No-IMG

حکمتیار: د دوحې معاهده هسي يوه دوكه وه؛ نه په واقعي معنى د سولي معاهده

تېره يكشنبه؛ د امريكا جمهور رئيس؛ له سپيني ماڼۍ او د مطبوعاتو په وړاندي اعلان وكړ چي په كابل كي په هغه كور د ډرون راكټي بريد شوى چي ايمن الظواهري په كي اوسېدو؛ او هغه ووژل شو؛ هغه وويل: ايمن الظواهري نور نشته؛ او دې بريد وښوده چي د امريكا مخالفين په هيڅ ځاى كي خوندي نه شي پاته كېدى؛ هر ځاى چي وي امريكا به ور رسي او عدالت به پلي كوي.

تر دې شېبې پوري؛ امريكا نه ده توانېدلې چي په بريد كي د ظواهري د وژل كېدو كره اسناد او شواهد وړاندي كړي؛ نه ئې د هغه د مړي عكس رسنيو ته ښودلى او نه د DNA لابراتواری ثبوت.

ټول افغانان؛ دا بريد پر خپل هېواد، ملي حاكميت او فضائي حريم يو ظالمانه تېرى او ستر جنايت گڼي او په كلكه ئې غندي؛ دا له شك پرته داسي تروريستي عمل دئ چي په هيڅ دليل او برهان سره نشي توجيه كېدى؛ دا نه د عدالت د تأمينولو لار ده او نه سولي ته د رسېدو لار؛ بر عكس همدا بريدونه دي چي تروريزم او تروريستي ډلي زېږوي. دا د 11 سپتمبر بدله نه بلكي د سپتمبر په څېر پېښي؛ له دغو تروريستي بريدونو زېږېدلې؛ څوك چي په نورو جگړي تحميلوي؛ د دې جگړي اور به د ده كور او هېواد ته هم انتقالېږي؛ د چا سرتېري چي په نورو هېوادونو كي د بې گناه انسانانو وژل زده او تجربه كړي؛ په خپل هېواد كي به ئې هم كوي.  

 امريكا د 11 سپتمبر په پېښي كي؛ خپل حيثيت او اعتبار ته د رسېدلې صدمې د جبران لپاره پر افغانستان بريد وكړ؛ دا جنگ ئې لا نه وو گټلى چي هممهاله ئې پر عراق بريد وكړ؛ په سوريې، ليبيا، صومال او سودان كي ئې د جگړو اورونه بل كړل؛ د دوى په لاس پيل شوې جگړي لا تر اوسه رواني دي؛ د اسامه په وژلو ئې هم اكتفاء ونه كړه؛ له افغانستان؛ د يوې معاهدې له مخي ووتل؛ خو نه ئې د خپلي لاسليك شوې معاهدې درناوى وكړ او نه ئې مداخلات، گواښونه او د بلي نيابتي جگړي تحميلولو هڅي پاى ته ورسولې.

د يكشنبې بريد؛ يوازي د ظواهري د وژلو هڅه نه وه؛ دا پر ټول افغان ملت او د دوى پر استقلال، خپلواكي او ملي حاكميت بريد وو.   كه څه هم لا تر اوسه د ايمن الظواهري د وژل كېدا قطعي ثبوت نه دئ ليدل شوى؛ خو په كابل او ارگ ته نږدې حساسي سيمي كي؛ دا بريد؛ ډېر حقائق زموږ مخي ته ږدي؛ لكه دا چي:

امريكا لا په افغانستان كي حضور لري؛ او خپله جگړه ئې پاى ته نه ده رسولې.

د دوحې معاهده هسي يوه دوكه وه؛ نه په واقعي معنى د سولي معاهده.

د افغانستان فضائي حريم خوندي نه دئ؛

لا افغانان د خپل هېواد مالكان او خاوندان نه دي.

امريكا كولى شي خپل هر مخالف په افغانستان كي په نښه كړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک