه وي، چې یوازینۍ لاره، چې ټول افغانان سره متحد کولی شي، هغه د اسلام لاره ده. نو ټولو افغانانو ته، چې الحمدلله، خپل ځانونه مسلمان ګڼي، لازمه ده، چې اسلامي قانون، د ژوند په ټولو برخو کې عملي کړي، او بس.
په پای کې زه یوځل بیا، خپل د عاجزۍ لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او د زړه له کومي دعا کوم، چې الله(ج) د په افغانستان، او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.
همدارنګه، الله(ج) دې، د افغانانو ترمنځ هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول، او منظور وي. آمین یارب العالمین.
والسلام
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com
