د بهسودو عمليات جعلي دي دا يوه نقشه وه چي دانش خپل قوم اکمال کړي
اشرف غني بهسودو ته 685 ميلونه افغانۍ مرسته منظور کړه!
د بهسودو عمليات جعلي دي دا يوه نقشه وه چي دانش خپل قوم اکمال کړي اشرپ غني بهسودو ته 685 ميلونه افغانۍ مرسته منظور کړې په کوم دليل ؟ هلته زلزله راغلې؟ سيلابونه راغلي دي؟ هلته په هفتو هفتو بمبارد او جنګ شوی؟ تيرو څو مياشتو کې د طالبانو د پيل کړو جګړو له امله تقريبا شل زره کورنۍ د کندهار څلورو ولسواليو نه مهاجر شول د انارو فصل تباه شو نه حکومت مرسته ورسره وکړه نه هماغه امارت چي ترټولو زيات ځان اسلام ته ژمن ګڼي زموږ پښتانه فيسبوک کې کنځلې کوي هلی کافرې فرانسې مسعود په نوم واټ ونوماو ولې کوم بد کار وشو؟ دا شل زره کورنۍ چي ميرمن،تيخور ماشوم،بوډا،ځوان،بوډۍ پکې دي دا مسلمان له خپلو درګاوو دربدر وشړل که فرانسويانو؟ .
ملي اردو ولې د پښتنو سيمو کې له عملياتو روسته خلکو سره بشري مرستې نکوي د ننګرهار څو ولسوالي کې عمليات راوان دي ولې ارګ د ولسوالۍ په سر د 685 ميلونه افغانيو معادله مرسته نه ورشروع کوي ؟ .
عجيب حالت وينو ولا په پښتنو حکومت کافر،طالب کافر،ګاونډيان کافر،امريکا او ناټو کافره اخر دوي له دې پښتون انسان څه غواړي؟
