No-IMG

د حکمتيار صاحب وروستی درسي حلقه (حجاب او شرعي لباس) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يک‌شنبه؛ د زمري ۲مه، ۱۴۰۱ھ‌ش کال:

 

د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدين حکمتيار د «حجاب او شرعي لباس» تر عنوان لاندي خپله وروستۍ درسي محاضره وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر وروڼو او خويندو په کي گډون کړی وو.

نوموړي د خپلو تېرو درسي محاضراتو او د يادي موضوع د تتمي پر دوام وويل:

عائشه رضى الله عنها وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم له زينب بنت جَحْش رضى الله عنها هم زما په اړه پوښتنه وکړه او ورته وئې فرمايل: اې زينب! ته له څه خبره يې او څه دي ليدلي دي؟؛ هغې ورته وويل: يا رسول الله! خپل غوږ او سترگي ساتم، ما له نېكي او خير پرته بل څه ندي ليدلي؛ عائشه رضى الله عنها وايي: او دا همغه مېرمن وه چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم په مېرمنو كي ئې له ما سره سيالي او بنتوب كاوو، خو الله تعالى هغه د خپلي تقوى له برکته وساتله او خور ئې حَمْنَة بِنْت جَحْشٍ چي د دې لپاره جنگېده د هغه څه له كبله تباه شوه چي تور لگوونكي ئې له كبله تباه شول.

 

ښاغلي حکمتيار زياته کړه:

د إفک د واقعې په ارتباط دا اوږد روايت په بخاري كي اولس (17) ځلي نور؛ او له ډېرو توپيرونو او تعارضاتو سره؛ په دغو شمېرو راغلى: 2593، 2637، 2661، 2688، 2879، 4025، 4141، 4690، 4749، 4757، 5212، 6662، 6679، 7369، 7370، 7500، 7545

چي په اړه ئې بايد څو خبري بايد په پام كي ولرو:

په دې روايت كي ويل شوي چي گواكي عائشې رضي الله عنها د صَفْوَان بْن الْمُعَطَّل په ليدو سره خپل مخ په جلباب پټ كړى؛ او دا ځكه چي گواكي تر دې وړاندي د احزاب سوره كي د حجاب حكم نازل شوى وو؛ دلته څو پوښتني راولاړېږي:

الف- د ډېرى محققينو له نظره د بني المصطلق غزوه چي دا پېښه په كي رامنځته شوې؛ د احزاب تر غزوې وړاندي په څلورم يا پنځم هجري كال كي وه؛ له دوو روايتونو پرته نور ټول همدا خبره كوي؛ د احزاب سوره تر دواړو غزواتو وروسته نازله شوې؛ او د حجاب اړوند آيت هم په دغي سوري كي راغلى؛ نو دا ادعاء سمه نه ده چي عائشې رضي الله عنها د حجاب حكم ته په پام سره خپل مخ پټ كړى.

 

ب- د حجاب په اړوند آيت كي اصلاً د مخ پټولو په اړه هيڅ څه نه مومو؛ حكم مېرمنو ته نه بلكي نارينه وو ته متوجه دئ او هغوى ته ويل شوي چي كله د رسول الله صلى الله عليه و سلم له مېرمنو څه غواړئ نو د حجاب له شا ئې وغواړئ؛ او دلته د حجاب معنى دقيقاً او فقط دروازه، د دروازې په سر پرده او دېوال دئ نه كومه جامه، ټيكرى يا پړونى.

 

ج- دا روايت له شپږمي طبقې وروسته راويانو نقل کړى؛ سمه نه ده چي ووايو؛ عائشې رضي الله عنها ويلي؛ بلکي محتاطانه وينا دا ده چي ووايو: په شپږمي، اومي، اتمي او حتى نهمي طبقې كي راويانو د دې روايت بېلي بېلي برخي عائشې رضي الله عنها ته منسوب كړې؛ په راويانو كي ئې داسي هم شته چي علماء رجال ئې يا ضعيف گڼي او يا وايي: غلطېدو. روايات هم داسي چي تر منځ ئې كافي توپيرونه او تعارضات گورو. پر نورو سربېره يو جدي توپير ئې دا دئ چي په ځينو كي د سعد بن معاذ پر ځاى د أُسَيْد بن حُضَيْر نوم اخيستل شوى او په ځينو كي د دواړو نومونه. دا موضوع له دې كبله د پام وړ ده چي سعد بن معاذ رضى الله عنه د احزاب په جگړي كي ټپي شوى وو او د بَنِي قُرَيْظَةَ په اړه له حَكَمِيَتْ وروسته له همدې ټپ وفات شو، كه څوك ادعاء كوي چي د بني المصطلق غزوه د احزاب له غزوې وروسته وه؛ ادعاء ئې ځكه ناسمه ده چي دا مهال سعد بن معاذ ژوندى نه وو؛ نو د روايت دا خبره سمه نه ده چي هغه په جومات كي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وويل: كه تور لگوونكى د اوس له قبيلې وي نو سر به ئې غوڅ كړو.

  

د- په روايت كي ويل شوي چي دا پېښه د حجاب د حكم له نازلېدو وروسته رامنځته شوې، دا خبره ښيي چي گواكي دا پېښه به د احزاب له جگړي وروسته وي، حال دا چي بل لوري ته په روايت كي د سعد بن معاذ يادونه شوې چي ښيي پېښه د احزاب تر جنگ وړاندي او هغه مهال وه چي دى لا ژوندى وو!! يعني د دې روايت يوه برخه بله برخه په بشپړه توگه ردوي؛ او دې ادعاء ته هيڅ مجال نه پرېږدي چي عائشې رضي الله عنها دي د احزاب سورې د كوم آيت له مخي خپل مخ پټ كړى وي.

 

ر- د دې روايت بله ستره ستونزه دا ده چي عائشې رضي الله عنها ته داسي وينا منسوبوي چي د هغې له بل مشهور روايت سره ژور تناقض لري؛ هغه روايت چي د دې د خور اسماء رضي الله عنها په اړه په كي راغلي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ورته وويل: ښځو ته روا نه ده چي له پېلغتوب وروسته ئې له مخ او رغوو پرته د بدن بله برخه څرگنده شي. اصولاً له متناقضو ويناوو او رواياتو يوازي يو غوره كولى شو؛ هغه چي هم د إسنادو له پلوه تر بل غوره وي او هم د متن له پلوه اصح او ارجح؛ دا روايت د هغه په وړاندي هيڅ وزن نه لري؛ د مخ پټولو وينا لپاره نه په قرآن كي څرگند شاهد مومو او نه تلويحي اشاره؛ اما د قرآن وينا په دې اړه صريح ده چي مخ په عوراتو كي نه راځي.

 

س- په روايت كي عائشې رضي الله عنها ته دا الفاظ منسوب شوي (كُنْتُ جَارِيَةً حَدِيثَةَ السِّنِّ: زه كم عمره نجلۍ وم)؛ په داسي حال كي چي دا د حقيقت خلاف خبره ده؛ ځكه د بني المصلق غزوه په پنځم هجري كال كي وه؛ او دا مهال د عائشې عمر تر 21 كلنۍ اوښتى وو.

 

نوموړي دا هم وويل:

د دې روايت ځيني نوري برخي هم توجه ايجابوي:

1- رسول الله صلى الله عليه و سلم د إفك پېښي په اړه نه پوهېدو چي حقيقت څه دئ؛ يوه مياشت ئې په پريشانۍ او له يوه بل پوښتنو او مشورو كي تېره كړه؛ تر هغه چي وحي پرې نازله شوه. يعني چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په غيب نه پوهېدو؛ او دا هغه څه دي چي د قرآن په گڼ شمېر آيتونو كي راغلي او وايي: په آسمانونو او زمكي كي له الله تعالى پرته هيڅوك په غيب نه پوهېږي؛ نه پيغمبران عليهم السلام، نه مقربي فرشتې او نه بل څوك. هغه روايات د اعتبار وړ نه دي چي د قرآن د دغو صريح او څرگندو آيتونو خلاف؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم يا بل چا ته علم غيب منسوبوي. خو د غيب په ارتباط د قرآن له همدې صريح او مكررو لارښوونو سره سره؛ د هغو قانع كول گران دي چي په خرافاتو او شرك كي غرق دي؛ همداسي لكه د حجاب په ارتباط چي د قرآن آيتونه او د رسول الله صلى الله عليه و سلم مكرر او واضح روايات؛ هغه څوك نه درسره مني چي په پټو سترگو د خپلي سليقې مريد دئ او د خپل كليوال مذهب تابع.

 

2- د عائشې رضي الله عنها د برائت اړوند وحي د النور سورې پر لسو آيتونو شامله وه چي وروسته بشپړه سوره ترې جوړه شوه؛ چي ټوله ئې د إفك قضيې اړوند مسائلو په ارتباط ده.

 

3- عائشه رضي الله عنها وايي: په دې موده كي زما په اړه هيڅ وحي پر رسول الله صلى الله عليه و سلم نازله نشوه؛ فقط په همدې ناستي كي وحي پرې نازله شوه او هغه حالت پرې راغى چي د وحي نزول په وخت كي پرې راتلو؛ او دا ښيي چي د عائشې له نظره وحي فقط هغه څه وه چي د قرآن په بڼي كي پر رسول الله صلى الله عليه و سلم نازلېده.

 

4- عائشه رضي الله عنها وايي: دا گمان مي نه كولو او ځان مي تر دې ډېر ټيټ گڼلو چي زما په اړه به الله تعالى داسي وحي نازله كړي چي تل به ئې تلاوت كېږي؛ خو هيله مي دا وه چي رسول الله صلى الله عليه و سلم به داسي خوب وگوري چي زما د برائت په اړه به وي؛ يعني د كوم بل ډول وحي يادونه ئې نه ده كړې؛ فقط يا د قرآن د آيتونو وحي او يا رؤيا. او له دې معلومېږي چي صحابه وو به وحي هغه څه ته ويل چي په ترڅ كي به ئې پر رسول الله صلى الله عليه و سلم د قرآن آيتونه نازلېدل.

 

دغه راز قدرمن مشر د يادي موضوع د خلاصي په توگه وايي:

په امت كي د ستر او حجاب په ارتباط د اختلافاتو اصلي عوامل څو متعارض روايات او آراء دي:

1- عبدالله بن مسعود او عبدالله بن عباس رضي الله عنهما ته د النور سورې 31 آيت د دې فقرې (وَلَا يُبۡدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنۡهَاۖ) په اړه منسوب دوه متعارض آراء او تفسيرونه دي؛ عبد الله بن مسعود وايي: دلته له زينت مراد جامه ده او مستثنى شوې ئې د كميس لمن او د پرتوگ هغه برخه ده چي له جلباب بهر پاته كېږي؛ او د عبد الله بن عباس له نظره زينت گاڼه ده او مستثنى شوې ئې هغه بولي چي پر مخ او لاسونو كارول كېږي. له دې دواړو متعارضو آراءو به ناچار يوه غوره كوو؛ دا اختلاف بايد قرآن ته راجع كړو او هغه به ترې غوره كوو چي په قرآن كي شاهد ولري. د قرآن د دغو دوو آيتونو له پنځو برخو په څرگنده توگه معلومېږي چي عبد الله بن مسعود ته منسوب رأى او روايت له قرآن سره اړخ نه لگوي؛ د النور سورې د 60 آيت له دې فقرې (فَلَيۡسَ عَلَيۡهِنَّ جُنَاحٌ أَن يَضَعۡنَ ثِيَابَهُنَّ غَيۡرَ مُتَبَرِّجَٰتِۢ بِزِينَةٖۖ) : نو په دې كي هيڅ گناه پرې نشته چي خپلي جامې ايسته كړي (په دې شرط چي) د زينت نه ښكاره كوونكې وي)؛ له دې معلومېږي چي (ثياب) او (زينت) بېل بېل راغلي؛ يعني چي جامه دلته د زينت په ضمن كي نه ده راغلې؛ زينت گاڼې ته وايي او ثياب جامې ته؛ خو عبد الله بن مسعود ته منسوب رأى كي د قرآن د دې صريح وينا خلاف؛ جامه او گاڼه يوه گڼل شوې.

 

2- د النور سورې د 31 آيت په دې فقرې كي (وَلَا يَضۡرِبۡنَ بِأَرۡجُلِهِنَّ لِيُعۡلَمَ مَا يُخۡفِينَ مِن زِينَتِهِنَّۚ او خپلي پښې دي داسي (پر زمكه) نه وهي چي هغه گاڼه ئې معلومه شي چي پټوي ئې)؛ دلته زينت د گاڼې په معنى كارول شوى؛ له گاڼې پرته ئې په بله معنى نشو اخيستى؛ ځكه پر زمكي د پښو په كلكو وهلو سره يوازي د پټي گاڼې غږ اورېدل كېږي نه بل څه؛ او له دې دواړو آيتونو معلومېږي چي د عبد الله بن عباس رأى دقيقه او د قرآن له وينا سره برابره ده؛ نو له دغو دوو متعارضو آراءو يوازي د ده رأى غوره كولى شو؛ د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه رأى لپاره هيڅ دليل او مستمسك نه مومو.

 

3- په دې اړه چي آيا د مېرمنو ټول بدن عورت دئ او كه مخ، لاس او پښې ترې مستثنى دي؛ دوو جليل القدر صحابه وو؛ عائشه رضي الله عنها او عبد الله بن عباس رضي الله عنه ته متضاد روايات منسوب شوي؛ يو دا چي دغه غړي هم په احرام كي ترې مستثنى دي او هم له احرام بهر په عادي حالت كي؛ بل دا چي له يوې يا دواړو سترگو پرته نور ټول بدن ئې بايد مستور وي. دواړو ته درې درې روايتونه منسوب شوي؛ دوه ئې مخ او لاسونه مستثنى بولي او دريېم ئې يوازي د يوې يا دواړو سترگو ښكاره كېدا جائز گڼي. متأسفانه ځينو له تحقيق پرته يو او هغه هم فقط د خپلي سليقې له مخي غوره كړى؛ او دوه نور ئې پرېښي؛ نه ئې دا ويلي چي دا يو ئې ولي ترې غوره كړى او نه دا چي هغه دوه مشهور روايات ئې ولي له پامه غورځولي!! د الهي لارښوونو تقاضى دا ده چي دا متعارض او متناقض روايات بايد د قرآن په تله وتلو او هغه ترې غوره كړو چي له قرآن سره مطابقت ولري؛ د دې لپاره په قرآن كي هيڅ شاهد نه مومو چي د مېرمنو ټول بدن عورت گڼل شوى وي؛ قرآن كاملاً صراحت لري چي د مېرمنو د بدن يوه برخه له ستر مستثنى ده او وايي (إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنۡهَاۖ)؛ د النور سورې د 31 آيت له دغو برخو معلومېږي چي مخ په ستر كي شامل نه دئ او له پټولو مستثنى شوى. هلته چي فرمايي:

(قُلْ لِلْمُؤْمِنِيْنَ يَغُضُّوا مِنْ اَبْصَارِهِمْ...)، (وَلا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلا مَا ظَهَرَ مِنْهَا....)، (وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ)، (وَلا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِنْ زِينَتِهِنَّ)

 

نوموړی وايي:

د پورتني آيت له لومړۍ فقرې معلومېږي چي مخونه لوڅ ول؛ نو ځكه له زيات كتلو منع شوي، دوهمه وايي چي د مېرمنو د بدن يوه برخه څرگنده وي، درېيمه وايي چي په ټيكري سره دي گرېوان پټ كړي؛ د گرېوان يادونه شوې خو د مخ نه؛ له څلورمي معلومېږي چي د گاڼې يوه برخه پټه ده او بله څرگنده؛ څرگنده ئې د مخ او لاسونو اړوند گاڼه ده.

 

د قدرمن مشر پر وينا: په ټول قرآن كي نه صراحتاً ويل شوي چي د مخ پټول حرام دي او نه اشارتاً؛ نه دا ويل شوي چي د فساد په وخت كي ئې پټول افضل، احسن او مندوب دي؛ هيڅ امام، فقيه او مفسر؛ نه د احنافو له ډلي او نه د نورو مذاهبو له پلويانو؛ هيچا نه دي ويلي چي د مخ او لاسونو پټول فرض يا واجب دي؛ يا د مېرمنو دا غړي د عوراتو ضمن كي دي؛ او څرگندول ئې حرام دي؛ فقط ځيني متأخرين وايي: پټول ئې فرض او واجب نه دي؛ خو ښه كار دئ؛ هغوى ته وايو: قرآن ټول ښه كارونه موږ ته ښودلي، داسي كار نه دئ پاته چي ښه وي خو قرآن نه وي راښودلي؛ دا چي څوك ووايي: فلان كار غوره او مستحسن دئ؛ كه څه هم په قرآن او د رسول الله صلى الله عليه و سلم په احاديثو كي ئې يادونه نه ده شوې؛ خبره ئې مردود ده؛ كه د مخ په پټولو كي كوم مصلحت وى نو الله تعالى او د هغه رسول به حتماً موږ ته همدا لارښوونه كړې وه؛ چي د گرېوان پټولو امر راته كوي؛ ولي ئې د مخ پټولو يادونه نه ده كړې؟! كه د مخ په پټولو كي مصلحت وى نو په دې آيت كي به ئې تر گرېوان وړاندي د مخ يادونه كړې وه: (وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ)؛ او كه د مخ څرگندول حرام وى نو قرآن به په دغو صيغو موږ ته ويلي وو: لايحل لكم، حرمت عليكم، حرم الله؛ او كه ئې پټول ښه وى نو الله تعالى به د نورو ښو كارونو په څېر موږ ته ويلي وو: ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ يا ذَلِكُمْ أَزْكَى لَكُمْ وَأَطْهَرُ؛ د وجوب او حرمت لپاره نص ته ضرورت دئ؛ دا د چا خوښي او سليقې ته نه دي پرېښودل شي.

 

هغه دا هم وويل:

دا بايد واضح كړو چي د حجاب اړوند ستونزه هغو غربپالو مېرمنو راولاړه كړې چي د غرب په تقليد كي ئې ټولو ديني او ملي ارزښتونو ته لته وركړه؛ له چتې ووتلې، غوښتل ئې له كابل پاريس جوړ كړي؛ بربنډي شوې، لوڅ سر، بربنډې لېچي، پرې گرېوان چي غاړه او سينه ترې جوته وي، تر ورنونو پوري شړېدلي پتلونونه، او پر دې سربېره د ملي لباس سپكاوى، چادري ته اور اچول او همدا سپك او منحط حركات؛ د تمدن او ترقي نښه او لوازم گڼل؛ د دوى دا بې مهاره شذوذ، افراط او تهاجمي غير اخلاقي سلوك؛ په دې منتج شو چي دينپال افغانان حساسيت وښيي او ځيني له يوې انتهاء بلي ته ولاړ شي؛ كه نه نو د افغانانو د غوڅ اكثريت لباس؛ په ځانگړي توگه كليو كي؛ د شرعي معيارونو مطابق وو او دئ.

 

همدا راز د حجاب او شرعي لباس موضوع تر خلاصي او تتمي وروسته د ح‌ا قدرمن أمير

د عائشې رضي الله عنها د کوژدي او نکاح پر وخت د هغي د عمر پر څرنگوالي هم تفصيلي بحث وکړ او زياته ئې کړه:

راشئ له دې فرصت په استفادې سره؛ دا موضوع هم وڅېړو او وگورو چي حقيقت څه دئ.

