حکمتیار: لكه څنگه چي د اسامه په وژلو سره القاعده له منځه نه ولاړه؛ د ظواهري په وژلو هم له منځه نه ځي!
الظواهري تېر شل كاله په دي سيمي كي پاته شوى؛ او دا ځكه چي په خپل هېواد كي ئې د اوسېدو مجال او امكان نه درلود؛ د امريكا او په امريكا پوري د تړلي مصري حكومت؛ تر شديد تعقيب لاندي وو؛ كله په وزيرستان او نورستان كي؛ كله په پكتيا او موسى قلعه كي؛ پټ اوسېدلى؛ بريدونه پرې شوي؛ خو روغ ترې وتلى، د ده پر سر امريكا 25 مليونه ډالر جائزه ټاكلې وه؛ خو سره له دې ونه توانېدل په تېرو شلو كلونو كي هغه ووژني!!
پوښتنه دا ده: ظواهري څنگه كابل ته راغلى او امريكايان څنگه او چا د ده له موقعيت خبر كړل؟ دې جدي پوښتني ته بايد څرگند او د منلو وړ ځواب وويل شي.
خو دا يو حقيقت دئ چي د ظواهري په وژلو سره نه القاعده له منځه ځي او نه امريكا خپلو موخو ته رسېدى شي. لكه څنگه چي د اسامه په وژلو سره القاعده له منځه نه ولاړه؛ د ظواهري په وژلو هم له منځه نه ځي؛ امريكا ويلي چي ښايي د ظواهري پر ځاى به سيف العدل وټاكل شي او دا ئې هم ويلي چي دى په ايران كي دئ؛ هغه د يوې تبادلې له لاري د ايران له زندان خوشي شوى او گواكي هملته ايران كي پاته شوى.
آيا امريكا به په ايران كي هم داسي بريد ته زړه ښه كړي؟ احتمال ئې ډېر ضعيف برېښي. امريكا د شمالي كوريا په خلاف هم له داسي اقدام ډډه كوي؛ هغه خپل زور د افغانستان په څېر كمزورو او جنگ ځپلو هېوادونو او ولسونو ته ښيي.
افغانان بايد متوجه وي چي امريکا به د تل په څېر دا هڅه وکړي چي د إمارت اسلامي په ليكو كي اختلافاتو ته لمن ووهي؛ دا تبليغات ئې پيل كړي چې گواكي ځينو مشرانو أيمن الظواهري ساتلى او ځينو له امريكا سره د هغه په وژلو كي مرسته كړې او لازم معلومات ئې ورکړي؛ په دې اړه د خليلزاد اظهارات همدا په گوته كوي؛ خليلزاد ويلي: داسي معلومېږي چي د حقاني ډله د ايمن الظواهري له شتون خبر ول او ښايي د طالبانو ځينو مشرانو د ظواهري د موقعيت په اړه امريكا ته معلومات وركړي وي!!
د ايمن الظواهري د مرگ په اړه تر دې شېبې نه إمارت اسلامي څه ويلي او نه القاعدې.
امريكايانو دا ادعاء كړې چي كه څه هم د الظواهري DNA ئې نه ده تر لاسه كړې خو داسي عيني شواهد ئې تر لاسه كړي چي ښيي دى په بريد كي وژل شوى؛ يعني د سي آى اې غړو د هغه مړى ليدلى!!
پوښتنه دا ده چي د سي آى اې غړي څنگه توانېدلي؛ هغه محاصره شوي محل ته ځان ورسوي؛ او د ظواهري مړى وگوري؛ دا هم په هغه حساس وخت كي او د پېښي له رامنځته كېدو سره سم؟! دا جواسيس افغانان وو كه بهرنيان؟
د طالبانو لومړنى اعلان داسي وو چي گواكي په يوه تش كور يو راكټ لگېدلى او هيڅ ځاني زيان ئې نه درلود؛ خو له څه ځنډ وروسته؛ د إمارت اسلامي وياند؛ دا د امريکايي بې پيلوټه طيارې راكټي بريد او د دوحې تړون نقض او سرغړاوى وګڼلو؛ په داسي حال كي چي له بريد لږ وروسته؛ د امريکا جمهور رئيس جو بايډن؛ په سپيني ماڼۍ كي او د مطبوعاتو په وړاندي؛ د راكټي بريد او د الظواهري د وژلو خبر ورکړ.
دا هم يوه مهمه پوښتنه ده چي امريكايي ډرون له كومي اډې او د كوم هېواد له زمكي او فضاء په استفادې سره؛ توانېدلې د افغانستان فضائي حريم نقض كړي او د هېواد پلازمېني كي د ارگ خوا ته؛ داسي عمليات تر سره كړي؟ دا ډرون جهازونه چي په مسلسله توگه د افغانستان فضائي حريم نقضوي او راكټي توغوي؛ دا له شمال راځي كه له جنوب؟ د شمالي او جنوبي گاونډيو په موافقه او كه له موافقې پرته؟!
طالبان بايد دا وڅېړي او بايد تر دې وړاندي ئې معلومه كړې وى چي امريكايي ډرون؛ د كوم گاونډي له فضا راتېرېږي او د افغانستان فضاء ته راننوځي. دا بايد افغان ولس ته معرفي شي چي ټول ئې د جدي او خطرناك دښمن په توگه وپېژني.
په هر صورت دا يوه مهمه ملي مسئله ده؛ ټول هغه افغانان چي اسلام او هېواد ته ژمن او وطنپال دي؛ پر خپل هېواد او ديني او ملي ارزښتونو غيرت كوي؛ بايد گډ دريځ غوره كړي او له خپل وطن او استقلال د هر تېري په وړاندي دفاع وكړي؛ سياسي او سليقوي اختلافات بايد شا ته وغورځوو او واحد دريځ غوره كړو. إمارت اسلامي بايد په دې ملي اجماع رامنځته كړي او په تصميم كي ټول ملت شامل كړي.
