د نصر الله کليوال لیکنی
د بهسودو عمليات جعلي دي دا يوه نقشه وه چي دانش خپل قوم اکمال کړي
اشرف غني بهسودو ته 685 ميلونه افغانۍ مرسته منظور کړه!
د بهسودو عمليات جعلي دي دا يوه نقشه وه چي دانش خپل قوم اکمال کړي اشرپ غني بهسودو ته 685 ميلونه افغانۍ مرسته منظور کړې په کوم دليل ؟ هلته زلزله راغلې؟ سيلابونه راغلي دي؟ هلته په هفتو هفتو بمبارد او جنګ شوی؟ تيرو څو مياشتو کې د طالبانو د پيل کړو جګړو له امله تقريبا شل زره کورنۍ د کندهار څلورو ولسواليو نه مهاجر شول د انارو فصل تباه شو نه حکومت مرسته ورسره وکړه نه هماغه امارت چي ترټولو زيات ځان اسلام ته ژمن ګڼي زموږ پښتانه فيسبوک کې کنځلې کوي هلی کافرې فرانسې مسعود په نوم واټ ونوماو ولې کوم بد کار وشو؟ دا شل زره کورنۍ چي ميرمن،تيخور ماشوم،بوډا،ځوان،بوډۍ پکې دي دا مسلمان له خپلو درګاوو دربدر وشړل که فرانسويانو؟ .
...
نور ولوله
1991 م کې د صدام خلاف جهاد !
سيد عبد الله نظامی:
افغان مجاهدین د ۱۹۹۱کال په هغه ټلواله کې چې مشري ېې امریکا او بریټانیې کوله له کوېټه د صدام حسین د پوځ ویستلو لپاره جهاد ته تللي و.
د ۱۹۹۱ د فبرورۍ پر ۲۸ د عراقي ځواکونو او امریکا او ملاتړو ترمنځ ېې اوربند وشو.
نصرالله کليوال:
د صدام خلاف جهاد !
1991 کې چي د مشر بوش په رهبرۍ ايتلاف په عراق بريد وکړ له حکمتيار پرته نورو تنظيمونو د بوش ملاتړ وکړ مرحوم خالص صيب او مرحوم مولوي محمدنبي پدې ايتلاف کې د ننوتو فتوا ورکړې وه....
نور ولوله
زموږ په ادرس او نوم ګواښ مکوه
شاپور حسنزوی د يوې مجاهدې کورنۍ د مجاهد پلار زوي دی شهيد حسين خيل د ازره د لومړنيو مبارزينو له جملې و د خپلو سپين ږيرو او مشرانو په تاريخ وياړو خو د لوګر د وکيل شاپور حسينزي د هغو الفاظو مخالفت کوو چي د اسلامی ګوند د مشر حکمتيار د مشروع غوښتنو په ضد ئې د ولسي جرګې په تالار کې وکړې ښاغلی شاپور پدې ارتباط د لوګر او ازره د مجاهد ولس استازيتوب نشي کولاي نه موږ د حکمتيار خلاف کوتک را اخلو او نه د حکمتيار د پلويانو خلاف د حکمتيار پلويان د ټول لوګر او ازره له نفوس زيات دي د حکمتيار خلاف کوتک را اخستل مو نه غازيان کوي او نه مو شهيدان کوي موږ چي ملحد او سيکولر زغمو نو مجاهد خو سل ځله زغمو دا زما او ستا د پلرونو د کاروان همفکره عقيدوي همسفران وو.
غوره به وايي چي د لوګر استازي د پوچو او سپکو ن...
نور ولوله
د کرزي او اشرپ غني د حکومتونو ملي خيانتونه!
طالبانو سره په لسګونو ټانکونه,جنګي جيټ, هليکوپتر او غټې باروړونکې نظامي الوتکې موجودې وي همدا شان ورسره بې شميره ډي سي,bm21,bm12,bm16,bm oragan او په سلګونو دافع هوا(زيوو) ماشيندارې موجودې وې کله چي ددوي حکومت يرغلګرو ,همسايګانو او افغان مزدورانو ورچپه کړ نو طالبانو خو دا وسلې واسکټونو کې ځان سره وې نه وړې خو همدې وطن کې پاتې شول دا وسلې او تجهيزات څه شول???
دويم: شمال ټلوالې سره چي کومې درندې وسلې وې هغه څه شوې??
ځواب: دا وسلې او نظامی امکانات ټول د حامد کرزي او اشرپ غني په مشرتابه رژيمونو کې امريکايانو پدې نوم ويجاړ او تخريب کړل چي موږ غواړو د شوروي تخنيک په امريکاي تخنيک واړوو ددې تباهۍ لپاره ئې د ډ ډ ار (DDR) ...
نور ولوله
څوک چې په قصرونو کې اوسي دا خلک کوچيان ندي
ازره به ټول شل کوره کوچيان ونلري زه کوچی هغه چا ته وايم چي رمې،کيژدۍ اوښان او سيار ژوند ولرې نه هغه چي قصرونو او کورونو کې اوسي او شيدې مستې له بازار اخلي دا خلک کوچيان ندي.
مثلا: ملا تره خيل، محمد نذير احمدزی، زرداد، مرحوم قلم، حاجی منجی، د مرحوم حاجي نعيم کورنۍ د مرحوم ازاد خان کورنۍ، ولسي جرګې کې د کوچيانو په نوم وکيلان او داسې نور دوي د کوچيتوب ژوند تقريبا 42 کاله پخوا پريښی دی.
دوي د کوچيانو په نوم سياست کوي حق يې اخلي يا يې غواړي خو متاسفانه د دې په عوض کې نه بازار ته لبانيات صادروي نه غوښه وړاندې کوي نه د کوچيانو لاسي صنايع لکه ليمڅي، کيژدۍ، پړي، رسۍ، ټغرونه او نه د کوچيانو د لاسي صنايعو کلنی نندارتون لري نه مو دا واوريدل چي دوي يا د کوچ...
نور ولوله
جنرال سليماني د فلم اتل وو؟
امريکايانو ته د طالبانو د مراکزو نقشه وسپارلې د سپتمبر له 11 روسته امريکايي او ايراني استخباراتي ټيمونه جينوا ته ورسيدل هلته په ګډې همکارۍ توافق وکړ د امريکا استازی رايان کراکر و د خبرو په جريان کې به جنرال قاسم چي په شفري لحاظ ورته حاجي قاسم خطاب کيدو ان لاين امريکايي استازو ته خپل شرايط وړاندې کول په خبرو کې کراکر غوښتنه کوي چي موږ کولاي شو ددغو نقشو يادداشت ځان سره واخلو چي افغانستان کې د طالبانو پټنځايونه او مراکز په نښه شوي؟
جنرال سليماني ورته وايي همدا نقشې ټولې درسره واخلئ بيا ورته وايي لومړی د ايران پولو سره طالب مراکز بايد وويستل شي هسې نه چي وتښتي.
کراکر ورته ځواب کې وايي مرسته مو بيسارې ده حتما به ستاسو سرحدات ترې پاک کړو موږ ژمنه کووو.
...
نور ولوله
په امريکايي ډالرو د کمونستي روبل تلين لماځي!
تير 18 کاله ولې د نجيب د وژنې تلين نه لمانځل کيدو ؟ کابينه، دواړه جرګې، نظامي چوکۍ امپريالستي او ارتجاعي امريکا د روس پلوو څخه ډک کړل خو اتلس کاله روسته د ارګ زنايان او سيکولران دا تصميم نيسي د څه لپاره؟
دا هرڅه يا د سوله د تخريب لپاره کيږي او يا جاسوسان په تدبير سره غواړي طالبانو وهڅوي چي د ملي اردو وژلو ته دوام ورکړی کابل کې اوس هم د نجيب کمونست ملګري حکومت کوي؟
اروپا او غرب له کمونستانو ډکه ده دا فيسبوکونو ته تيل د غرب وراچوي د لينن ندي چي تلين لمانځی اروپا کې مو بړاس وباسئ کنه ښه لوکس ځاي کرايه کړئ چيغې ووهئ بړاس مو وباسئ دا هماغه غرب دی چي د تاسو مشرانو به درته ويل امپريالیزم مو د ناموس او وطن دښمن دی نن خو ماشاالله د تاسو په خبره له اشرارو (مجاهدينو) تاسو پکې ډير چاغ او غوړ ژون...
نور ولوله
ژوند په بریتانیا کې
په بریتانیا کې د شمالي ایرلنډ ، سکاټلنډ ، او ویلز اختیار ورکړې ادارې شاملې دي چي له یو بل نه د صلاحیتونو ، مقرراتو او اجراتو له مخې مهم توپیرونه لري دا مهم توپیرونه په ګوته شوي خو په تفصیل ندي تشریح شوي. اختیار ورکړې ادارې کولاي شي چي د هغوي تر ذمه وارۍ لاندې ساحو کې دا ډول مواد ددې رسالې په وروستۍ برخه کې ورزیات کړي دا فرصت همدا رنګه ځینې محلي ادارو ته هم موقع ورکوي چي د محلي او ځانګړیو اړتیاؤ او فرصتونو په باره کې مواد پرې ور اضافه کړي.
سملاسي اړتیاوې:
په ټولنه کې د ننوتو لپاره د یو هیواد اصلي ژبه زده کول د کډوالو لپاره هر چیرې اصلي ترجیح ده او هغه د دې لپاره چي د یو هیواد د رواجونو په باره کې دومره پوهه ترلاسه کړي چي له ډیر کړاؤ پرته پکې ځاي شي . ...
نور ولوله
ښاغلی ارګ مشره څه شئ دې ساتلي؟
توره دې وکړه د ولایتونو سفرونه کوې هیله ده پیل ئې له ارګ وکړې د ولایتونو سفرونه او هلته هوا ګزول ستا خویونه دي موږ به ډیر بختور یوو چي داسې ولسمشر ولرو چي اجازه ورنکړي نور زموږ الوتکې په همسایګانو خرڅې شي خو دا خیالي غورې او پرشې زموږ نسلونه درسره نه مني که د الوتکو او اردو خرڅونکي درنه ورک وي نو ښاغلیه د مجاهدینو په استازیتوب له لومړي مرستیال سره حساب وکړه او د کمونستانو په استازیتوب د قول اردو قومندانانو او د ارګ ټیم سره حساب وکړه او د سیکولرانو په استازیتوب ئې له ځان سره وکړه البته که رښتیا کوې.
ښاغلیه ارګ مشره : ته اول د هغو پیچور توغندیو ، سکاډ توغندیو، لونا توغندیو، اوراګانو دستګاوې ، بي این ۲۱ دستګاوې ، بي ...
نور ولوله
ژوند په بریتانیا کې - ایرلنډ: بغاوت او د سکاټي او انګلیسي کډوالو ځاي په ځاي کول
د ایرلنډ لوی اکثریت کاتولیکان وو ، پارلیمان ئې درلود خو کاتولیکان ترې یو مخ ایستل شوي وو . انګلستان د لومړی ځل لپاره د نورمانیانو (نورمن ) په وخت کې په ۱۱۷۰ کې د ایرلنډ نیول پیل کړل خو په راتلونکو څلور سوه (۴۰۰) کلونو کې انګلستان یواځې د ایرلنډ د محدودو ساحو په محفوظه نیونه بریالی شو.
د پخوانیو انګلیسي اشغالوونکو اولاد تر تر شپاړسمې۱۶ پیړۍ پورې هلته ودونه وکړل ،د ایرلنډ دودونه ئې غوره کړل په سیلټي ژبه ، ګایلیک ئې خبرې کولې او انګلیسي ئې لومړنۍ ژبه نه هغوي کاتولیکان پاتې شول تر هغې روسته چي پراخ پاڅون ئې په ۱۵۹۸ کې ناکام شو دودیز مشران يې فرانسې، ایټالیا او هسپانیه ته وتښتیدل . پاچا جیمز پریکړه وکړه چي په ایرلنډ کې د سکاټي او انګلیسي کډوالو د ځاي پر ځاي کولو یا( کالونۍ کولو یا پنډغالي) سیا...
نور ولوله
دوه سلطنتونه او یو پاچا
د انګلستان تخت د الیزابت تر ټولو نږدې خپلوان جیمز سټورټ ته ورکړل شو نوموړی د اعدام شوې سکاټۍ ملکې میرې زوی و چي د یوه سر سخت پروتسانت په توګه تربیه شوی و . هغه د سکاټلنډ شپږم ۶ جیمز و او د انګلستان لومړی جیمز شو انګلستان تل ورسره په جګړه کې و خو هیڅ وخت په دې نه و بریالی شوی چي سکاټلنډ په دایمي توګه اشغال او یا څملوي د انګلستان دې هڅو به یوازې دومره وکړل چي په یوه ویشل شوي ټولنه کې ئې سکاټۍ هیواد پالنه ئې رامنځ ته کړه .
انګلیسان هم خورا قوي هیوادپال خلک وو ، د هسپانیا او کاتولیکو ګواښونو هم همدې ته ورته پایلې درلودلې سکاټیان په انګلیسانو کې محبوب نه وو ددوي د کلتور ، لهجې او بیلې انګریزي به پیښې کیدلې او توهیندل به خو بهرنی پاچا ئې په دوه دلیلونو منلاي و ...
نور ولوله
ژوند او میرمنې په بریتانیا کې
ښځې په ننۍ بریتانیا کې.
په بریتانیا کې میرمنې د نفوس په سلو کې ۵۱ ٪ او د کاري د قوې په سلو کې ۴۵٪ برخه جوړوي د پخوانۍ بریتانیا په پرتله اوسنۍ بریتانیا کې ستر بدلون راغلی انجونه پوهنتونونو ته درومي د ښوونځیو او پوهنتونونو ازموینو کې تقریبا انجونه تر هلکانو په ښو نومرو فارغیږي او په پوهنتونونو کې تر نارینه و د ښځینوو شمیر زیات دی د ښځو د استخدام چانس تر پخوا ډیر زیات دی که څه هم ښځې اوس هم په دودیزو ساحو کې لکه روغتیاي پاملرنو مرکزونو ، ښوونه او روزنه ، سکرتریت او مغازو کې په وظیفو او کار بوختې دي خو قوي شواهد ښیۍ چي د چلن دا بڼه په چټکۍ په بدلیدو ده او ښځې ترپخوا په ډیرو پراخو برخو کې دندې ترسره کوي.
څیړنې ښیۍ چي ننۍ بریتانیا کې ډیر کم خلک پدې نظر دي ...
نور ولوله