هغه وويل:

حتماً خبر يئ چي په هند كي د رسول الله صلى الله عليه و سلم سپكاوى وشو؛ د هند مسلمانانو عكس العمل فوري، پراخ او جدي وو؛ مليوني تظاهرات ئې درلودل؛ په ټولي اسلامي نړۍ او په ډېرو غربي هېوادو كي پراخ تظاهرات وشول؛ ډېرو هېوادو د هند سفيران احضار كړل او خپل اعتراض او خفگان ئې څرگند او ډهلي ته ولېږلو؛ د هند حكومت هم د واكمن گوند د هغو غړو په ارتباط فوري غبرگون وښود چي دا لانجه ئې راولاړه كړه او هغوى ئې له خپلو دندو منفك كړل؛

دغو دوو؛ د نورو خبرو تر څنگ؛ د رسول الله صلى الله عليه و سلم په اړه دا اهانت كړى وو چي ولي ئې په 53 كلنۍ كي له 6 كلني يا 9 كلني نجلۍ سره نكاح كړې؛ د دې په وړاندي د مسلمانانو عكس العمل څو ډوله وو: تظاهرات، د هند بيرغونه سوزول، سفيران ئې احضارول او خپل خفگان او اعتراض وراورول؛ او ځينو د داسي نكاح عقلي او نقلي دلائل وړاندي كول....

راشئ وگورو چي د نابالغو نكاح جائز ده كه نه؟ په دې اړه قرآن څه وايي؟ په رواياتو كي څه راغلي؟ حقيقت څه دئ؟ عقل او علم څه وايي؟

 

نوموړي همدي پوښتنو ته په ځواب کي وويل:

لومړۍ پوښتنه دا ده: آيا په قرآن كي د نكاح د مناسب وخت؛ او د نكاح د دواړو لوريو د عمر په اړه څه ويل شوي؟ آيا د نكاح د موخي او هدف په ارتباط په قرآن كي داسي لارښووني مومو چي بايد په پام كي ونيول شي؟

مختصر او مجمل ځواب دا دئ: هو؛ قرآن د دواړو پوښتنو دقيق او واضح ځواب ويلى. هلته چي فرمايي:

وَابْتَلُوا الْيَتَامَى حَتَّى إِذَا بَلَغُوا النِّكَاحَ فَإِنْ آنَسْتُمْ مِنْهُمْ رُشْدًا فَادْفَعُوا إِلَيْهِمْ أَمْوَالَهُمْ... 6   النساء 6

او تر هغه يتيمان وآزمويئ چي د نكاح (پړاو) ته ورسېږي؛ نو كه د دوى هوښياري مو احساس كړه؛ نو مالونه ئې وروسپارئ؛...

دلته د يتيم هغو اولياءو او پالونكو ته څو لارښووني شوې چي د يتيمانو كفالت كوي او مال ئې ورته ساتي:

1- د يتيمانو د روزني په دوران كي دوى پر له پسې امتحانوئ؛ كله يو كار ورته وسپارئ او كله بل؛ د وړو وړو شيانو په پېرلو او پلورلو ئې وگمارئ؛ په دې سره به د هغوى ښه روزنه وشي؛ د نكاح پړاو ته له رسېدو وروسته به د خپل مال د ښه پاللو لپاره ذهناً او عملاً تيار وي او كافي تجربه به ئې ترلاسه كړې وي.

 

2- دا كار به تر هغه كوئ چي يتيمان تر نكاح پوري ورسېږي، خو كه دې مرحلې ته ورسېدل او تاسو په دوى كي كافي هوښياري احساس كړه؛ نو مالونه ئې وروسپارئ. د آيت له الفاظو معلومېږي چي د يتيم اولياء به بلوغ ته د يتيم د رسېدو په وخت كي هم دا خبره په پام كي ساتي چي آيا هغه د دې وړتيا لري چي مال ئې وروسپاري او كه نه؛ يوازي بلوغ معيار ونه گڼي؛ بلكي د بلوغ تر څنگ د ده هوښيارتيا او د عقل پوخوالى هم په پام كي ولري.

 

3- له دې آيت معلومېږي چي نكاح يوه خاصه مرحله او وخت لري؛ دا وخت يوازي بلوغ (ځواني او پېغلتوب) نه دئ؛ بلكي د نكاح وړتيا؛ د كورنۍ جوړولو استعداد او توانمني؛ او د قرآن په اصطلاح رشد؛ شرط دئ.

دا هم يوه اساسي او مهمه پوښتنه ده چي ځوان هلك او پېغلي نجلۍ ته د خپل ځان او ازدواج په اړہ د پرېكړي واك وركړى شوى كه نه؟ كه وركړى شوى له دې واك كله استفاده كولى شي؛ تر بلوغ وړاندي كه وروسته؟ بلوغ شرط دئ كه رشد؟ له مخكني آيت په څرگنده توگه معلومېږي چي د نكاح لپاره بلوغ او رشد شرط دئ؛ كه يتيم ته د ده خپل مال سپارلو په اړہ د قرآن لارښوونه دا وي او هغه د يتيم په بلوغ او رشد پوري مشروطوي؛ نو د ازدواج په اړہ به ئې لارښوونه او غوښتنه څه وي او الله تعالى به په څه راضي كېږي؟ يقيناً چي د ازدواج موضوع تر دې ډېر ډېر ارزښت او اهميت لري چي د هغوى مال كله او په كوم عمر كي وروسپارل شي؛ په دې كي هيڅ شك نشته چي د نكاح لپاره لومړى شرط بلوغ دئ او دوهم ئې رشد او له آيت په واضح توگه همدا معلومېږي.

 

4- قرآن موږ ته وايي چي د نكاح موخه د نسل دوام او د اولاد درلودل دي؛ نه فقط د جنسي غريزې اشباع؛ نو له هغي ماشومي سره جنسي نږدېكت د دين او فطرت خلاف كار دئ چي بلوغ ته نه وي رسېدلې؛ اسلام چي د نكاح په اړه كومي لارښووني لري؛ مهمي برخي ئې دا دي:

الف: له بلوغ وروسته؛ د دواړو په موافقه او هغه مهال ترسره شي چي دواړہ د رشد پړاو ته رسېدلي وي او د سمي پرېكړي او صحيح انتخاب جوگه وي.

يو د بل كفو او سيال وي او اجتماعي حالت ئې سره ورته وي.

 

ب: د يوې كورنۍ جوړولو او اولاد پاللو په موخه وي؛ نه د جنسي غريزې د اشباع په موخه او موقته اړيكه.

 

ج: د دواړو تر منځ توافق ئې اصلي شرط او د كورنيو توافق ئې مفيد او غوره گڼلى.

 

د: مناسب مهر ټاكل؛ هومره چي د مېرمني مستقبل تضمين كړي او هغه پرې راضي شي.

 

ذ: لږ تر لږہ دوه شاهدان په منځ كي وي.

 

ر: څرگنده وي او پټه پاته نشي.

 

نوموړی وايي:

لكه چي گورئ قرآن د نكاح لپاره خاص پړاو ټاكلى؛ دا ټاكلى پړاو يوازي بلوغ (ځواني او پېلغتوب) نه دئ، بلكي د آيت له لارښووني په ډېر وضاحت سره معلومېږي چي د بلوغ ترڅنگ بايد رشد او د عقل پوخوالى هم په پام كي وي.

 

قدرمن مشر زياتوي چي:

دې ته مو بايد پام وي چي قرآن ځوانۍ ته رسېدا په دې صيغه يادوي: وَإِذَا بَلَغَ الأَطْفَالُ مِنكُمُ الْحُلُمَ او كله چي ستاسو ماشومان حلم (ځوانۍ) ته ورسېږي. او هغه چي لا بالغ شوي نه دي په دې صيغه ئې يادوي: وَالَّذِينَ لَمْ يَبْلُغُوا الْحُلُمَ: او هغه چي لا حلم (ځوانۍ) ته نه دي رسېدلي. له دې معلومېږي چي د نكاح او واده حد ته رسېدا؛ له هغه عمر سره توپير لري چي ماشوم ځوانۍ ته رسېږي؛ د نكاح لپاره د ځوانۍ او بلوغ تر څنگ؛ رشد او د كورنۍ جوړولو او پاللو وړتيا هم ضروري گڼل شوې.

د دې قرآني لارښوونو په رڼا كي په آسانۍ سره كولى شو د هغو رواياتو د صحت او عدم صحت په اړه قضاوت وكړو چي د نكاح د طرفينو د عمر په اړه راغلي؛ له دغو رواياتو يو ئې هغه دئ چي په بخاري كي راغلى او وايي؛ د عائشې رضي الله عنها نكاح په شپږ كلنۍ كي او واده ئې په نه كلنۍ كي شوى؛ او له همدې روايت د اسلام دښمنانو د پراخو تبليغاتو وسيله جوړه كړې؛ دا د بشري حقوقو ضد عمل گڼي او د ماشومانو پر حق جدي تېرى. راشئ وگورو چي حقيقت څه دئ او دا روايات د اعتبار وړ دي كه نه؛ او دا چي د عائشې رضي الله عنها نكاح په څو كلنۍ كي شوې؟

د عائشې رضي الله عنها د عمر په اړه د سيرت، تاريخ، تفسير او احاديثو كتابونو كي پراخ تناقضات او تعارضات مومو؛ داسي چي عقد ئې له 6 تر 16 كلنۍ پوري او نكاح ئې له 9 تر 19 كلنۍ پوري ښودل شوې!!

په دې اړه 21 روايات راغلي؛ 14 ئې له هشام بن عروه روايت شوي؛ او نور ئې له أبو عبيده، أبو سلمه او أسود. عجيبه لا دا ده چي دا مهمه قضيه؛ له مشرانو صحابه وو هيچا په تاريخ او سيرت كي نه ده روايت كړې. رسول الله صلى الله عليه و سلم هم نه دي ويلي چي عائشه ئې په نه كلنۍ كي واده كړې!! په قرآن كي هم په دې ارتباط هيڅ څه اشارتاً او صراحتاً نه مومو!

 

ښاغلي حکمتيار وويل:

كه هغه روايات چي وايي د عقد په وخت كي د عائشې رضي الله عنها عمر شپږ كاله او د نكاح په وخت كي نه كاله وو؛ وڅېړو؛ نو وبه گورو چي نه روايتاً معتبر دي او نه درايتاً؛ تر ټولو لويه ستونزه ئې دا ده چي د قرآن له څرگندي لارښووني سره جدي او ژور تعارض لري؛ قرآن د نكاح او د مال تصرف لپاره پر بلوغ علاوه؛ رشد او درايت ضروري گڼي

يتيم ته د مال سپارلو لپاره يوازي بلوغ شرط نه دئ؛ بلكي رشد او د عقل پوخوالى هم شرط دئ؛ د نكاح اهميت او حساسيت؛ تر مال ډېر زيات دئ؛ لا زيات رشد او د عقل لا زيات پوخوالى ايجابوي؛ نه پوهېږو څنگه څوك د دې جرأت كوي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته داسي كار منسوبوي چي د قرآن له دې څرگند آيت سره منافات لري؟!!

د عائشې رضي الله عنها د نكاح په اړه د بخاري رواياتو كي تناقض دئ؛ يو ئې وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د خديجې رضي الله عنها له وفات درې كاله وروسته عائشه په نكاح كړه؛ په بل كي وايي: خديجه رضي الله عنها له هجرت درې كاله وړاندي وفات شوه؛ او رسول الله صلى الله عليه و سلم نږدې دوه كاله نور انتظار وكړ او بيا ئې عائشه په نكاح كړه؛ د دواړو رواياتو تر منځ پوره دوه كاله توپير مومو؛ كوم يو ئې صحيح دئ؟

 

قدرمن مشر همدي پوښتني ته د ځواب په توگه وايي:  

هغه روايات او آراء او آثار چي ښيي عائشه رضي الله عنها هغه مهال په نكاح شوې چي عمر ئې شاوخوا 19 كاله وو؛ ځيني ئې دادي:

1- مشره خور ئې اسماء؛ تر دې لس كاله مشره وه؛ كله چي له كورنۍ سره يو ځاى مدينې ته رامهاجر شول 27 كلنه وه؛ نږدې سل كلنه وه چي وفات شوه؛ د وفات كال ئې 73 هجري كال وو؛ او همدا ښيي چي د هجرت په كال 27 كلنه وه؛ ځكه 73+27= 100 او له دې معلومېږي چي عائشه دا مهال 17 كلنه وه؛ په دوهم هجري كال او د بدر له جگړي وروسته په 19 كلنۍ كي واده شوې. دا هغه څه دي چي ابن حَجَر عسقلاني له أبي نُعَيم الأصبهاني؛ په دې صيغه نقل كړي:

"أن أبي نُعَيم الأصبهاني قال بأن أسماء بنت أبي بكر وُلدت قبل الهجرة بسبع وعشرين سنة"

د عائشې رضي الله عنها خور أسماء 27 كلنه وه چي مدينې ته ئې هجرت وكړ؛ هغه تر عائشې لس كاله مشره وه، او دا ښيي چي أسماء د رسول الله صلى الله عليه و سلم له بعثت 14 كاله وړاندي پيدا شوې او عائشه څلور كاله وړاندي. أسماء په سل كلنۍ كي او د خپل زوى؛ عبد الله بن زبير له شهادت لنډه موده وروسته؛ په 73 هجري كال كي او په داسي حال كي وفات شوه چي سترگي ئې ړندې شوې وې؛ دا ارقام ښيي چي د هجرت په لومړي كال؛ أسماء 27 كلنه او عائشه 17 كلنه وه؛ د عائشې نكاح د بدر له جگړي وروسته په دوهم هجري كال او په 19 كلنۍ كي تر سره شوې.

دا هغه څه دي چي په دغو مصادرو كي راغلي: " حلية الأولياء " (2/56)، " معجم الصحابة " لأبي نُعيم الأصبهاني، " الاستيعاب" لابن عبد البر (4/1783)، "تاريخ دمشق"لابن عساكر (69/8)، "أسد الغابة "لابن الأثير (7/12) ، "الإصابة " لابن حجر (7/487) او "تهذيب الكمال"(35/125).

 

2- روايات وايي: له خديجې رضي الله عنها وروسته بله مېرمن چي ايمان ئې راوړى؛ د عباس رضي الله عنه مېرمن ام الفضل وه؛ او بيا د ابوبكر رضي الله عنه دوو لوڼو اسماء او عائشې ايمان راوړى؛ او د دې معنى دا ده چي عائشه رضي الله عنها تر بعثت مخكي پيدا شوې او د ايمان راوړلو په وخت كي ئې عمر  دومره وو چي د عقل او فهم له مخي د ايمان راوړلو جوگه وه.

 

3- له عائشې روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم به نږدې هره ورځ زموږ كور ته سبا يا ماښام راتلو؛ او دا هغه مهال وو چي خپل رسالت ئې نه وو علني كړى؛ يعني د بعثت په لومړيو څلورو كلنو كي عائشه د دومره عمر وه چي دې خبرو ته ئې پام وو. دا روايات له هغه سره بشپړ مغايرت لري چي وايي دا مهال عائشه رضي الله عنها لا پيدا شوې نه وه.

 

4-  د خديجې رضي الله عنها له وفات وروسته او تر هجرت دوه كاله وړاندي؛ او په داسي حال كي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته؛ له څلورو لوڼو؛ دوه وړې په كور كي پاته وې؛ ام كلثوم او فاطمه رضي الله عنهما؛ دوه نوري واده شوې وې؛ د كور ساتني او د لوڼو د پالني لپاره ئې واده ته ضرورت وو؛ خوله بنت حكيم په وار وار ده ته د واده سپارښتنه كوله؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ورته وويل: له چا سره؟ هغې وويل: كه پېغله غواړې نو عائشه او كه كونډه غواړې نو سودة بنت زَمْعَة؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ورته وويل: زما په اړه دواړو ته يادونه وكړه؛ هدف ئې دا وو چي كه يوه موافقه ونه كړي نو بلي ته يادونه وكړي؛ خوله لومړى د عائشې مور ام رومان بنت عامر ته ورغله؛ خبره ئې ورته ياده كړه؛ هغې وويل: صبر وكړه ابوبكر راځي؛ مُطْعِم بن عَدِي د خپل زوى جُبَير لپاره د عائشې په اړه غوښتنه كړې؛ ابوبكر رضي الله عنه ئې غوښتني ته ځكه منفي ځواب وركړ چي ښايي د ده لور به خپل غلط دين ته واړوي؛

ابوبكر رضي الله عنه خوله ته وويل: محمد عليه السلام ته ووايه چي راشي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم د خِطبې لپاره ورغلى او موافقه شوې؛ اما واده ئې درې كاله وروسته تر سره شوى.

له دې په څرگنده توگه معلومېږي چي عائشه رضي الله عنها لا له وړاندي پېغلتوب ته رسېدلې وه او مُطْعِم بن عدي خپل زوى ته غوښتې وه.

 

نوموړي دا هم وویل:

د قريشو عام دود دا وو چي خپلي لوڼي به ئې تر پېغلتوب وړاندي نه ودولې؛ دا ئې د پېغور كار گڼلو چي په ماشومتوب كي خپله لور واده او له كور رخصت كړې؛ دا چي گورو؛ د عائشې رضي الله عنها د عقد او نكاح په اړه هيچا؛ نه دوست او نه دښمن؛ هيڅ اعتراض او نيوكه نه ده كړې؛ دا ښيي چي دا نكاح په پاخه عمر كي او د قريشو له عام دود سره سم تر سره شوې.

دا هم بايد په پام كي ولرو چي خوله د دې لپاره رسول الله صلى الله عليه و سلم ته د واده سپارښتنه كوله چي د ده د دوو وړو لوڼو پالنه وكړي؛ څنگه ومنو چي همدا خوله به يوه بله وړه نجلۍ د رسول الله صلى الله عليه و سلم لپاره غوره كوي؟!!

له روايت معلومېږي چي خوله له سودې بنت زَمْعَه سره هم خبره كړې وه او هغې موافقه كړې وه؛ او رسول الله صلى الله عليه و سلم ځكه له هغې سره واده كړى چي مشره كونډه وه او د ده لوڼي ئې پاللى شوى؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم له سوده سره درې كاله يوازي او له بل واده پرته تېر كړي؛ يعني رسول الله صلى الله عليه و سلم تر نږدې 55 كلنۍ پوري؛ 25 كلونه له خديجې رضي الله عنها سره او درې كلونه له سوده رضي الله عنها سره يوازي تېر كړي؛ او د خپل مبارك عمر په پاته اته كلونو كي ئې تر يوې زياتي مېرمني درلودې؛ په دوى كي يوازي عائشه ئې پيغله وه؛ نوري ټولي كونډي او ځيني ئې عمر خوړلې او د اولاد خاوندي؛ د دې معنى دا ده چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم د تعدد ازواج فلسفه او موخه اجتماعي مصلحتونه او حكمتونه وو؛ نه جنسي عوامل.

 

ښاغلي حکمتيار د خپلي إدعاء د إثبات لپاره له ام سلمې رضي الله عنها سره د رسول الله صلی الله عليه وسلم د نكاح مسألې ته د مثال په توگه إشاره وکړه او وئې ويل:

ام سلمه رضى الله عنها چي 6 اولادونه ئې درلودل، مېړہ ئې د احد په جگړي كي زخمي شو، د بلي جگړي په دوران كي د ده زوړ پرهار وشلېدو او له همدې وفات شو، پېغمير عليه السلام د ده په مړيني هومره خواشينى شو چي اوښكي ئې توى شوې، د ده له مړيني څه باندي 4 مياشتي وروسته ئې؛ ام سلمې ته څوك د خِطبې لپاره ولېږلو، هغې خپل عذر داسي وړاندي كړ: زه عمر خوړلې يم، ډېر اولادونه لرم، نه غواړم ستا د اذيت باعث شم. خو پيغمبر عليه السلام غوښتل په دې نكاح سره مسلمانانو ته د خپلو ديني وروڼو په نسبت د وفا او د كونډو او يتيمانو د پالني او روزني؛ نه هېرېدونكې اسوه وړاندي كړي. ام سلمې ته ئې قناعت وركړ او دا نكاح ترسره شوه.

نوموړی همدا راز د عائشې رضی الله عنها د لوړ شخصيت په اړه وايي:

په حقيقت كي د عائشې رضي الله عنها لوړ شخصيت او د دعوت په چارو كي د هغې ځلانده او بې ساري ونډه؛ د دې باعث شوې چي تر نن پوري كورني او بهرني دښمنان د هغې په ضد زهرجن او دروغجن تبليغات وكړي.

له عائشې رضي الله عنها تر 2210 زيات حديثونه روايت شوي؛ چي 316 ئې په بخاري او مسلم كي راغلي؛ د بخاري د ټولو اصلي رواياتو شمېر هم نږدې 2225 دئ. ونډه ئې د ديني احكامو او د رسول الله صلى الله عليه و سلم د احاديثو په انتقال او تبليغ كي دومره ستره وه چي حاكم په خپل كتاب المستدرك كي ويلي:«إنَّ رُبْعَ أَحْكَامَ الشَّرِيعَةِ نُقِلَت عَن السَّيِّدَة عَائِشَة: د شرعي احاكمو څلورمه برخه له عائشې نقل شوې»؛ مشرانو صحابه وو به د هغو قضاياوو په اړه له دې پوښتنه كوله چي له مشكل سره به مخامخ شول؛ أبو موسى أشعري وايي: «مَا أُشكلَ عَلَيْنَا أَصْحَاب رَسُوْلِ الله صلى الله عليه و سلم  حَدِيثٌ قَطُّ فَسَأَلْنَا عَائِشَةَ؛ إلَّا وَجَدْنَا عِنْدَهَا مِنْهُ عِلْمًا: پر موږ اصحابو؛ د هيڅ حديث فهم ستونزمن شوى نه دئ؛ چي له كبله مو له عائشې پوښتنه كړې او له دې سره مو د هغه علم موندلى». او د فصاحت او بلاغت له پلوه داسي وه چي أحنف بن قيس وايي:

«سَمِعْتُ خُطْبَةَ أَبِي بَكْرٍ الصِّدِّيقِ ، وَعُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ ، وَعُثْمَانَ بْنِ عَفَّانَ ، وَعَلِيِّ بْنِ أَبِي طَالِبٍ رضي الله عنهم وَالْخُلَفَاءِ هَلُمَّ جَرًا إِلَى يَوْمِي هَذَا ، فَمَا سَمِعْتُ الْكَلامَ مِنْ فَمِ مَخْلُوقٍ، أَفْخَمَ، وَلا أَحْسَنَ مِنْهُ مِنْ فِي عَائِشَةَ رضي الله عنها:

د ابوبكر صديق، عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ، عُثْمَانَ بْنِ عَفَّانَ، عَلِيِّ بْنِ أَبِي طَالِبٍ رضي الله عنهم او تر نن پوري مي د نورو خُلَفَاءو ويناوي اورېدلې؛ نو د هيڅ مخلوق له خولې مي د عائشې تر وينا زياته درنه او غوره وينا نه ده اورېدلې». احنف بن قيس د درايت او فهم له پلوه دومره ستر تابعي وو چي په خپل دور كي نوميالى او مثالي شخصيت گڼل كېدو.

دې ته بايد متوجه وو چي فصاحت او بلاغت هغه الهي نعمت دئ چي الله تعالى ئې له علم، درايت، فِراست، اخلاص او صدق سره يو ځاى؛ خپل بنده ته ورپه برخه كوي.

له عائشې سره د دښمنۍ؛ د هغې په ضد تورونه او ناروا تبليغات؛ د دې د ستر مقام او منزلت له كبله وو. دښمنان؛ كه كورني وو او كه بهرني؛ پوهېدل چي كه دا ستر او لوړ څلى وران كړي نو د اسلام كلا پرې ورانېږي.

كه څه هم د بخاري يو روايت چي اوه ځلي ئې تكراري راوړى، غريب دئ او په دوو طبقو كي يوازي يو يو راوي لري، وايي چي د عائشې رضى الله عنها نكاح په نه كلنۍ كي تر سره شوې، او همدا خبره په مسلمانانو كي مشهوره شوې، ځيني د دغه روايت د توجيه لپاره وايي چي د تودو سيمو نجلۍ او هلكان د سړو سيمو په پرتله ژر بلوغ ته رسېږي، دوى هم بلوغ شرط گڼي، او رأيه ئې دا ده چي كېدى شي يوه نجلۍ په نه كلنۍ كي پېغلتوب ته ورسېږي.

روايت داسي دئ:

3896 - حَدَّثَنِي عُبَيْدُ بْنُ إِسْمَاعِيلَ، حَدَّثَنَا أَبُو أُسَامَةَ، عَنْ هِشَامٍ، عَنْ أَبِيهِ، قَالَ: «تُوُفِّيَتْ خَدِيجَةُ قَبْلَ مَخْرَجِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِلَى المَدِينَةِ بِثَلاَثِ سِنِينَ، فَلَبِثَ سَنَتَيْنِ أَوْ قَرِيبًا مِنْ ذَلِكَ، وَنَكَحَ عَائِشَةَ وَهِيَ بِنْتُ سِتِّ سِنِينَ، ثُمَّ بَنَى بِهَا وَهِيَ بِنْتُ تِسْعِ سِنِينَ» بخاري

هشام له خپل پلار روايت كوي چي وئې ويل: خديجه مدينې ته د رسول الله صلى الله عليه و سلم له تلو درې كاله وړاندي وفات شوه؛ نو دوه كاله يا دې ته نږدې همداسي پاته شو؛ بيا ئې عائشه په نكاح كړه په داسي حال كي چي هغه شپږ كلنه نجلۍ وه؛ او بيا ئې هغه مهال واده كړه چي نه كلنه وه.

د محققينو له نظره؛ دا روايت؛ نه روايتاً صحيح دئ او نه درايتاً؛ ستري ستونزي ئې دا دي:

1- د قرآن له څرگندي لارښووني سره مغايرت لري؛ ځكه قرآن د نكاح لپاره بلوغ او رشد شرط گڼي؛ او دا د شپږ كلني نجلي نكاح جائز گڼي! او بالتبع تر شپږ كلنۍ وړه هم؛ جائز بولي!!

 

2- دا د انساني فطرت خلاف ده؛ په داسي حال كي چي د مخلوقاتو رب؛ د جنسي نږدېكت وړتيا؛ د دې لپاره په هغوى كي ايښې چي همدا ئې د نسل د بقاء او دوام يوازينۍ وسيله او فطري طريقه ده. په حيواناتو او مرغانو كي هم؛ جنسي يو ځاى كېدا له بلوغ وروسته او د اولاد په موخه وي؛ تر دې وړاندي د جنسي نږدېكت ضرورت نه احساسوي. مرغان چي كله ئې بچي ستر او د الوتو شي او وگوري چي نور ځان ساتلى شي؛ له خپلي ځالي ئې وشړي؛ دوه سره يو ځاى شي او ځان ته بېله ځاله جوړه كړي؛ او د اولاد په زېږولو او پاللو بوخت وي.

 

3- دا روايت له ډېرو هغو رواياتو سره تعارض لري چي وايي: عائشه رضي الله عنها د هجرت په وخت كي 17 او د واده په وخت كي نږدې 19 كلنه وه.

متأسفانه په بخاري كي د عائشې رضي الله عنها د نكاح په اړه متناقض روايات راغلي؛ يو روايت وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د خديجې رضي الله عنها له وفات درې كاله وروسته هغه په نكاح كړه؛  يو روايت ئې پورتنى دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم په دوهم هجري كال؛ او د بدر له جگړي وروسته؛ يعني د خديجې رضي الله عنها له وفات پنځه كاله وروسته؛ عائشه په نكاح كړې. او بل روايت ئې بيا دا دئ:

6004 - حَدَّثَنَا عُبَيْدُ بْنُ إِسْمَاعِيلَ، حَدَّثَنَا أَبُو أُسَامَةَ، عَنْ هِشَامٍ، عَنْ أَبِيهِ، عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا، قَالَتْ: «مَا غِرْتُ عَلَى امْرَأَةٍ مَا غِرْتُ عَلَى خَدِيجَةَ، وَلَقَدْ هَلَكَتْ قَبْلَ أَنْ يَتَزَوَّجَنِي بِثَلاَثِ سِنِينَ، لِمَا كُنْتُ أَسْمَعُهُ يَذْكُرُهَا، ...بخاري

له عائشې رضي الله عنها روايت دئ چي وئې ويل: په هيڅ مېرمني مي دومره غرور نه دئ پارېدلى لكه په خديجې چي پارېدلى؛ هغه درې كاله وړاندي له دې چي ما په نكاح كړي؛ وفات شوې وه، له دې كبله چي اورېدل به مي رسول الله صلى الله عليه و سلم ډېره ياودله او ستايله.

 

4- دا روايت د إسنادو له پلوه غريب دئ، په اوله او دوهمه طبقه كي ئې راويان يو يو تن؛ پلار او زوى؛ هشام او عروه دي. له هشام دا روايت په 185 هـ كال او هغه هم په كوفه كي روايت شوى؛ تر دې وړاندي او په مدينه كي هيچا؛ حتى د ده شاگرد؛ امام مالك؛ په خپل مشهور كتاب موطأ كي دا روايت نه دئ راوړى؛ له همدې كبله دا شك رامنځته كېږي چي د دې روايت تر شا به هغه اختلافات خپل اغېز لري چي د علي رضي الله عنه په شهادت منتج شو؛ د عائشې رضي الله عنها د شخصيت او حيثيت راكمولو لپاره دا روايت جوړ او خپور شوى؛ كوفه ئې يوازينى محل وو؛ دا ځكه چي هلته د عائشې كافي مخالفين وو؛ كه له هشام سره په رښتيا دا روايت وو او دا خبره ئې كړې وي؛ نو په مدينه كي به چا ترې اورېدلې وه؛ امام مالك به ترې اورېدلې وه؛ ولي نږدې دوه پېړۍ وروسته دا روايت راڅرگندېږي او هغه هم په كوفه كي؟!!

 

5- كه څه هم هشام لوى شخصيت او معتبر تابعي دئ؛ خو د ده په اړه علماء رجال وايي: د عمر په پاى كي ئې حافظه ضعيفه شوې وه او مطالب ترې خلط او گډ وډ كېدل.

 

6- د مهمو قضاياوو؛ مخصوصاً د احكامو او حلال او حرام په ارتباط؛ په داسي غريب روايت إستناد نشي كېدى؛ چي نه يوازي په قرآن كي شاهد ونه لري؛ بلكي وينا ئې د قرآن خلاف وي؛ او اصلي راوي ئې د حافظې په ضعف تورن وي.

 

7- اسلام د نكاح لپاره د ايجاب او قبول شرط ايښى؛ دا شرط بلوغ او رشد ايجابوي؛ تر بلوغ وړاندي؛ إيمان هم اعتبار نه لري؛ د كافر او مشرك اولاد هم جنت ته ځي؛ كه د دوى ايمان او عدم ايمان مدار د اعتبار نه وي؛ نو د نكاح معاهده به ئې څنگه معتبره وي؟!

 

قدرمن مشر زياتوي چي: دعاء كوو چي الله تعالى هغه ورځ راولي چي اسلامي امت د رواياتو داسي واحد او متفق عليه كتاب ولري چي ټول روايات ئې هم د محتوى او متن له پلوه او هم د إسنادو له پلوه صحيح وي او د قرآن له لارښوونو سره موافق؛ همداسي لكه چي نن يو مصحف لري؛ په يوه لفظ كي ئې هم په خپلو كي اختلاف نه لري؛ خو دا كار يوازي هغه مهال ممكن دئ چي د امت قيادت د مؤمن، اسلام ته ژمن، په دين پوه، صادق او مخلص زعيم لاس كي وي؛ يقيناً چي امت د عثمان رضي الله عنه په څېر زعيم ته ضرورت لري؛ چي د حديث په اړه همغه كار وكړي چي ده د مصحف په اړه وكړ. إن شاء الله هغه ورځ به راځي

 

د درس په پای کي قدرمن مشر د گډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننئ درسي حلقه د نوموړي په دعاء پای ته ورسېده.

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک