د حكمتيار لیکنی

حکمتیار: امريكا د دوحې د معاهدې خلاف د افغانستان وسله والو مخالفينو ته پناه ځای، دفترونه او مركزونه وركړي

د طالبانو له لوري ويل شوي چي القاعده په افغانستان كي نه نظامي ځواك او حضور لري او نه طالبانو دوى او بل چا ته اجازه وركړې چي د افغانستان خاوره د كوم هېواد په ضد وكاروي. نه ئې په شيرپور كي د ظواهري شتون منلى او نه دا چي هغه په دې بريد كي وژل شوى. يعني دا چي طالبانو د دوحې معاهدي مطابق عمل كړى؛ خو بل لوري ته امريكا دا حق ځان ته وركوي چي خپل مخالفين په ټولي نړۍ كي ولټوي او په هر ځاى كي چي هغوى مومي ترور ئې كړې؛ امريكا همدا اوس؛ او د دوحې د معاهدې له لاسليك سره سره؛ د افغانستان وسله والو مخالفينو ته پناه ځي، دفترونه او مركزونه وركړي؛ دا وسله وال مخالفين په افغانستان كي د داسي نظامي عملياتو پړه او  مسئوليت قبلوي چي په ترڅ كي ئې بې گناه انسانان وژل كېږي؛ د غربي هېوادو رسمي او دولتي رسنۍ د هغوى اعلاميې او د عمليات...
نور ولوله

حکمتیار: لكه څنگه چي د اسامه په وژلو سره القاعده له منځه نه ولاړه؛ د ظواهري په وژلو هم له منځه نه ځي!

الظواهري تېر شل كاله په دي سيمي كي پاته شوى؛ او دا ځكه چي په خپل هېواد كي ئې د اوسېدو مجال او امكان نه درلود؛ د امريكا او په امريكا پوري د تړلي مصري حكومت؛ تر شديد تعقيب لاندي وو؛ كله په وزيرستان او نورستان كي؛ كله په پكتيا او موسى قلعه كي؛ پټ اوسېدلى؛ بريدونه پرې شوي؛ خو روغ ترې وتلى، د ده پر سر امريكا 25 مليونه ډالر جائزه ټاكلې وه؛ خو سره له دې ونه توانېدل په تېرو شلو كلونو كي هغه ووژني!! پوښتنه دا ده: ظواهري څنگه كابل ته راغلى او امريكايان څنگه او چا د ده له موقعيت خبر كړل؟ دې جدي پوښتني ته بايد څرگند او د منلو وړ ځواب وويل شي. خو دا يو حقيقت دئ چي د ظواهري په وژلو سره نه القاعده له منځه ځي او نه امريكا خپلو موخو ته رسېدى شي. لكه څنگه چي د اسامه په وژل...
نور ولوله

حکمتیار: د دوحې معاهده هسي يوه دوكه وه؛ نه په واقعي معنى د سولي معاهده

تېره يكشنبه؛ د امريكا جمهور رئيس؛ له سپيني ماڼۍ او د مطبوعاتو په وړاندي اعلان وكړ چي په كابل كي په هغه كور د ډرون راكټي بريد شوى چي ايمن الظواهري په كي اوسېدو؛ او هغه ووژل شو؛ هغه وويل: ايمن الظواهري نور نشته؛ او دې بريد وښوده چي د امريكا مخالفين په هيڅ ځاى كي خوندي نه شي پاته كېدى؛ هر ځاى چي وي امريكا به ور رسي او عدالت به پلي كوي. تر دې شېبې پوري؛ امريكا نه ده توانېدلې چي په بريد كي د ظواهري د وژل كېدو كره اسناد او شواهد وړاندي كړي؛ نه ئې د هغه د مړي عكس رسنيو ته ښودلى او نه د DNA لابراتواری ثبوت. ټول افغانان؛ دا بريد پر خپل هېواد، ملي حاكميت او فضائي حريم يو ظالمانه تېرى او ستر جنايت گڼي او په كلكه ئې غندي؛ دا له شك پرته داسي تر...
نور ولوله

حکمتیار: الله تعالی باغي او سرکښو ولسونو ته سزا وركړې چي د سزا وړ ئې موندلى

د قرآن کریم په لاندې مبارك آيت كي د باغي او سركښو ولسونو د هلاكت په اړه د الله تعالى دائمي او نه بدلېدونكى سنت بيان شوى: الحمد للّٰهِ و كفىٰ و سلام علىٰ عباده الذين اصطفىٰ و بعد: فاعوذ باللهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ وَإِذَا أَرَدْنَا أَنْ نُهْلِكَ قَرْيَةً أَمَرْنَا مُتْرَفِيهَا فَفَسَقُوا فِيهَا فَحَقَّ عَلَيْهَا الْقَوْلُ فَدَمَّرْنَاهَا تَدْمِيرًا 16  الإسراء 16 صدق الله العظيم الله تعالىٰ فرمايي: او كله چي د كوم كلي د ورانولو اراده وكړو نو مترفينو ته ئې امر وكړو؛ او هغوى هلته سرغړاوى وكړي؛ نو د دوى په اړه (د عذاب) وينا محققه شي او په ځانگړې ورانېدو سره ئې وران كړو. په دې مبارك آيت كي د ب...
نور ولوله

