No-IMG

حکمتیار: امريكا د دوحې د معاهدې خلاف د افغانستان وسله والو مخالفينو ته پناه ځای، دفترونه او مركزونه وركړي

د طالبانو له لوري ويل شوي چي القاعده په افغانستان كي نه نظامي ځواك او حضور لري او نه طالبانو دوى او بل چا ته اجازه وركړې چي د افغانستان خاوره د كوم هېواد په ضد وكاروي. نه ئې په شيرپور كي د ظواهري شتون منلى او نه دا چي هغه په دې بريد كي وژل شوى. يعني دا چي طالبانو د دوحې معاهدي مطابق عمل كړى؛

خو بل لوري ته امريكا دا حق ځان ته وركوي چي خپل مخالفين په ټولي نړۍ كي ولټوي او په هر ځاى كي چي هغوى مومي ترور ئې كړې؛ امريكا همدا اوس؛ او د دوحې د معاهدې له لاسليك سره سره؛ د افغانستان وسله والو مخالفينو ته پناه ځي، دفترونه او مركزونه وركړي؛ دا وسله وال مخالفين په افغانستان كي د داسي نظامي عملياتو پړه او  مسئوليت قبلوي چي په ترڅ كي ئې بې گناه انسانان وژل كېږي؛ د غربي هېوادو رسمي او دولتي رسنۍ د هغوى اعلاميې او د عملياتو خبرونه خپروي. آيا دا هېوادونه افغانانو ته دا اجازه وركوي چي په هلته د دې ترورستانو په خلاف همداسي عمليات وكړي لكه چي امريكا د يكشنبې په ورځ په كابل كي وكړل؟

چين ويلي: صحيح نه ده چي د تروريزم خلاف د همكارۍ په نامه د بل هېواد ملي حاكميت او فضائي حريم نقض شي.

كه دا بريد د طالبانو له خبرولو او موافقې پرته تر سره شوى وي؛ همغسي چي د ځينو امريكايي چارواكو په اظهاراتو كي راغلي؛ نو د دې بريد يوه طبيعي پايله به دا وي چي إمارت اسلامي؛ د امريكا سياسي او نظامي حريفانو او رقيبانو؛ مخصوصاً چين ته نږدې شي.

د إمارت اسلامي د خارجه وزارت له هغه وروستي اعلاميې چي تايوان ته د امريكايي لوړ پوړي هيئت د تگ په ارتباط ئې خپره كړې او دا سفر ئې پاروونكى گڼلى؛ همدا معلومېږي؛ كه څه هم دا مناسب او طبيعي غبرگون دئ خو البته دا د افغانانو په گټه نه ده چي د لويو طاقتونو تر منځ رقابتونو كي د يوه په خلاف د بل لوري ملگرتيا وكړي؛  دا په نيابتي جگړو منتج كېږي او افغانستان ته صدمه رسوي؛ مخكنيو تجربو همدا ښودلې؛ افغانان مثبت او رغنده ناپېيلي خارجي سياست ته ضرورت لري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک