د حكمتيار لیکنی

حکمتيار: د امام حسين رض پاڅون او د كربلا تاريخي پېښه؛ موږ ته څه پيغامونه لري

د امام حسين رضي الله عنه پاڅون او د كربلا تاريخي پېښه؛ موږ ته څو پيغامونه او لارښووني لري: له ظالم واكمن سره نه يوازي ملگرتيا نه كول او واكمني ئې نه منل بلكي په خلاف ئې د پاڅون لار غوره كول. دى او ملگري ئې چي د دې پاڅون له كبله وژل شوي؛ د الله تعالىٰ د لاري شهيدان دي او هغه چي د دوى په خلاف ئې د ظالمانو ملگرتيا كړې؛ د دوى په وژلو كي ئې لاس وو او د ظالمانو ملتيا او مرسته ئې كړې؛ د ستر جنايت او عمدي قتل مرتكب شوي او سزا ئې همغه ده چي قرآن بيان كړې. كله داسي وضعيت رامنځته كېدى شي چي امام حسين رضي الله عنه ورسره مخامخ شو؛ په داسي ظروفو كي به همغه څه كوو چي امام حسين وكړل؛ كه څه هم زموږ او زموږ د كورنۍ د غړو په شهادت منتج شي...
نور ولوله

حکمتيار: د عاشوراء په ارتباط څو پوښتني بايد ځواب شي

آيا دا نوم د كربلا د پېښي ورځي ته غوره شوى؛ كه د فرعون له لښكرو د موسىٰ عليه السلام او د هغه د ملگرو د ژغورني ورځي ته؟  آيا امام حسين رضي الله عنه د محرم په لسمه شهيد شوى كه په بلي نېټې؟ آيا په داسي پېښو باندي ماتم كول؛ توري جامې اغوستل؛ مخ په څپېړو وهل؛ ځان په چړو او زنځېرونو زخمي او ويني كول؛ جائز او د ثواب كار دئ كه ناجائز او د عتاب وړ؟ د لومړۍ پوښتني په ځواب كي بايد ووايو: د قمري كال لومړۍ مياشت او لسمه ورځ ئې؛ په بايبل كي د (فِصَح عيد) په نامه يادونه شوې؛ يهودان او مسيحيان ئې د سپېڅلې ورځ په توگه لمانځي؛ يهودان په دې باور دي چي په دغي ورځ موسىٰ عليه السلام او بني اسرائيل د فرعون له ظلم ژغورل شوي؛ بايبل د (فِصَح عيد) تر عنوان لاندي داسي كاږي: خداى موسىٰ او هارون ته وويل: له دې وروسته به ستاسو...
نور ولوله

حکمتيار: د كربلا پېښه د اسلامي امت پر ټټر يو خونړى او ژور پرهار وو

د كربلا پېښه د اسلامي امت پر ټټر يو خونړى او ژور پرهار وو؛ په دې پېښي كي د رسول الله صلى الله عليه و سلم د كورنۍ غړي؛ د هغه د گران لمسي؛ امام حسين رضي الله عنه په شمول؛ په مظلومانه توگه شهيدان شول؛ ټول امت؛ سني او شيعه؛ د دې ستر جنايت په غندلو كي متفق او همغږي دي. د يزيد خلاف د امام حسين پاڅون او له بيعت ډډه كول؛ د اسلامي لارښوونو مطابق عمل گڼي؛ په دې اړه نه يوازي په ټول امت كي هيڅ اختلاف نشته؛ بلكي ټول مذاهب؛ له هر ظالم واكمن سره هر راز ملتيا او د هغه اطاعت او بيعت؛ د اسلامي لارښوونو خلاف عمل بولي او د اسلام له دائرې د وتلو سبب؛ په اسلامي تاريخ كي لومړنۍ شخص چي په غير شرعي او ميراثي توگه؛ قدرت تر لاسه كړى؛ پرته له دې چي د مسلمانانو په رأيه او بلا اكراه بيعت غوره شوى وي؛ يزيد وو؛ امت پر دې متفق دئ چي په اسلام كي نه موروث...
نور ولوله

حکمتيار: د مولوي رحيم الله حقاني شهادت د فوز عظيم شهادت وو

په تېري اونۍ كي د گڼ شمېر خونړيو پېښو شاهد وو چي په ترڅ كي ئې مظلوم افغانان وژل شوي؛ د عاشوراء اړوند غونډو كي د مرگ ژوبلي شمېر تر سلو اوښتى؛ پرون مشهور عالم مولوي رحيم الله حقاني؛ د حقانيه مدرسې مدرس؛ په تروريستي بريد كي شهيد شو. دعاء كوو چي الله تعالىٰ زموږ مظلوم ولس د اجرتي قاتلانو له شر د تل لپاره وژغوري.  د محرم په لسمه مو وليدل چي ځينو ماتمونه كول، توري جامې ئې اغوستې وي، خپلي سينې او شا ئې په زنځيرونو او چاړو زخمي كول او همدا ئې جنت ته د رسېدو لار گڼله؛ ځينو د دوى په غونډو كي چاودني كولې او همدا ئې جنت ته د رسېدو وسيله گڼله. موږ د دواړو په حال وير كوو او له زړه متأسف او متأثر يو؛ په اسلام كي نه داسي ماتمونه شته او نه په جوماتونو، عبادت ځايونو ...
نور ولوله

حکمتيار: د مخكينيو صالحانو په اړه له جاهلانو سره په شخړو او منازعاتو كي ځان مه مصروفوئ

الحمد للّٰهِ و كفىٰ و سلامٌ علىٰ عباده الذين اصطفىٰ و بعد: فاعوذ باللهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُمْ مَا كَسَبْتُمْ وَلا تُسْأَلُونَ عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ 134 البقرة: 134 صدق الله العظيم الله تعالىٰ فرمايي: دا خو يوه ډله وه چي تېره شوې؛ دوى ته به خپله لاسته راوړنه وي او تاسو ته خپله لاسته راوړنه او تاسو به د دوى له كړنو نه پوښتل كېږئ. دا مختصر آيت د دې مباركي سورې د دوهمي برخي عنوان دئ او د دې برخي د ټولو مطالبو خلاصه وړاندي كوي؛ په دې كي نه يوازي د دين دا بنيادي اصل توضيح شوى، چي هر څوك به د خپل عمل سزا گوري، نه يو د بل لپاره مجازات كېږي، نه ...
نور ولوله

حکمتيار: راشئ خپل فکري، سلیقوي او مذهبي اختلافات له منځه وباسو او پر قرآن هوکړه وکړو

متن خطبه  محترم حکمتيار صاحب (جمعه 21 اسد 1401) الحمد للّٰهِ و كفىٰ و سلامٌ علىٰ عباده الذين اصطفىٰ و بعد: فاعوذ باللهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُمْ مَا كَسَبْتُمْ وَلا تُسْأَلُونَ عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ 134 البقرة: 134 صدق الله العظيم الله تعالىٰ فرمايي: دا خو يوه ډله وه چي تېره شوې؛ دوى ته به خپله لاسته راوړنه وي او تاسو ته خپله لاسته راوړنه او تاسو به د دوى له كړنو نه پوښتل كېږئ. دا مختصر آيت د دې مباركي سورې د دوهمي برخي عنوان دئ او د دې برخي د ټولو مطالبو خلاصه وړاندي كوي؛ په دې كي نه يوازي د دين دا بنيادي اصل توضيح شوى، چي ...
نور ولوله

حکمتيار: أن قتل الظواهري لن يقضي على القاعدة و أمريكا لن تحقق أهدافها وكما لم تختف القاعدة بمقتل أسامة

خطبة القائد المحترم  المجاهد حكمتيار زعيم الحزب الإسلامي في افغانستان (الجمعة 7 محرم 1444هـ، 14 أسد 1401هـ ش الموافق 5 أغسطس 2022م). الحمد لله وكفى وسلام على عباده الذين اصطفى وبعد: فأعوذ باللّٰهِ من الشيطان الرجيم، بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ. وَإِذَا أَرَدْنَا أَنْ نُهْلِكَ قَرْيَةً أَمَرْنَا مُتْرَفِيهَا فَفَسَقُوا فِيهَا فَحَقَّ عَلَيْهَا الْقَوْلُ فَدَمَّرْنَاهَا تَدْمِيرًا 16  الإسراء 16 صدق الله العظيم. يقول الله تعالى: عندما أردنا تدمير قرية، نأمر مترفيها وكبارها أو أغنيائها، ولكنهم يتعدون ويمتنعون عن الطاعة فيستحقون العقاب وندمرهم بتدمير خاص....
نور ولوله

حکمتيار: عاشوراء په رواياتو کي

اَلْحَمْدُ للهِ وَ كَفى وَسَلَامٌ عَلَى عِبَادِهِ الَّذِينَ اصْطَفَى و بعد:  بِسْمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د عاشوراء د بحث يوه برخه پاته ده، نن په همدې اړه ږغېږو، اكثر ولسونه د لمانځني وړ خاصي ورځي لري، بني اسرائيل د محرم لسمه لمانځي، دا هغه ورځ بولي چي دوى د موسى عليه السلام په مشرۍ وژغورل شول او فرعون له خپلو لښكرو سره په بحر كي غرق شول. په بايبل كي د دې يادونه شوې. دوى او له دوى متأثر شوي د تاريخ ستري ستري پېښي دې ورځي ته منسوبوي او وايي: آدم عليه السلام په دغه ورځ پيدا شوى، له جنته راكوزېدا وروسته دى او مېرمن ئې په دغه ورځ سره يو ځاى شوي، نوح عليه السلام په دغه ورځ ژغورل شوى، ابراهيم عليه السلام په دغه ورځ د نمرود له اور...
نور ولوله

سومين حلقه درسی برادر حکمتيار تحت عنوان در دفاع از قرآن برگزار گرديد

يکشنبه؛ مؤرخ ۱۶ اسد ۱۴۰۱ھ‌ش: سومين حلقه درسی محترم انجينير گلبدين حکمتيار أمير محترم حزب اسلامی افغانستان زير عنوان «در دفاع از قرآن» در تالار تلويزيون جهانی بريا و در حضور جمع غفير از برادران و خواهران برگزار گرديد. جناب حکمتيار به ادامه درس قبلى و در ارتباط به تولد انسان فرمود: تولد انسان از يك نطفه مختلط آغاز مى گردد تا سده بيستم؛ هيچ كسى نمى دانست كه در پيدايش جنين انسان؛ نطفه هاى مرد و زن به گونه مشترك عمل مى كنند و از يكجا شدن هردو؛ جنين ساخته مى شود؛ برخى گمان مى كردند كه رحم مادر شبيه زمين است و منى مرد چون دانه؛ گويا اين دانه در آن زمين رشد مى كند و جنين آدمى از آن ساخته مى شود؛ برخى...
نور ولوله

حکمتیار: نه شوروي ځواكونه وتوانېدل افغانان وځپي او نه ناټو

افغانان له هوښيارو او سوله غوښتونكو غربيانو دا انتظار لري چي نور د جگړو او جگړه مارو سياستونو حمايت پرېږدي؛ له درېيمي نړۍ؛ مخصوصاً اسلامي امت سره خپلي ستونزي د جگړو، گواښونو او ترورونو له لاري د حل كولو هڅه ونه كړي؛ دا يقيناً يوه ناكامه تجربه او هڅه ده؛ نوې او معقوله عملي لاري ته ضرورت لري؛ د افغانستان شل كلنه خونړۍ او ناكامه جگړه او هغه بدي پايلي چي افغانانو او د ناټو غړو هېوادو ته ئې درلودې؛ كافي ده چي خپل غلط سياستونه تصحيح كړي. تر هغه چي غرب په اسلامي هېوادو كي نظامي حضور لري؛ د استبدادى حكومتونو او كودتاچيانو ملاتړ كوي؛ حتماً به له عكس العمل سره مخامخ كېږي. د دې طبيعي عكس العمل مخه نه د فوځونو په لېږلو او د هېوادونو په نيولو سره نيول كېدى شي او نه د آزادي غوښتونكو په ځپلو او وژلو سر...
نور ولوله

حکمتیار: نړۍ د خطرناكو جگړو او ناامنيو په لور درومي

د نړۍ وضعيت په ډېر سرعت سره؛ د لازيات بدامنيو، وسله والو رقابتونو او جگړو په لوري خوزي؛ آسيايي او افريقايي هېوادونه لا له وړاندي اوږدو او خونړيو جگړو ځپلي؛ په اروپا كي هم د داسي جگړي اور بل شوى چي لمن ئې د خورېدو په حال كي ده؛ ناټو او په سر كي ئې امريكا له يوې خوا او روسيه له بلي خوا د جگړو پراخولو او مزيد تشديدولو ته زور وركړى؛ د اتُمي وسلو كارولو گواښونه اورو او د بلي نړۍ والي جگړي پيلېدو وړاندويني؛ مخكنۍ دوه نړۍ والي جگړي هم په اروپا كي رامنځته شوې.   اسرائيل د ايران دننه د دې هېواد هغه ساينس پوهان تروروي چي په اتُمي تأسيساتو كي كار كوي؛ ايران گواښي چي هيڅكله به ئې پرېنږدي اتُمى وسائلو ته لاس رسى پيدا كړي. نانسي پلوسي؛ د امريكا د استازو د مجل...
نور ولوله

حکمتیار: د مخكني رژيم د استخباراتو رئيسان د نورو هېوادونو د استخباراتي شبكو مأمورين وو او دي

د مخكني رژيم د استخباراتو رئيسان؛ چي په تېرو شلو كلونو كي د بهرنيو هېوادو په خوښه ټاكل شوي او په تروريستي بريدو او شپنيو عملياتو كي ئې لاس درلود؛ نن ئې د شيرپور پېښي په اړه اظهارات همغسي دي لكه چي د مأموريت په دوران كي ئې كول؛ او دا ښيي چي دوى د افغانستان نه؛ بلكي د نورو هېوادو د استخباراتي شبكو مأمورين وو او دي؛ يوه ئې وويل: دا بريد د ټي ټي پي پر پټنځايونو شوى؛ او گواكي د دغو پټنځايونو معلومات؛ د هغه هيئت له لوري وركړى شوى چي مشر ئې تقي عثماني وو؛ خو وروسته چي امريكا په خپله د بريد پړه قبوله كړه؛ نو هغه د خپلي خبري د تصحيح او جبران لپاره داسي انځور خپور كړ چي د الله اكبر ليكلى شعار ئې پر خپلي سينې ټومبلى وو!!! يعني د امريكا په بريا او د الظواهري په وژل كېدو ئې له ډېري خوشحالۍ د الله اكبر شعار وركړى!! ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک