No-IMG

د حزب اسلامی د غړو ځینې ځانګړتیاوې

الله(ج) د وکړي، چې تاسې ټول له خپلو کورنیو او دوستانو سره روغ او جوړ وئ. له تاسې ټولو څخه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې دغه لیکنه په ښه دقت سره ولولئ، ښه فکر او غور پکې وکړئ، او که چېرې کوم ګټور ټکي پکې پیدا شي، نو هغه بیا په عمل کې پیاده کړئ.

زه په دې پوره باور لرم، چې انشاءالله اسلامي حزب به په آینده کې د ټولو افغانانو شریک کور وي، دا به انشاءالله، هغه نوعه اسلامي شریک کور وي، چې د هغه تهداب، دېوالونه، دروازې، کړکۍ، فرش، رنګ، او اوسېدونکي به یې د اسلام په رڼا کې انتخاب شوي وي، او پدغه شریک کور کې به ټولې ورځینۍ چارې د اسلام په رڼا کې په وړاندې ځي. زه غواړم چې یو څو کرښې د زړه له کومی قدرمنو لوستونکو ته په لاندې توګه سره وړاندې کړم:

۱- د اسلامي حزب غړو باید د الله(ج) لاره په حقیقي بڼه پېژندلې وي، داسې نه وي، چې خدای مکړه، په بله غلطه لاره روان وي، او فکر کوي چې د الله(ج) په لاره روان دي.

۲- د اسلامي حزب غړو که هرڅه پخواه سرته رسولي وي، یا یې اوس کوي، او یا یې په آینده کې سرته رسوي، هغه ټول باید د الله(ج) د رضاء په خاطر وي. که چا دا کارونه د الله(ج) د رضاء په خاطر کړي وي، نو هغوی باید له خپلو کارونو څخه ډېر خوشحاله او راضي وي، او کنه، هغوی باید ډېر خفه وي، او سمدلاسه باید خپل ځانونه او اعمال اصلاح کړي.

۳- د اسلامي حزب غړي باید په ټولنه کې د ځلانده ستوري په شان وځلېږي. د هغوی خبرې، عمل، اخلاق، ذکاوت، انصاف، عدالت، او پوهه، باید د هغوی د پېژندنې سبب وګرزي. که هغوی ته هر کار ور وسپارل شي، هغه باید په ډېر اخلاص او په بهترین صورت سره، سرته ورسوي، او هغوی باید د نورو په وړاندې د لارې مشعل وګرزي.

۴- د اسلامي حزب غړي باید د قربانۍ او فداکارۍ په وخت کې، په اول صف کې تیار ولاړ وي، او د امتیازاتو په وخت کې په هیڅ صف کې ونه لیدل شي. هغه څوک چې د امتیازاتو د لاسته راوړلو د پاره کار کوي، د هغه خوله به نن یا سبا له شګو څخه ډکیږي.

۵- د اسلامي حزب غړي باید سالم انتقاد په خلاصه ټنډه او سړه سینه واوري. که چېرې انتقاد د منلو وړ وي، هغه باید ومنل شي، او کنه، انتقاد کوونکي ته په ښه توګه قناعت ورکړل شي.

۶- د اسلامي حزب غړي باید د خلکو خادم وي، نه بادار، او د هغه اصلي هدف د خلکو خدمت کول وي. هغوی باید د خلکو په ژبه خبرې وکړي، د دوی په منځ کې ژوند وکړي، د دوی له ستونزو څخه ځانونه خبر کړي، او له دوی څخه ځانونه پورته ونه ګڼي.

۷- د اسلامي حزب غړي باید هېڅکله داسې وعدې خلکو ته ورنکړي، چې هغه د اسلام سره په ټکر کې وي، او یا د هغه د عملي کولو توان ونلري.

۸- د اسلامي حزب غړي باید خپل ځان له نورو پوه، او هوښیار ونه ګڼي، هغوی باید ډېر متواضع، ښه غوږ نیونکي، ښه لیدونکي، او په عمل کې ډېر قاطع وي.

۹- د اسلامي حزب غړي باید د شکایت پرځای کار وکړي. خلک کار غواړي، او د بې عمله خبرو څخه ټول خلک تر دوو سپږمو راغلي دي.

۱۰- د اسلامي حزب غړي له هرچا سره د الله(ج) په خاطر دوستي او دشمني کوي. د هغوی د پاره یوازېنی معیار تقواه ده، او بس. د یوه چا ژبه، رنګ، قوم، او سمت، د هغوی په ټولنیز عدالت او قضاوت تأثیر نشي کولای.

۱۱- د اسلامي حزب غړي هر وخت خپل ځانونه، د اسلام په تله تلي، او ګوري چې په بله لاره روان نه وي، او هغوی هر وخت له خپلو ځانونو سره، په سمه توګه محاسبه کوي.

۱۲- د اسلامي حزب غړي هېڅکله نمک حرامي نکوي. د خپل ورور عزت، او شرم د خپل ځان عزت، او شرم ګڼي. د شخصي ګټو په خاطر د بل چا عزت، تر پښو لاندې نه کوي. هغوی ته هر وخت ملي ګټې تر شخصي ګټو ډېرې مهمې وي.

۱۳- د اسلامي حزب غړي باید خپلو نېکو مشرانو ته ډېر قدر، او احترام ولري. د دښمنانو لومړنۍ خطرناکه توطىٔه دا وي، چې د یوې ټولنې مشر د خلکو په نزد، په یوه نامه او بل نامه، بې قدره او بې اهمیته کړي.

۱۴- د اسلامي حزب غړي باید سوچه اسلامي عقیده ولري، او په هغه کې هیڅ نوع مرچ اومساله نه وي ګډه شوې، او نه یې د ګډولو کوښښ وکړي.

۱۵- د اسلامي حزب ټول غړي باید د اسلام په لویه کلا کې د یوه پاک هدف لپاره را غونډ شوي وي. هر هغه څوک چې ددغه لویې کلا په د ننه کې اوسیږي، هغه د اسلامي حزب غړي دي، او هر هغه څوک چې له دغې لویې اسلامي کلا څخه بیرون ژوند کوي، هغه د اسلامي حزب غړي نشي کېدلای، او هر هغه غړي چې د دېوالونو په سر ژوند کوي، د هغوی بېرون ته، د لوېدلو امکانات ډېر زیات دی. هغه غړي چې د دېوالونو په سر اوسیږي، د شمیر په لحاظ ډېر زیات دي، او هغه په مختلفو وختونو کې کله د ننه، او کله بیرون ژوند کوي، چې همدغه ډول ژوند ډېر بې ارزښته ژوند دی. یا په واضح ډول، ځینې غړي د مېلو او چړچو په وخت کې ښې منډې او ترړې وهي، مګر د سختۍ په وخت کې بیا هیڅ درک نلري.

۱۶- د اسلامي حزب غړي خپل وخت په بې نتیجې بحثونو، بې پایله مناقشو، او ناحقه جنجالو نه ضایع کوي. هغه د خپل وخت په قدر ښه پوهېږي، او له خپل وخت څخه اعظمي ګټه پورته کوي.

۱۷- د اسلامي حزب غړي د زخمي حزب په زخمونو د جوړېدو پټۍ لګوي، او د هغه په زخمونو کې چاړه نه تاووي، او مالګه او مرچ نه پکې اچوي.

۱۸- د اسلامي حزب غړي په هېچا پسې تهمت نه وایي، او په ټولو کارونو کې الله(ج) حاضر او ناظر ګڼي.

۱۹- د اسلامي حزب غړي، هېڅکله د خپل اسلامي تعهد په خلاف کار نکوي، او هېڅکله به له هغه چا سره لاس یو نکړي، چې هغوی د اسلام او وطن په ضد وي.

۲۰- د اسلامي حزب غړي هر حزبي مشکلات د خبرو له لارې، د اسلام په رڼا کې حل او فصل کوي. داسې نکوي، چې خپل شریک کورته لغتې ونیسي، او د هغو د ړنګولو هلې ځلې وکړي.

۲۱- د اسلامي حزب غړي باید هر وخت کوښښ وکړي، چې کوم غړی ناحقه له دغه شریک کوره زړه توری نکړي، او که خدای مکړه، داسې څوک وي، نو د هغوی مخه باید په ګډه کلکه ونیول شي. کنه، تاوان به یې بیا ټولو ته ورسیږي، او پښېماني به بیا کومه ګټه ونلري.

۲۲ - د اسلامي حزب غړي، او په خاصه توګه، د اسلامي حزب مسىٔولین، باید خپلو مشرانو ته هر وخت حقیقت ووایي، او هېڅکله دروغ ورته ونه وایي.

۲۳- د اسلامي حزب غړي، چې کله کوم مسىٔولیت په غاړه اخلي، د هغو د اجراء کولو دپاره باید شپه او ورځ هلې ځلې وکړي، او خپل مسىٔولیتونه په سمه توګه سرته ورسوي. هغه وروڼه او خویندې، چې خپل مسىٔولیتونه، په سمه توګه نه اجراء کوي، په حقیقت کې همدوی د اسلامي حزب اصلي دشمنان دي.

۲۴- د اسلامي حزب غړي، باید د ژوند په ټولو برخو کې اسلام تر خپله وسه، عملي کړي، او دوی باید د اسلام سره، د زړه له کومي مینه ولري، او د اسلامي نظام په قایمولو، ډېره خوشحالي اظهار کړي.

 

د پام وړ ټکي:

د اسلامي حزب غړي باید ټول کارونه د الله(ج) د رضاء د حاصلولو لپاره وکړي، او په اوسني وخت کې تر خپل توان لږ شانته زیات کار وکړي، تر څو همغه اصلي او سوچه اسلامي هدف ته خپل ځانونه له منل شوو لارو ورسوي. دا ټکی باید ټولو ته د لمر په شان څرګند وي، چې په ریښتیا سره د اسلام دین د حقیقت دین دی، او په هغه کې د هرشي د پاره په هر وخت کې یو حل شته، دا چې مونږه هغه درک کولای شو، او کنه، هغه زموږه خپله نیمګړتیا ده. مسلمانان تر ټولو خلکو زیات د خپل دین په حصه کې فکر او غور کوي، او هر څومره چې په هغه کې فکر وکړي، په همغه اندازه د هغه حقانیت ورته څرګندیږي. یوازې او یوازې ارمان دا دی، چې کاشکي هغه په اصلي بڼه د حقیقي مسلمانانو په لاس په عمل کې پیاده شوی وای. دغه د الله(ج) وعده ده، چې هغه به خپل دین کامیابوي، او د هغه کامیابي به انشاءالله د ټول بشریت په ګټه وي. دا د یوه انسان خاصیت دی، چې هغه شی به خوښوي، چې په هغه کې د هغه ګټه وي، نو په ریښتیا سره چې په اسلام کې د هر چا ګټه ده، که هغه مسلمان وي، او یا غیر مسلمان.

په آخر کې زه له ټولو وروڼو څخه د الله(ج) په خاطر هیله کوم چې ټول د اسلام په رڼا کې سره متحد شي، او یو او بل ته د حقیقي ورورۍ لاسونه ورکړي، او له شخصي شکایتونو او ګیلو څخه تېر شي، او یو بل ته د زړه له کومي، د الله(ج) په خاطر د اسلام په رڼا کې پایداره بښنه وکړي، او بیا هغسې کارونه ونکړي، چې د یو او بل د خفګان سبب وګرځي. الله(ج) د وکړي، چې من بعد دغه ناحقه خبرې له دغو مجازي صفحو څخه د تل لپاره ورکې شي. آمین یارب العالمین.

هېره د نه وي، چې مونږه او تاسې خلکو ته، د خدمت ډېرې وعدې ورکړې دي. آیا څومره وعدې مو په عمل کې پیاده کړې دي!؟ آیا په ریښتیا سره د هغه د عملي کولو نیت او اراده لرو، او کنه!؟

وخت ډېر کم پاته دی، او امتحانونه د رانیژدې کېدو په حال کې دي، آیا موږه لازمه تیاري ورته نیولې ده، او کنه!؟ مونږه او تاسې ټول ددې ځورېدلي ملت په مقابل کې ایماني، او وجداني مسٔولیت لرو، چې هغوی ته خدمت وکړو.

همدارنګه، د حزب اسلامي ټول مشران هم باید خپل مسىٔولیتونه ډېر جدي وګڼي، او د خپلو دندو په اجراء کولو کې هېڅ نوعه بې غوري، او بې پرواىٔي ونکړي، او دوی د خپلو غړو، په اتحاد کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي، او ټول خپل ګران او قدرمن مشر ته، د زړه له کومي خاص احترام ولري.

په پای کې یو ځل بیا د الله(ج) څخه د هغه تلپاتې سولې هیله کوم، چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وي.

وسلام.

زما اړیکه: abdullahwardak53@gmail.com

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک