حکمتیار: الله تعالی باغي او سرکښو ولسونو ته سزا وركړې چي د سزا وړ ئې موندلى
د قرآن کریم په لاندې مبارك آيت كي د باغي او سركښو ولسونو د هلاكت په اړه د الله تعالى دائمي او نه بدلېدونكى سنت بيان شوى:
الحمد للّٰهِ و كفىٰ و سلام علىٰ عباده الذين اصطفىٰ و بعد: فاعوذ باللهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
وَإِذَا أَرَدْنَا أَنْ نُهْلِكَ قَرْيَةً أَمَرْنَا مُتْرَفِيهَا فَفَسَقُوا فِيهَا فَحَقَّ عَلَيْهَا الْقَوْلُ فَدَمَّرْنَاهَا تَدْمِيرًا 16 الإسراء 16 صدق الله العظيم
الله تعالىٰ فرمايي:
او كله چي د كوم كلي د ورانولو اراده وكړو نو مترفينو ته ئې امر وكړو؛ او هغوى هلته سرغړاوى وكړي؛ نو د دوى په اړه (د عذاب) وينا محققه شي او په ځانگړې ورانېدو سره ئې وران كړو.
په دې مبارك آيت كي د باغي او سركښو ولسونو د هلاكت په اړه د الله تعالى دائمي او نه بدلېدونكى سنت بيان شوى چي تفصيل ئې داسي دئ:
الله تعالىٰ هغه مهال د يوه ملت د تباه كولو اراده كوي چي مترفينو ته ئې د ده اوامر ورسېږي، د پيغمبرانو عليهم السلام او زړه سواندو داعيانو له خوا د حق لوري ته وبلل شي، د بغاوت، كفر او شرك له بدو پايلو ئې ووېروي؛ خو هغوى له فساد، بغاوت او سرغړاوى لاس وانه خلي، مهلت ئې پاى ته ورسېږي، په واضح توگه جوته شي چي دوى د سزا وړ دي او مزيد مهلت وركول بې گټي؛ دا مهال د الله تعالىٰ له لوري د دوى په اړه د عذاب وروستۍ پرېكړه صادره شي، كلى ئې وران او هستوگن ئې هلاك شي.
د دې مبارك آيت له لارښوونو معلومېږي چي د ملتونو د تباهۍ اصلي عاملين هغه مترفين، د اقتدار او شتمنيو خاوندان، له سوكالۍ برخمن او د ناز او نعمت په جامو پوښلي دي چي د ټولني حاكم سياسي، اجتماعي او اقتصادي نظام دوى ته بې شمېره او بې حسابه امتيازات وركړي، په ولس كي شرك لړلي عقائد، جهل او خرافات د دوى واكمني تأمين كړې او جاهل عوام ئې د دوى پښو ته غورځولي؛ دوى د پيغمبرانو او زړه سواندو داعيانو په ضد د مخالفت ملاتړلې، په ټولني كي ئې فساد خور كړى او د الهي عذاب د راتلو اسباب ئې رامنځته كړي.
الله تعالىٰ فرمايي چي دا حالت په ډېرو باغي ولسونو په وار وار راغلى؛ فرمايي:
وَكَمۡ أَهۡلَكۡنَا مِنَ ٱلۡقُرُونِ مِنۢ بَعۡدِ نُوحٖۗ وَكَفَىٰ بِرَبِّكَ بِذُنُوبِ عِبَادِهِۦ خَبِيرَۢا بَصِيرٗا 17 الاسراء: 17
او له نوح وروسته مو څومره پېړۍ پېړۍ (خلك) هلاك كړل؛ او ستا رب د خپلو بندگانو پر گناهونو د باخبر او ليدونكي ذات په توگه كافي دئ.
آيا تاسو ته هغه ستري ستري تاريخي پېښي كافي نه دي چي په ترڅ كي ئې گڼ شمېر مفسد، ظالم، كافر او مشرك قومونه په سختو سختو الهي عذابونو اخته شوي او سيمي او ښارونه ئې نسكور شوي؟ له نوح عليه السلام وروسته تر نن پوري په تېرو څو پېړيو كي څومره د زر او زور خاوندان د فساد او طغيان له كبله هلاك شوي؟!! آيا دا پېښي نه ثابتوي چي دلته د خبير او بصير ذات له لوري د مجازات لړۍ روانه ده، د دې عذابونو پرېكړي د هغه رب له لوري شوې چي د خپلو بندگانو پر گناهونو ښه باخبر او د دوى د وضعيت ښه ليدونكي دئ؛ تل ئې هغه چا ته سزا وركړې چي د سزا وړ ئې موندلى.
