No-IMG

ژوند او میرمنې په بریتانیا کې

ښځې په ننۍ بریتانیا کې.

په بریتانیا کې میرمنې د نفوس په سلو کې ۵۱ ٪ او د کاري د قوې په سلو کې ۴۵٪ برخه جوړوي  د پخوانۍ بریتانیا په پرتله اوسنۍ بریتانیا کې ستر بدلون راغلی انجونه پوهنتونونو ته درومي د ښوونځیو او پوهنتونونو ازموینو کې تقریبا انجونه تر هلکانو په ښو نومرو فارغیږي او په پوهنتونونو کې تر نارینه و د ښځینوو شمیر زیات دی د ښځو د استخدام چانس تر پخوا ډیر زیات دی که څه هم ښځې اوس هم په دودیزو ساحو کې لکه روغتیاي پاملرنو مرکزونو ، ښوونه او روزنه ، سکرتریت او مغازو کې په وظیفو او کار بوختې دي خو قوي شواهد ښیۍ چي د چلن دا بڼه په چټکۍ په بدلیدو ده او ښځې ترپخوا په ډیرو پراخو برخو کې دندې ترسره کوي.

څیړنې ښیۍ چي ننۍ بریتانیا کې ډیر کم خلک پدې نظر دي چې ښځې دې په کور کیني او کار ته دې بهر نه وځي نن د هغو ښځو له څلورو درې برخې په تنخوا(معاش) لرونکي کار کې بوختې دي چي د ښوونځي د عمر کوچنیان(ماشومان) لري په ډیرو کورونو کې اوس هم د کور کار او د ماشومانو پاملرنې زیاته برخه ښځې ترسره کوي خو دلته هم شواهد ښیۍ چي د کور په چارو کې د پلرونو برخه په خورا زیاتیدو ده. ددې پرمختګ باوجود ځینې استدلال کوي چي لازیات څه کولو ته اړتیا ده چي د ښځو او نارینه وو ترمنځ لازیاتمساوات په ځانګړې توګه د کارونو په ځایونو کې راوړل شي ښځې په بریتانیا کې ترفیع او د ښو تنخواوو دندو ته هغسې لاس رسیدنه نه لري لکه سړي(نارینه) يې چي لري په اوسطه توګه د ښځو تنخوا په ساعت کې تر نارینه په سلو کې شل(۲۰) کمه ده.

ژوند په بریتانیا کې کتاب څخه.

 زیاتونه: بریتانیا کې میرمنې تر صدراعظمۍ رسیدلي دي د بریتانیا ملکه ښځه ده کابینه کې میرمنې شتون لري ولسي جرګه کې میرمنې شته روغتونونو کې اکثریت ښځې په کار بوختې دي کارخانو او دفاترو کې اکثریت میرمنې په سیکرتریتون کې ناستې وي په هوټلونو او ریستورنتونو کې زیاتې میرمنې لیدل کیږي ، ښځینه قاضیانې او وکیلانې په کار بوختې دي ښځې ښه موټر چلوي ، هواي ملکي ایرلاینونو کې ښځې کار کوي ، ښځې بانکونو کې ، پولیسو کې، پوځ کې ، پوسټ خونو کې او... په کار بوختې دي خو په شاخه او سختو کارونو کې بیا میرمنې له نارینه و سره سیالي نشي کولاي مثلا تعمیراتي کارونو، دروند فزیکي کارونه ، سرک جوړولو شرکتونو ، برمو وهلو، جوالیتوب(موتر باورول او خالی کول) نظامي برخو یا د جګړې لومړۍ کرښوو کې  نارینه جنګیږي البته کم شمیر میرمنې شاید له جګړې لیرې نرسانې یا د مخابیرې څانګه کې مسولیت ولري همدا شان میرمنې کم ماشومان زیږوي .

همدا شان میرمنې اړ او مجبورې دي چي کار وکړي که عاید ونلري د ډیرو میرمنو او میړونو ترمنځ ریشته هم ختمیداي شي غرب کې د یو کور د هفته مصارف افغانستان کې ۲ میاشتې د ځینو متوسطو کورنیو لپاره بسنه کوي افغانستان کې میرمنې د کور ملکې دي میړه پدې شرم کوي ځان ورته مجرم  بریښي چي میرمن ئې کار کولو ته اړ شي ترڅنګ ئې کلک دیني او کلتوري ارزښتونه هم شتون لري د دې ساتنه ۹۵٪ افغانانو ته په ریښتني ډول سره کرښه ده البته د اسلام مقدس دین کې میرمنې تجارت کولاي شي ، کار کولاي شي ، علم زده کړه کولاي شي کاملآ ېۍ حقدارې دي خو دا د شرایطو او د میرمنو د سر، مال ، عفت او عزت د خوندیتوب پورې مربوط ده خو که ښځه و نه غواړي مجبوریداي نشي چي کور ته نفقه راوګټي میړه مسول دی .

بریتانیا کې که معمولي باران هم شروع  شي نو له ورایه  انجونې او ښځې تر سترګو کیږي چي د کوم دیوال خوا ته ، د ونې خوا ته یا کوم بل پټنځاي ته پناه وړي نور که هیڅ په لاس ورنشي نو لاس کې چي څه ولري هغه په سر نیسي تر څو د باران له څاڅکو ځان خوندي کړي د ډار وخت یا د کوم ټکر یا پیښې د لیدو وخت  کې ښځې  زموږ د افغانستان  د ښځو په څیر له نارینه وو ژر چیغه کوي لکه د نړۍ د نورو ښځو پشان.

 او یوه نیمه شاید داسې هم وي لکه د افغانستان د موجوده جعلي ریس جمهور اشرف غنی لبنانۍ میرمن ( رولا غنی ) چي د ۱ تلویزون کاکتوس برنامه کې ئې وویل( د توغندي یا راکټ مرمۍ چي په زمکه لګیږي زه هیڅ لړزه هم نکوم له ځایه هم نه خوځیږم کوم تاثیر راباندې نکوي ځکه زه پوهیږم راکټ چي په کوم ځاي ولګیږي هماغه ځاي زیان اړوي ما ته هیڅ زیان نه رسوي)  دا مو د ریس جمهور د میرمنې مسولیت احساس د هیواد او خلکو په ارتباط ډیره شرمونکې خبره ده  دا زړورتیا نه شوه دا د جاهلیت او استبداد یو ډول شو چي د وګړو او افغانستان په ارتباط د عدم احساس څرګندونه کوي.

د بریتانیا او افغانستان چارواکې میرمنې.

 بریتانیا: د دواړو هیوادونو د دولتي چوکاټ د ننه د میرمنو ترمنځ ژور توپیر شته په بریتانیا کې میرمنې د قانون ساتنې ته ژمنېوي خدمت يې عام وي( د نارینه او ښځینوو) لپاره کار کوي د ملت د هر وګړي لپاره کار کوي نژاد او مذهب له مخې توپیر شته خو ډیر کم خو د قانون د حاکمیت له مخې په څرګنده دا جرات نشی کولاي که بې انصافي هم وشی خو ترڅنګ قانون درته بله لار پرانیستې ترڅو د خپل حق لپاره مبارزه وکړې ، بریتانیا کې ښځینې وکیلانې، مامورینې، پولیسې ، قاضیانې نورو کارځایونو کې میرمنې خپل مسلک ته ژمنې او د خدمت موخه يې د بریتانیا هر وګړي ته کار کول وي له قدرت د مخه او له قدرت روسته یوازې د ښځو لپاره د کارکولو چیغې ، غونډې، مرکې او لیکنې نکوي د خدمت شعار او عمل یې د جنس په توپیر پورې نه وي تړلی.

افغانستان: افغانستان کې رسمي دولتي چوکاټ کې میرمنې پخپل نوم وزارت لري خو نارینه یې نلري دا نارینه و سره څرګند ظلم دی هره ښځه چي په دنده وګمارل شي چیغې، شعار ، مرکې او خبرې يې یواځې د ښځو په نوم وي پداسې حال کې چي عملآ یې د هیواد ښځو ته هیڅ خدمت نه تر سترګو کیږي بس په بیوزلو میرمنو سوداګري راوانه ده ، په درواغو په ژبه نوم او د حقوقو  الفاظ راڅرخیږي د افغانستان د نارینه وګړو هیڅ درد، احساس او غم ورسره نه وي که ولسي جرګې ته ورسیږي هم ښځپاله شي که وزیره شي، که دبشري حقوقو مسوله شي که بل بخش کې استخدام شي که د کوم مطبوعاتي اژانس واکمنه شي نو بیا د ښځو د لانځکو په مسله هم بخثونه جوړوي .

افغانستان کې چي ښځه د ولسي جرګې ، مشرانو جرګې، کوم سفارت، وزارت، معاونیت، ریاست او... ته رسیدلې نو کال یا دوه کاله روسته په ډالرو میلونره شي غلا کې همداسې تجربه لري لکه نارینه چارواکي ، کومې میرمنې چي هر بخش کې واک ته رسیدلي ددوي د فعالیت ساحه مالومه وي د چارواکو دربارونه، لوکس قصرونه ، میلمستیاوې ، خپل خاص ګروپ د میډیا مخ مخ ته کول د نارینه و او میډیا په وړاندې له کلتور او حدودو وتلی سینګار لکه ځان چي د مارکیټ بولۍ ته وړاندې کوي او ترڅنګ ئې بیخرچه مالي فساد، اخلاقي فساد، چور، قانون ماتونه دوام لري د ښار له منځ شل ګزه اه خوا هم د نورو میرمنو د ژوند، اړتیاؤ ، حق او حقوقو خبرې ندې نه له ښار د باندې د کلیو او بانډو میرمنو ته د انسانیت په سترګه ګوري نه ترې خبریږي نه ځان خبروي هرڅه د شعار، سمبولیک او د تلویزون تر سکرین محدود دي ددې وحشت ډیر دلیلونه شته.

۱: چارواکې میرمنې د لیاقت له مخې نه بلکې د مصلحت او اړیکو پربنا ګمارل کیږي.

۲: له ولس نه پردۍ  دي یا یې په ژبه او کلتور نه پوهیږي یا ملی احساس نلري.

۳: اکثریت يې د کلیو او بانډو میرمنو ته د انسان په حیث قانع ندي.

۴: له ښارونو د باندې میرمنې سیواد نلري نو ځکه يې چارواکې میرمنې د حق او حقوقو باره کې جدی ندي.

۵: د اطراف میرمنې ډیرې عقیدوي، باکلتوره او په وطن عاشقې ښځې دي دلته په ارزښتونو یرغل او د ساتلو دوه متضادې جبهې دوي پرانستې دي نو ځکه چاروکې میرمنې له عقیدوي او کلیوالو ښځو سره مخ کیداي نشي.

۶: له میرمنو د خپل انتخاب  باره کې پوشتنه نه کیږي کومې میرمنې چي ښه ولسي ژبه، درد، عقیدوي فکر او کلتور لري هغوي قصدآ د ښځو بخشونو کې نه ګمارل کیږي .

۷: قدرت په لاس میرمنې دولتي سیستم کې له هوښیارۍ ، ولسي انتخاب او له عقلانیت ندي ورننوتي د سفارتونو، بهرنیو هیوادونو، سیاسي ونډو ، قومي ویشونو او د چور له ادرس واک ورته سپارل شوی ده په سلو کې ۲ میرمنې  په ولسي ملاتړ تر وکالت رسیدلې  نورې د نړۍ وال فشار له امله، د رشوت له لارې، د چارواکو د خپلوۍ او نورو اړیکو له امله  تر ولسي جرګې، وزارتونو،معینتونو، ریاستونو د بشري حقوقو تش په نوم سازمان او ادارو رسیدلي دي .

حتی د ولسمشر نږدې یاران چي ګټې وټې سره شریکې دي لکه فضلي او عموما د ارګ او ملي امنیت شورا ټیمونه د میرمنو د استخدام په برخه کې په جنسي باج تورن شول د انتخاباتو د کمیسون غړي د شکایتونو د کمیسون غړي، قاضیان ، د پولیسو چارواکي او نور لوړ پوړي د استخدام او بریالۍ اعلانولو بدل کې د جنسي باج په غوښتو تورن شول  او یا د ځینو ښځینو له خوا نارینه چارواکو ته د جنسي باج په یارانه کې تر غټو چوکیو رسیدلې دي خپله همدوي یو پربل شهادتونه ورکړل د مطبوعاتو د سر کرښې وې .

۸: بریتانیا کې د هیڅ  دولتي چارواکي میرمن غیر قانوني دولتي امکانات نشي کارولاي حتی د لومړی وزیرانو میرمنو هم دا جرات او صلاحیت نه درلود یواځې بریتانیا نه بلکې ټول غرب کې داسې نمونه نه وینو انګستان کې کلونه د مخه هوم سیکرټري ډیوډ بلانکیټ د یوې میرمنې د ویزې د ورکړې په ارتباط لږ شان د خواخوږۍ احکام لیکلي ستره غوغا وه چي له قدرت ناسمه استفاده کړې بالاخره استعفی ته اړ شو.

 خو برعکس د  افغانستان تاریخ کې اول ځل ګورو چي نظام دې جمهوریت وي  خو د ریس جمهور میرمن دې دیکتاتورانه چلند ولري ځانګړی دفتر د کال میلونه ډالر بودیجه، دولتي تشریفات، بې کنتروله مصارف دې ولري له بهر دې ورسره مرستې کیږي پداسې حال کې چي ټول غرب کې د داسې بهرنیو مرستو حساب ورکړه قاوني مسولیت دی او د ټول هیواد په سطحه دې تر ټولو ناکاره له ولس یاغي پردیپالې میرمنې پخپل ماحول راجمع کړي او ادعا دې وکړي چي د میرمنو د حقوقو لپاره کار کوو پداسې حال کې چي ټولې ملګرې یې بهرني تابعیتونه لري.

 په پښتو خو بیخي نه پوهیږي البته  یو څه په دري ژبه  یا لږ یا زیاتې  بلدې دي د اکثریتو يې  لومړۍ ژبه  نه دري او نه پښتو ده  عجیبه ده خپله ریس جمهور( اشرف غنی) پښتون په قوم ځان احمدزیو قبیله باندې ورګډوي دا هم ویل کیږي چي اصلا د شوربازار دی، میرمن ئې د لبنان غیر مسلمانه یا ( یهوده، یا عیسوۍ یا کاتولیکه ؟ )  خو ښځه ئې په ټکی پښتو نه پوهیږي پوشتنه داده چي میړه ئې  پښتون دی نو میرمن ئې چرته او څنګه  د پښتو پځاي فارسی یا دري زده کړې ممکن د اشرف غنی د کورنۍ ژبه دري یا فارسي به وه  ؟ .

د افغانستان ۹۹٪ وګړي مسلمانان دي ډیر قوي کلتورونه لري، عنعنات لري عقیده لري دا به ستر ظلم او وحشت وي کوم څه چي کوم ولس کې ځاي او اعتبار نلري او واکمن  ئې د زور ، قانون ماتونې او  فسادله مخې پرې ورتپي د ریس جمهور میرمن ته د ځانګړې بودیجې او دفتر ورکړه د افغانستان د اساسي قانون خلاف عمل دی نه داود خان په خپل جمهوریت کې نه نورمحمد ترهکي، حفیظ الله امین، نه ببرک کارمل، نه داکتر نجیب الله ، نه مجددی،نه استاد ربانی او حامد کرزی خپلو میرمنو ته ځانګړي دفترونه درلودل او نه ګلبدین حکمتیار په څو میاشتنۍ صدراعظمۍ کې او نه مرحوم ملا محمدعمر په خپل امارت کې داسې کړنې وکړې. اشرف غنی لومړی جعلی ریس جمهور دی چي د قانون ماتونې داسې ریکارډ لري لکه یو څوک چي غذا سره سلاد خوري .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک