د سیکولرانو حساسيتونه او بغاوتونه
1-ویل کیږي سیکولر ځانګړو وختونو کې د خاصو شیانو په یادونه ټینګار کوي: د لوی اختر شپو ورځو کې د څارویو د حقوقو یادونه. د جومات جوړولو پر مهال د روغتونونو او پوهنتونونو یادونه. د حجاب او میراث موضوع کې د ښځو د حقوقو یادونه. د حج او عمرې په وخت د وږیو او غریبانو یادونه او روژه کې د مریض او روغتیا یادونه. خبره سپینه ده چې اصلي او ارموخه یې له دې دیني عباداتو سره حساسیت دی.
2-په دې هم پوه شئ چې سیکولر د سیک، هندو، یهودي وغيره له ږیري سره هیڅ ستونزه نه لري، یواځې د مسلمان له ږيرې سره پرېمانه مشکلات لري. لکه د یهودو له حجاب سره چې ستونزه نه لري او په اړه یې چوپ وي، خو د مسلمانو مېرمنو پر حجاب پرېمانه انتقادونه او نيوکې لري. په تاریخ یې لیکنې کوي او په شرعي دلایلو یې نیوکې کوي. دلته هم ارموخه له اسلامي ارزښتونو سره حساسیت او الرجي ده.
3-خدای وهلی سیکولر د کلیساګانو له زنګونو سره هیڅ مشکل او حساسیت نه لري، خو اسلامي نړۍ کې د جوماتونو له اذانونو نه ښه په تنګ دی، سعودي کې له اذان وروسته دکانونه، تجارتي مرکزونه او هرڅه بند وي، عرب سیکولران په دې باره کې هر وخت نارې سورې وهي. سوشل ميډيا کې په دې اړه لیکنې کوي او ځانګړې هشتاګونه چلوي.
4-سیکولر ان د واده لرونکي سړي لپاره د څو ښځو ملګرتیا عادي کار بولي، داراز پردي سړي سره د خپلې لور او خور په ملګرتیا، ان بل چا سره د خپلې ښځې په اړیکو د نیوکي حق ځان ته نه ورکوي، بلکې دا د هغوی شخصي ازادي ګڼي! خو که مسلمان دوه او څو ودونه کوي د هغه پر خلاف نر او ښځې سیکولران شپه ورځ خبرې کوي. دلته یې هم موخه یواځې د اسلام د تعدد او د نارینه لپاره څو ودونو کولو موضوع سره مخالفت دی.
5-هر سیکولر ته ځان نابغه او ترټولو پوه ښکاري، که څه هم هغه د احمقانو احمق وي، نورو ته په سپکه ګوري، ټولنه او پوره ولس جاهل، ناپوه او وروسته پاتي یادوي او نور سپک الفاظ او له اخلاقو لويدلې جملې ورته کاروي. د دې وجه هم دا ده چې دوی له غرب نه خپلو ټولنو ته د ګټې او ښمر څه نه دې راوړي، له هماغه ځایه د دې فتنو لپاره روزل شوي دي. نو دلته مسلمانو ټولنو رټلي او شړلي دي چې په مقابل کې دوی عُقدو نیولي او ولسونه او خپلې ټولنې غندي او په سپکه یادوي.
6-پخوا د سیکولرانو حالت ډېر ښه و، رسنیو کې اکثره دوی وو، ورځپاڼو، راډيوګانو او ټلويژنونو کې دوی وو، لکه اوس هم خصوصا غربي رسنیو کې د سیکولرانو نر او ښځې بوخت دي. چې په خلاص مټ به یې خپلې ګمراهۍ خپرولې او فعلا هم دا کارونه په ښکاره توګه کوي او مقابل کې یې چا ته د رد او نیوکې موکه نه ورکوله.
اما اوس له خواله رسنیو سره خبره ښه شوه، د سیکولرو هرې ادعا او ټولو خبرو ته هر څوک ځواب ورکولی شي، د دوی پوچې دعوې او چټیاتو ته په قناعت وړ توګه ځوابونه ویل کیږي او عامو خلکو ته د دوی خُبث، جهل، چالاکۍ، غلامي او پردیتوب ښکاره کیږي.
بلکې پخوا رسنیو کې چې دوی څه کړي وو د هغو ځوابونه هم ورته ورسیدل. داراز شکونو او شبهاتو ته یې ځوابونه ویل کیږي او د دوی موخې خلکو ته روښانه کول کیږي. لکه دا دی ما دې لیکنه کې د دوی ځیني حساسيتونه، له اسلامي عباداتو او ارزښتونو سره نفرت او د خپلو ټولنو پر خلاف بغاوت په اړه څو کرښې درته ولیکل، اوس یې شیر او خلکو ته رسول ستاسو وظیفه ده. که ټوله شیر کوئ او که ټوټه ټوټه، ستاسو خوښه ده.
