زموږ په ادرس او نوم ګواښ مکوه
شاپور حسنزوی د يوې مجاهدې کورنۍ د مجاهد پلار زوي دی شهيد حسين خيل د ازره د لومړنيو مبارزينو له جملې و د خپلو سپين ږيرو او مشرانو په تاريخ وياړو خو د لوګر د وکيل شاپور حسينزي د هغو الفاظو مخالفت کوو چي د اسلامی ګوند د مشر حکمتيار د مشروع غوښتنو په ضد ئې د ولسي جرګې په تالار کې وکړې ښاغلی شاپور پدې ارتباط د لوګر او ازره د مجاهد ولس استازيتوب نشي کولاي نه موږ د حکمتيار خلاف کوتک را اخلو او نه د حکمتيار د پلويانو خلاف د حکمتيار پلويان د ټول لوګر او ازره له نفوس زيات دي د حکمتيار خلاف کوتک را اخستل مو نه غازيان کوي او نه مو شهيدان کوي موږ چي ملحد او سيکولر زغمو نو مجاهد خو سل ځله زغمو دا زما او ستا د پلرونو د کاروان همفکره عقيدوي همسفران وو.
غوره به وايي چي د لوګر استازي د پوچو او سپکو نااحترامانه الفاظو په ځاي داسې ژبه کارولې وايي لکه څنګه چي د نوموړی مجاهد پلار شهيد حاجی حسين خيل له ځان مشرانو ،مجاهدو، سپين ږيرو او علمي سټو ته کاروله تاه بايد له حکومت غوښتي وايي چي حزب سره په شوي تړون عمل وکړه دا د حکومتونو حيثيت ساتي او د ملتونو امن وکيل شاپور د دې پځاي چي د حکمتيار صيب وينا دقيقا په سړو مغزو واوري برعکس احساساتي برخورد ئې وکړ د خبرو لهجه ئې داسې ښکاريده لکه ارګ سره چي د روابطو د ترميم په هڅه کې وي.
د شاپور ترڅنګ داسې مشاورين ناست دي لکه د غني ترڅنګ چي ناست دي ډير غلط ئې رهبري کوي شايد د دوستانو په لباس او شکل کې تخريبکاران وي .
شاپور حسينزوي په ياد دې ندي که قصدا همداسي کوې ?
د شهيد حسينخيل صيب زوي ته د يو عزيز په حيث وريادوم: د هماهنګي شورا په وخت کې ستا مشر مرحوم ورور حاجي صيب محمدعمر له حزب اسلامي سره بيعت کړی و له ازره ولسوالۍ سره له خپلو جنګياليوو چهاراسياب ته ولاړ هلته ئې قرارګاه جوړه کړه ښاغلی حکمتيار ورته د 220 نفرو اعاشه او مصارف رسما ورکول دا ريباري قومندان چمن په ذريعه وشوه نه پوهيږو په کوم سنګر کې چي ناست وې اوس ولې د هغه سنګر ناخوالې تنها د حکمتيار په غاړه اچوې که زما ليکنه درته درواغ ښکاري د کورنۍ مشران وپوښته او قومندان چمن لا ژوندی شاهد دی.
پداسې حال کې چي حکمتيار له ملګرو سره په کړي تعهد کې نامردي وکړه مګر بيا هم په څرګندو ټکو وايوو هيڅوک دې زموږ په استازيتوب حکمتيار ته ګواښونه نکوي موږ د هغه قدر کوو عزت ئې کوو زموږ کلي او جونګړې يې خدمت کې وو او دي دا د ازرکيوو او احمدزيوو د ميړانې يو دود او کلتور دی له پلرونو او نيکونو راپاتې تل به ئې د ساتلو هڅه کوو.
د شاپور پلار د نجيب د رژيم لخوا ترور شو ځينې خلک فيسبوک کې ليکي دا د کمونست زوي البته پلار ئې غښتلی مجاهد و د مجددي په تنظيم کې و د پلار له شهادت روسته ئې ورور د جبهه قومندان و بيا حزب اسلامي سره يوځاي شو.
