د کرزي او اشرپ غني د حکومتونو ملي خيانتونه!
طالبانو سره په لسګونو ټانکونه,جنګي جيټ, هليکوپتر او غټې باروړونکې نظامي الوتکې موجودې وي همدا شان ورسره بې شميره ډي سي,bm21,bm12,bm16,bm oragan او په سلګونو دافع هوا(زيوو) ماشيندارې موجودې وې کله چي ددوي حکومت يرغلګرو ,همسايګانو او افغان مزدورانو ورچپه کړ نو طالبانو خو دا وسلې واسکټونو کې ځان سره وې نه وړې خو همدې وطن کې پاتې شول دا وسلې او تجهيزات څه شول???
دويم: شمال ټلوالې سره چي کومې درندې وسلې وې هغه څه شوې??
ځواب: دا وسلې او نظامی امکانات ټول د حامد کرزي او اشرپ غني په مشرتابه رژيمونو کې امريکايانو پدې نوم ويجاړ او تخريب کړل چي موږ غواړو د شوروي تخنيک په امريکاي تخنيک واړوو ددې تباهۍ لپاره ئې د ډ ډ ار (DDR) په نوم د بې وسلې کيدو طرحه جوړه کړه د ولايتونو ادارو ته يې ډالر ور مرش کړل ترڅو خلک خالي سلاح کړي له طالبانو پاتې وسلې ټولې کرزي او اشرپ غني خپل بادار ته ورکړې هغوي په باروتو والوزولې.
پنجشير: دلته درې دانې د سکاډ توغنديوو دستګاه ,څلور د لونا توغنديوو, ديارلس دانې د اورګانو توغنديو دستګاه,دوه د پيچور توغنديوو دستګاوې او رادار سيستم, 29 دانې د BM21 دستګاوې او لسګونه محاربوي او T55 ,T62 ټانکونه موجود وول دا ټول تجهيزات حامد کرزي,اشرپ غني او مارشال فهيم او امرالله صالح او ملحدو جنرالانو خپل نوي بادار امريکا ته وسپارل هغوي دا ټول ويجاړ او ايره کړل اوس د اشرپ غني خياطان ليکي پکوليانو (مجاهدينو) دا وسلې به اوس چرته وي?? د همدې خياط والد صيب هم پکولي وو د ډيرو مجاهدو کورنيوو په نوي نسل سيکولريزم او ملحديزم مغزي اغيز کړی او د ملحدينو په زامنو بيا امپرياليزم پوره مغزي اغيز کړی ټولو ته د صحتمندۍ دعا کوم .
معاش-پروژه-مقام,وجدان.....
کوم انځور چي ګورئ دا هماغې درندې وسلې دي چي امريکايانو له پنجشير د خپلو مزدور په لاس تر بګرام راوړې بيا يې تخريب کړې د غني لومړی مرستيال د ملي خاد ريس و او خپله اشرپ غني د ماليه وزير او DDR مسول وو .
