د ایمان قبلیدا دوه نښې
لومړۍ : د مرګ په مهال د شهادت کلمه ویل د ایمان تېرولو او ایمان د قبلیدا دلیل او نښه ده. حدیث کې راغلي، رسول الله ﷺ فرمایي : د چا چې وروستۍ خبره "لا إله إلا الله" وي؛ هغه به جنت ته ننوځي. قال رسول ﷺ : من كان آخر كلامه لا إله إلا الله دخل الجنة. رواه الحاکم
دویمه : په داسې حالت کې مرګ چې تندی یې خولې وي، حدیث کې راغلي، رسول الله ﷺ فرمایي : مومن په داسې حالت کې مري چې پر تندي به یې خولې وي. قال رسول اللهﷺ : موت المؤمن بعرق الجبين. رواه أحمد والترمذي
ځیني شارحین بیا د دې حدیث په اړه وایي چې دې کې د مومن د ژوند سختيو ته نغوته او اشاره ده، هغه داسې چې د حلالې روژې ګټلو له سختیو سره په دین عمل او په دقت او توجه سره دیني مکلفیتونه ترسره کول د مومن ژوند سختوی او له دې سختیو به یې تندی خولې وي.
