څوک چې په قصرونو کې اوسي دا خلک کوچيان ندي
ازره به ټول شل کوره کوچيان ونلري زه کوچی هغه چا ته وايم چي رمې،کيژدۍ اوښان او سيار ژوند ولرې نه هغه چي قصرونو او کورونو کې اوسي او شيدې مستې له بازار اخلي دا خلک کوچيان ندي.
مثلا: ملا تره خيل، محمد نذير احمدزی، زرداد، مرحوم قلم، حاجی منجی، د مرحوم حاجي نعيم کورنۍ د مرحوم ازاد خان کورنۍ، ولسي جرګې کې د کوچيانو په نوم وکيلان او داسې نور دوي د کوچيتوب ژوند تقريبا 42 کاله پخوا پريښی دی.
دوي د کوچيانو په نوم سياست کوي حق يې اخلي يا يې غواړي خو متاسفانه د دې په عوض کې نه بازار ته لبانيات صادروي نه غوښه وړاندې کوي نه د کوچيانو لاسي صنايع لکه ليمڅي، کيژدۍ، پړي، رسۍ، ټغرونه او نه د کوچيانو د لاسي صنايعو کلنی نندارتون لري نه مو دا واوريدل چي دوي يا د کوچيانو په نوم رياست يو ميلون څاروي هيواد ته له خارج را وارد کړل او په هغو کوچيانو يې وويشل چي خوځند موسمي ژوند لري د مالدارۍ ودې ته کار کوي پدې سره به هم وطن کې غوښه ارزانه شي هم به لبانيات او هم به د دې شيانو په ارتباط موږ له بهرنيو هيوادونو د بې کيفته لبانياتو له را واردولو بيغمه شوو.
زموږ ټولو نيکونه او پلرونه پخوا کوچيان وول خو اوس ځکه نه يوو چي موږ اوس خوځنده موسمي ژوند نلرو ، رمې او څاروي نلرو نه ئې ساتو نو فلهذا اوس تنها احمدزي يوو نه کوچيان .