حکمتيار: پر کابل ډرون بريد پر ټول افغان ملت او د دوى پر استقلال، خپلواكي او ملي حاكميت بريد وو

متن خطبه محترم حکمتيار صاحب (جمعه 14 اسد 1401) الحمد للّٰهِ و كفىٰ و سلام علىٰ عباده الذين اصطفىٰ و بعد: فاعوذ باللهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ وَإِذَا أَرَدْنَا أَنْ نُهْلِكَ قَرْيَةً أَمَرْنَا مُتْرَفِيهَا فَفَسَقُوا فِيهَا فَحَقَّ عَلَيْهَا الْقَوْلُ فَدَمَّرْنَاهَا تَدْمِيرًا 16  الإسراء 16 صدق الله العظيم الله تعالىٰ فرمايي: او كله چي د كوم كلي د ورانولو اراده وكړو نو مترفينو ته ئې امر وكړو؛ او هغوى هلته سرغړاوى وكړي؛ نو د دوى په اړه (د عذاب) وينا محققه شي او په ځانگړې ورانېدو سره ئې وران كړو. په دې مبارك آيت كي د باغي او سركښو ولسونو د هلاكت په اړه د الله تعالى دائمي او نه بدلېدونكى سنت ...
نور ولوله

دوهمين حلقه درسی برادر حکمتيار تحت عنوان در دفاع از قرآن برگزار گرديد

روز چهارشنبه؛ مؤرخ ۱۲م اسد ۱۴۰۱:   دومين حلقه درسی محترم انجينير گلبدين حکمتيار أمير محترم حزب اسلامی افغانستان زير عنوان «در دفاع از قرآن» در تالار تلويزيون جهانی بريا و در حضور جمع غفير از برادران و خواهران برگزار گرديد. جناب حکمتيار به ادامه درس قبلى و در ارتباط با آيات 6- ‏9 سوره السجده فرمود:  از رهنمود هاى اين آيات به وضوح معلوم مى شود كه نخست گوش ها، سپس چشم ها و بعد دل ساخته مى شود؛ تحقيقات علمى نيز بر اين ترتيب صحه مى گذارد؛ طفل در رحم مادر ضرورتى به قلب ندارد؛ قلب مادر تمامى كار هاى دل او را نيز انجام مى دهد؛ در مرحله خاصى دلش ساخته و فعال مى شود؛ بايد انتظار بكشيم تا زمان ...
نور ولوله

نخستين حلقه درسی برادر حکمتيار تحت عنوان در دفاع از قرآن برگزار گرديد

يک‌شنبه؛ ۹م سرطان، سال ۱۴۰۱ھ‌ش: نخستين حلقه درسی أمير محترم حزب اسلامی افغانستان تحت عنوان «در دفاع از قرآن» در تالار تلويزيون جهانی بريا در حضور جمع غفير از برادران و خواهران برگزار گرديد. در مقدمه درس جناب حکمتيار فرمودند: براى اين حلقه جديد درسى؛ كتاب در دفاع از قرآن را انتخاب كرده ايم؛ كه در پاسخ كتابى به نام (نقد قرآن) نوشته شده و چيزى كم ده سال قبل؛ نشر شد. اين كتاب پاسخ محكم و دقيق به اعتراضات بى مايه و بى پايه مردكى مجهول الهويه با نام مستعار دكتور سها است، كتابى با عنوان نقد قرآن نوشته كه سايتهاى دين ستيز آن را به نشر سپرده؛ شامل تقريباً 800 صفحه؛ او يكى ...
نور ولوله

حکمتيار: معلومات مهم راجع به عمر و سال نکاح عایشه رض با رسول الله ص

د عائشې رضي الله عنها د کوژدي او نکاح پر وخت د هغي د عمر پر څرنگوالي هم تفصيلي بحث وکړ او زياته ئې کړه: راشئ له دې فرصت په استفادې سره؛ دا موضوع هم وڅېړو او وگورو چي حقيقت څه دئ. هغه وويل: حتماً خبر يئ چي په هند كي د رسول الله صلى الله عليه و سلم سپكاوى وشو؛ د هند مسلمانانو عكس العمل فوري، پراخ او جدي وو؛ مليوني تظاهرات ئې درلودل؛ په ټولي اسلامي نړۍ او په ډېرو غربي هېوادو كي پراخ تظاهرات وشول؛ ډېرو هېوادو د هند سفيران احضار كړل او خپل اعتراض او خفگان ئې څرگند او ډهلي ته ولېږلو؛ د هند حكومت هم د واكمن گوند د هغو غړو په ارتباط فوري غبرگون وښود چي دا لانجه ئې راولاړه كړه او هغوى ئې له خپلو دندو منفك كړل؛ دغو دوو؛ د ن...
نور ولوله

د حکمتيار صاحب وروستی درسي حلقه (حجاب او شرعي لباس) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يک‌شنبه؛ د زمري ۲مه، ۱۴۰۱ھ‌ش کال:   د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدين حکمتيار د «حجاب او شرعي لباس» تر عنوان لاندي خپله وروستۍ درسي محاضره وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر وروڼو او خويندو په کي گډون کړی وو. نوموړي د خپلو تېرو درسي محاضراتو او د يادي موضوع د تتمي پر دوام وويل: عائشه رضى الله عنها وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم له زينب بنت جَحْش رضى الله عنها هم زما په اړه پوښتنه وکړه او ورته وئې فرمايل: اې زينب! ته له څه خبره يې او څه دي ليدلي دي؟؛ هغې ورته وويل: يا رسول الله! خپل غوږ او سترگي ساتم، ما له نېكي او خير پرته بل څ...
نور ولوله

حکمتيار: د كائناتو په اړه د قرآن کريم په ارزښت هغه ښه پوهېږي چي د عالم پيدايښت په اړه ئې ژور علمي تحقيقات كړې وي

دې ته مو بايد پام وي چي دا نظريه ځيني لوازم او مقتضيات لري او موږ دې ته اړ كوي چي په ځينو داسي خبرو باور وكړو چي بنسټ ئې همدا نظريه ده: 1- يوه ئې دا چي يو مهال به د عالم د اجرامو تر منځ موجود واټن ورو ورو زيات شي او داسي پړاو ته به ورسېږي چي د دوى تر منځ جاذبه به كمزورې شي او دا به د دوى په بېلېدو او جلا كېدو منتج شي؛ او دا همغه حالت دئ چي قرآن ئې د قيامت په نامه يادوي او وايي چي ستوري به توى او خواره واره شي؛ يعني د جاذبې هغه ځواك به كمزورى او له منځه ولاړ شي چي دا ستوري ئې په خپل خپل مدار كي ساتلي او د شلېدو او پرېوتو مخه ئې نيولې. 2- د دې نظريې بله تقاضىٰ او نتيجه دا ده چي كه موږ هر څومره له نن ورځي شا ته درومو نو عالم به تر نن و...
نور ولوله

حکمتيار: د ساينس نهائي پرېكړه دا ده چي نه انسان څه پيدا كولى شي او نه څه له منځه وړلى شي

وروڼو خوېندو! مخكي له دې چي د قرآن دا آيت وڅېړو اجازه راكړئ لومړى د هغه انځور په اړه څه ووايو چي په تېري اونۍ كي د أمريكا د ناسا فضائي آژانس؛ نندارې ته وړاندي كړ؛ دا رنگه انځور د كائنات د يوې وړې برخي؛ ډېر دقيق انځور وو؛ د جيمز وِب تلسكوپ له لوري اخيستل شوى وو؛ په دې تلسكوپ تر لس مليارد ډالر زيات لگښت شوى، 25 كلونه پرې كار شوى او په همدې تېري اونۍ او 11 جولاى كي ناسا وتوانېده د هغه لومړني انځورونه تر لاسه او خپاره كړي. د دې تلسكوپ د جوړولو او فضاء ته د استولو اصلي موخه او مفكوره دا وه چي د كائنات د يوې نسبتاً پراخي برخي دقيق او رنگه انځور تر لاسه شي او له مخي ئې د هغي د بيگ بينگ (Big Bang) په نامه د هغه لومړنۍ چاودني له رامنځته كېدو...
نور ولوله

حکمتيار: ډېر كارونه داسي دي چي نه يوازي أمريكا بلكي د نړۍ ټول انسانان ئې له كولو عاجز وو او دي

متن خطبه محترم حکمتيار صاحب  -جمعه 31 سرطان 1401 الحمد للّٰهِ و كفىٰ و سلام علىٰ عباده الذين اصطفىٰ و بعد: فاعوذ باللهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ أَوَلَمْ يَرَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ أَفَلا يُؤْمِنُونَ 30    الأنبياء 30 الله تعالىٰ فرمايي: آيا كافرانو دې ته پام نه دئ كړى چي آسمانونه او زمكه سره نښتي ول او موږ سره بېل كړل او هر ژوى مو له (اوبو) پيدا كړى، نو آيا ايمان نه راوړي؟! وروڼو خوېندو! مخكي له دې چي د قرآن دا آيت وڅ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک