No-IMG

ښاغلی ارګ مشره څه شئ دې ساتلي؟

توره دې وکړه د ولایتونو سفرونه کوې هیله ده پیل ئې له ارګ وکړې د ولایتونو سفرونه او هلته هوا ګزول ستا خویونه دي موږ به ډیر بختور یوو چي داسې ولسمشر ولرو چي اجازه ورنکړي نور زموږ الوتکې په همسایګانو خرڅې شي خو دا خیالي غورې او پرشې زموږ نسلونه درسره نه مني که د الوتکو او اردو خرڅونکي درنه ورک وي نو ښاغلیه د مجاهدینو په استازیتوب له لومړي مرستیال سره حساب وکړه او د کمونستانو په استازیتوب د قول اردو قومندانانو او د ارګ ټیم سره حساب وکړه او د سیکولرانو په استازیتوب ئې له ځان سره وکړه البته که رښتیا کوې.

ښاغلیه ارګ مشره : ته اول د هغو پیچور توغندیو ، سکاډ توغندیو، لونا توغندیو، اوراګانو دستګاوې ، بي این ۲۱ دستګاوې ، بي ایم ۱۶ دستګاوې ، ډی سي او ډي یک  توپونه  مو ولې په  باروتو والوزول؟ د دې  حساب موږ ته راکړه چي ستاسو ((سیکولران او ډیموکراتانو) ) په وخت کې له پنجشیر راوویستل شول او بګرام اډه کې ستاسو د سر اعلی کمانډر جارج بوش عسکرو تخریب کړل او د تاسو په خله ئې اعلانات نشرول چي موږ روسی تخنیک له منځه وړو غواړو د افغانستان اردو په امریکاي نظامي تخنیک وسلواله کړو ددې جنایت کومه اړتیا وه چي تاسو وکړ ؟ سمه ده کومې وسلې چي مجاهدینو، کمونستانو او طالبانو په جګړو کې له منځه یوړې یا ئې ایران او پاکستان ته ورکړې یا ئې خرڅې کړې یا ئې کباړ کړې هغوي به یو منطق هم ولری وايی به پدې وسلو موږ وژل کیدو یا وژل شوي یوو غواړو ختمې ئې کړو نو ته او ستا کورنۍ خو غرب کې ویئ جهاد نه هم محروم وئ د ازادۍ له جګړې هم محروم وئ دې وسلو کوم زیان هم نه و در رسولاي نو ولې مو له امریکایانو سره په ګډه دا ملي جنایت وکړ؟

ارګ مشره تاه څه شئ ساتلي ډي؟

خپله ژبه او کلتور دې نده ساتلی اولادونه دې په افغاني ژبو بلد ندي کورنۍ دې خپل دین او مذهب نده ساتلی هغوي له اسلام وتلي دي ته ځان په پښتنو  او احمدزیو ورګډوې خو میرمن رولا غنی  په یو لفظ پښتو نه پوهیږي نو تاه ساتلي څه  شئ دی چي اوس به الوتکې وساتې ؟ ډیورنډ لاین دې په پاکستان غصب کړ له اوسني سرحد درنه راوړاندې شول ازغن تار دې په ناموس تیر شو غیرت دې ونکړ پلمې کوې وايي ما نه غوښتل چي پاکستان سره جګړه کې ښکیل شم د درواغجن دې مخ تور وي د جګړې خبره وه که د ډیل او فشار؟.

الوتکې مه ساته دا دراوغجنه ادعا‌ء ده لطفآ د کابل ښار ۳۰٪ کې امنیت قایم کړه دا به دې غټه توره وي الوتکې مه ساته د هرات د ګمرک ۵۰۰۰ موټره بې محصوله حالت کنترول کړه الوتکې مه ساته د هیواد ناموسونه وساته، د ځوانانو ککرۍ وساته لکه غنم داسې ریبل کیږي د هیواد علماء کرام وساته ، ملي شخصیتونه وساته چي هره ورځ ترور کیږي الوتکې مه ساته هواګزه د ریاست حمهوري د جنسي باج او زنا دوسیې بشپړ کړه الوتکې ساتل ستا تر وس ندي ته خپله قانون مه ماتوه ته دې حکومت له فساد وساته تاه د خلکو رایه کله وساتله؟ تاه ملګري کله وساتل چي اوس د بربرکو د ساتلو ډوزې تکراوروې ، ښاغلیه الوتکې هغه څوک نشي ساتلاي چي خپل د اشغالګرو د الوتکو په خیټه کې او د بمونو او راکټونو له بدرګې سره د یو کراي مامور په حیث راغلی وي .

ښاغلی غني : الوتکې مه ساته ته نر ئې د نیکه زمکه او میله دې له طالبانو ازاده کړه ته د خپلو زمکو عشر ترې راوګرزوه ته الوتکې مه ساته ته لوګر وساته ته لوګر ته لاړې سرخاب ته به هم لاړ وې پورته په دوبندي به دې کاروان ګردونه کول قاسمخیلو باندې به ازره ولسوالۍ ته لاړ وې د منګل په کلي به دې سفر کړی و د لکړۍ په سر به اه خوا لویدار تنګي باندې تر ډیورنډ لاین( ګوي کوتل او سپینې شګې) ته لاړ وې ښکته به دې اوار پاړچنار ته ورکتلي و سرحدي پوستې به دې کتلې وې بیا به د ځاځیو د چوڼۍ له لارې ګردیز ته راوتلی وې . تاه سره ټول لوګر کې ۳۰٪ خاوره  حکومت سره ده  نور ټول لوګر ۷۰٪ طالبانو واک کې ده نو ته الوتکې ساتلاي شې؟؟ .

ښاغلی ارګمشره: الوتکې مه ساته لطفآ کلتوري یرغل نه هیواد وساته ، د تلویزونونو فحاشا کنترول کړه  د پارلیمان د نازولو مست زامن اداره کړه ، د زمکو چور بند کړه له چور کونکو سره محاسبه وکړه الوتکې مه ساته دا ډوزې ډی ته دې هغه د سرو کرښو لوزونه وساته ته دې په وعدو عمل وکړه ته لوې لارې پرانیزه ته زورواکي له ظلم منع کړه ته د هغو سلګونو هیتونو د کار نتیجه ولس سره شریکه کړه چي مختلفو مسایلو کې دې ټاکلي او لیږلي دي  ته  هغه د حزب اسلامي مشر سره د سوله تړون وساته چي ۹۵٪ دې نقص کړ د الوتکو ساتلو رونق تاه کې نسته دا یو هم مکوه بس د مرنجان تپې د قبرونو شناختې وساته نو رښتیا به ریس جمهور ئې .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک